لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اپوزیشن د اندېښنو باوجود د پاکستان مرکزي کابينې د "عزمِ استحکام" عملياتو منظوري ورکړې


د پاکستان مرکزي کابينې د نېشنل اېکشن پلان د اېپکس کمېټۍ د پرېکړو په منظورۍ سره د "اپرېشن عزمِ استحکام" رسمي منظوري ورکړې. د دفاع وزیر ‏خواجه اصف ویلې د دغو عملیاتو په اړه به په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې بحث وشي.‏

خواجه اصف په لاهور کې په یوه خبري غونډه کې ويلي، د "اپرېشن عزم استحکام" به د استخباراتو پربنیاد وي او د پخوانیو عملیاتو په څېر به څوک د ‏کورونو څخه نه بې ځایه کیږي.‏

‏"د جمعيت علمااسلام، پاکستان تحریک انصاف او نورو اندېښنې به ختموي. د دغه اپرېشن څه سیاسي مقصد نه دی، یواځې د زیاتیدونکې ترهګرۍ ‏مقابله کول غواړو".‏

له دې وړاندې وزيراعظم شهباز شريف کابينې ته ويلي چې دا اپرېشن به د تيرو عملياتو نه مختلف وي او خلکو ته به هيڅ قسمه مشکل نه وي، د عملیاتو ‏مقصد په هیواد کې د امنیت او ثبات باوري کول دي.‏

د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي وړاندیز کړی چې د اپریشن عزمِ استحکام په اړه دې د خېبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي هم په اعتماد ‏کې واخستل شي.‏

خواجه اصف تېره ورځ یو شخصې ټیليویژن سره خبرو کې ویلي وو چې دغه عملیات په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې کولی شي.‏

څيړونکی خبريال شهزاده ذوالفقار وايي، حکومت وايي د ترهګرۍ تازه پېښو ته په کتو دا عمليات کوي.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "حکومت ته غټه مسله چينايانو ته تحفظ ورکول دي وزيراعظم د چين سفر کړی وو، پاکستاني چارواکو بيا د ‏کابل سفر کړی وو، بيا د چین سینير وزیر چې پاکستان ته راغلی وو هغه د امنيت خبره کړې وه".‏

هغه زياته کړه، "زما په خيال د چين د مطمين کولو دپاره دا اپرېشن کولی شي او د بلوچستان وزيراعلا ویلي چې د عزمِ استحکام زيات ضرورت بلوچستان ‏صوبې ته دی مګر زه دا وايم چې چرته چرته چينايان شته د هغو دپاره ضروري ده چې حکومت ورته تحفظ ورکړي او د بشام په څېر واقعات بيا ونه شي".‏‎ ‎

د جون په ‏‎22‎مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اېپکس غونډه کې ویل شوي وو، "اپرېشن عزمِ استحکام" به يو جامع او پرېکنده انداز کې د توندروۍ ‏او ترهګرۍ د خطرو د مخنيوي دپاره هڅې پیاوړې کوي، په سياسي سفارتکارۍ کې به د سيمه ييزه مرستې د لارې د ترهګرو د ځالو ختمولو هڅې ګړندۍ ‏کولی شي. پوځ به د نورو قانون نافذونکو ادارو په مرسته هڅې او عمليات په وړاندې بوځي او د ترهګرۍ په مقدمو کې د قانوني خلا لرې کولو دپاره به د ‏قانوني ستازۍ د لارې پوځ با اختیاره کولی شي او ترهګرو ته به مثالي سزاګانې ورکول کيږي".‏

دا ګام له هغې وروسته پورته کړل شوی د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير ليو جان چاو د جون په ‏‎21‎مه د پاکستان په سفر کې ‏ویلي وو، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات اړین دی او د پانګونو دپاره به ‏امنيتي حالات ښه کول وي. هغه ويلي وو په ښه امنیت کې به تاجران په په پاکستان ‏کې پانګونې کوي.‏

‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په صوابۍ کې د بجلۍ د قیمت او لوډشېډینګ په ضد احتجاجي هړتال
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:14 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG