لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ لو: امریکې پاکستان کې د ترهګرو ضد جګړه کې پرمختګ اؤ د جمهوریت ملاتړ ته پام ګرځولی 


د جنوبي اؤ منځنۍ اسیا لپاره د امریکې مرستیال وزیر ډانلډ لو د نهې - سه شنبې په ورځ په کانګریس کې د یوې اورېدنې په مهال ویلي چې امریکا په پاکستان کې د ترهګرو ډلو په ضد جګړه کې پرمختګ اؤ د جمهوریت ملاتړ ته پام ګرځولی دی.

هغه ویلي "مونږ پاکستان کې د چېلنجونو اؤ فرصتونو سره مخ یو، مونږ د پاکستان لپاره د ۱۰۱ ملین ډالرو د پنګې خواست کړی دی اؤ دا پېسې به پاکستان کې د جمهوریت اؤ مدني ټولنې په غښتلیا، د ترهګرو اؤ توندروه ډلو سره په جګړه ، د پورونو د زیات انحصار د مخنیوي لپاره مصرفیږي".

امریکایي سفارتکار په افغانستان کې د ښځو اؤ اقلیتونو په وضعیت هم اندېښنه ښکاره کړه اؤ ويې ویل تر څو طالبانو د اقلیتي ډلو، ښځو اؤ نجونو حقونه نه وي پر ځای کړي د امریکې اړیکې ورسره ځای ته نه شي راتلی.

هغه وویل د چین دا تګلار ده چې هر هیواد کې باید پوځي اډه اؤ د بنیادي ځاندرې یا انفراسټراکچر منصوبه جوړه کړي.

ډانلډ لو وویل چې چین په پاکستان کې ۲۶ اربه ډالر مصرف کړي چې یو ستر رقم دی او اوس دغلته نوره یوه پیسه هم نه لګوي ځکه چې د ده په وینا هغوی اندېښنې لري.

د اورېدنې په مهال د کانګریس غړي بریډ شرمین د پاکستان د حکومت له لوري په تحریک انصاف ګوند د بندیزونو لګولو په اړه پوښتنې راپورته کړې اؤ ويې ویل د پاکستان وزیرانو ویلي چې په پي ټي آي بندیز لګول غواړي.

هغه وویل د پاکستان وزیرانو دا هم ویلي چې حکومت به په بهرنیو هیوادونو کې د میشت هغو پاکستانیانو شناختي کارډونه اؤ پاسپورټونه منسوخوي چې په حکومت نیوکې کوي.

بریډ شرمین وویل دا د شهریانو ګرین کارډ لرونکو په حقونو حمله ده، مونږ وینو چې د پي ټي آي دفتر هم تړل شوی دی اؤ د هغوي ګڼ شمیر ښځینه اؤ نارینه مشران نیول شوي .

هغه وویل مونږ سره د جمهوریت په پلوۍ د ودرېدو موقعه په لاس کې ده اؤ زیاته یې کړه چې پي ټي آي امریکا پلوه ګوند نه دی خو خو هغه د پاکستان تر ټلو ستر سیاسي ګوند دی اؤ مشر یې په زندان کې اچول شوی.

نوموړي ټینګار وکړو چې باید پاکستان کې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم عمران خان سره ملاقات لپاره جېل ته ولېږلی شي.

د پاکستان حکومت لا د بریډ شرمین تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG