لاس رسیدونکی لینک

 
په پوله د تاؤ تریخوالي له امله د تورخم دروازه بیا تړل شوې
تازه خبر

په پوله د تاؤ تریخوالي له امله د تورخم دروازه بیا تړل شوې


د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر ټولو مصروفه سرحدي لاره 'تورخم' د جمعې له شپې راهیسې د هر ډول تګ راتګ او دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره تړل شوې ده.

د سرحدي دروازې د بندېدو په اړه تر اوسه هیڅ رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې. خو قبایلي سوداګرو او مشرانو ویلي چې د کرښې پورې غاړه واکمنو طالبانو په یوه مبینه لانجمن ځاي کې وداني کوله چې له دې وروسته پاکستاني چارواکو سرحد وتړلو.

د خیبر قبایلي ضلعې لنډي کوتل کې د انتظامیې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي امریکا غږ اردو ته ویلي چې دا سرحدي لاره د جمعې له شپې بنده شوې ده.

په تورخم کې د ګمرک یا کسټم ایجنټ ابلان علي امریکا غږ ته ویلي چې په دواړو غاړو باروړونکي لارۍ بېرته استول شوې دي، او امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي.

د قبایلي خبریالانو، مهراب اپریدي او عزت ګل د معلوماتو له مخې، د زیارت/پنجشنبې له سهار راهیسې نه یوازې تجارتي فعالیتونه بلکې د پیاده تګ راتګ لړۍ هم بنده شوې وه.

عزت ګل اپریدی وایي، چارواکو د سرحد تړل کېدو لامل د افغانستان اړخ ته د یوې لانجمنې سیمې په حدودو کې د ودانۍ کولو چارې ښودلي دي.

د هغه په وینا، پاکستاني چارواکو له طالبانو غوښتي وو، چې زیرو پواینټ یا صفري نکتې ته نژدې دې هیڅ ډول ودانیز کار نه ترسره کوي.

د تورخم سرحد څو ځل تړل شوی

د پاکستان او د افغان طالبانو د حکومت ترمنځ د تاوژنو اړیکو له کبله، تورخم سرحد په دې وروستیو وختونو کې څو ځله تړل شوی دی.

مهراب اپریدی وایي، سره له دې کشالې، تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي خبرې نه دي پیل شوي.

عزت ګل وایي، د سرحد بندېدو له امله سلګونه باروړونکي موټر، چې تازه مېوې او سبزیانې لري، د تورخم دواړو غاړو ته درېدلي دي.

د باروړونکو موټرو چلوونکي او کمېشن ایجنټان اندېښنه لري، چې د کروړونو روپیو په ارزښت تازه سبزیانې او مېوې به خرابې شي.

د طالبانو غبرګون

بلخوا، د طالبانو د حکومت د تورخم کمېشنر عبدالجبار حکمت ویلي، چې د "فرضي کرښې" دې غاړې ته د ځینو اسانتیاوو د جوړېدو په غبرګون کې پاکستان سرحد تړلی دی.

هغه زیاتوي چې سلګونه مسافر، ناروغان او باروړونکي موټر د دې لپاره انتظار باسي، چې دروازه بېرته پرانستل شي.

(دا رپورټ د وي او اې اردو څخه اخستل شوی

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG