لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تعلیمي پوهان وایي له اتلسم ترمیم وروسته هم صوبو ته مرکزي تعلیمي اختیارات نه دي سپارل شوي


په خېبر پښتونخوا کې د تعلیمي چارو پوهان وایي دلته تعلیم ته وړومبۍ ترجیح نه ده ورکړل شوې اؤ د صوبې پوهنتونونه د یو شمیر انتظامي، تعلیمي اؤ اقتصادي چیلنجونو سره مخ دي. پوهان وایي په پاکستان کې له اتلسم ترميم وروسته هم مرکزي تعلیمي اختیارات صوبو ته نه دي منتقل شوي.

په مردان سیمه کې په صوبه کې لوړو زدکړو ته په ورپیښو چیلنجونو د تعلیمي پوهانو غونډه شوې چی پکې د پوهنتونو دننه په انتظامي، تعلیمي او اقتصادي چیلنجونو بحث شوی دی.

پوهان وایي په حکومتي کچه لوړې زدکړې پاملرنې ته اړتیا لري او دا چې په پوهنتونونو کې باید د مارکیټ او جدید دور د تقاضو سره سم زده کړو ته زمینه برابر کړل شي.

د صوبې دننه په پوهنتونو کې "لوړې زده کړې او هغې ته ورپیښ چیلنجونه" په نوم دې مباحثې ته مردان پریس کلب مرستې ورکړې وې.

په دې غونډه کې د پوهنتونونو دننه د وایس چانسلرانو په نشت والي بحث وشو او پوهانو وویل هم ددې له امله پوهنتونونه د معاشي او انتطامي ستونزو ښکار دي.

تعلیم پوهه او د پوهنتون پخوانی وایس چانسلر ډاکټر احسان علي وایي ،سیند او پنجاب صوبو خپل ځانله ایچ ای سي یا صوبایي دلوړو زده کړو کمیشنې جوړې کړي او د بلوچستان او خېبر پښتونخوا صوبو خپل د لوړو زده کړو کمېشنونه نشته.

هغه وایي "بل کنفیوژن دا هم و چی د اتلسم ترمیم لاندې دا سبجیکټ به صوبو ته حواله شي په ایین کې خو شته خو هغه څه حده پورې صوبو ته راغی خو ایچ ای سی بیا دا کوشش کوو چی دا وسایل مونږ سره پاتې شي"

تیره ورځ صوبایي د تعلیم وزارت ویلي صوبایي حکومت هڅې کوي چې د سیند او پنجاب په څېر خپل د لوړو زدکړو کمیشن جوړ کړي اؤ دې سره به د پوهنتونونو دننه مالي او انتظامې ستونزې هوارې شي.

غونډی ته د وینا په وخت تعلیمي پوهانو وویل په ټول هیواد کې د تعلیمی ادارو دننه سفارشي او سیاسي فعالیتونو ته دوام ترلاسه شوی او انتطامیه مجبوره وي چی دغه فشار ته غاړه کښېږدي.

پوهانو په دی خبره ټینګار وکړو چی په تعلیمي ادارو کې د جدید دور او مارکیټ د ضرورتونو مطابق زدکړو ته باید پام وکړل شي.

د مردان د انجنیرنګ او ټیکنالوجۍ د پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر عمران خان غونډې ته وویل، "پوهنتون ته چې کوم ان ټیکس یا طالبعلم راځي او بیا چې کوم پراسیس کیږي هغه څنګه دی او بیا مونږ چې انډسټرۍ ته کوم پراډکټ ورکوو نو د هغې کوالټي څنګه ده په دې دریوؤ واړو کیټګړیو یا درجو باندې به کار کول غواړي چې انډسټرۍ ته کوم پیداوار پکار دی چې مونږ هغه ورکوو".

د خېبر پښتونخوا ګورنر هم اوړمه ورځ د صوبې اعلا وزیر ته خط لیکلی چې د صوبې په 25 پوهنتونونو کې د وایس چانسلرانو د خالي څوکیو ډکولو دپاره باید ګامونه واخلي.

د لوړو زدکړو محکمه وایي هغوئ د پوهنتونونو د کال 2012 په قانون کې بدلون راولي چې په صوبه کې د پوهنتونونو اقتصادي او معاشي ستونزې هوارې کړي.

تعلیمي پوهان وایي په خېبر پښتونخوا کې په تیرو شلو کالو کې د پوهنتونونو شمېره زیاته شوې او بیا په هغې کې د کارکوونکو په تعداد کې هم اضافه شوې خو د لوړو زدکړو د کمیشن په بجټ کې زیاتوالی نه دی راوستل شوی.

د ډاکټر احسان علي په خبره،"دا یو حقیقت دی چې په بهرنیو هیوادونو کې تعلیم ته اولیت ورکول کیږي خو په پاکستان کې تعلیم زمونږ ترجیح نه ده، که کله تعلیم ترجیح جوړه شوه لکه څنګه چې نورو محکمو ته پام کیږي نو بیا به تعلیم ترقي وکړي البته دا خبره ضرور ده چې تعلیم څنګه پکار دی یعنی تیکنیکی تعلیم".

تیره ورځ د خېبرپښتونخوا حکومت د راروان مالی کال په صوبایی بجټ کی د لوړو زدکړو دپاره 35.82 اربه روپۍ ایښودې دي او وایی دا رقم د تیر بجټ نه 11 فیصدي زیات دی.

پوهانو وویل د ابتدایي تعلیم نه تر لوړو زده کړو پورې دا د حکومت ذمه واري ده چی دې ته اقتصادی مرستې ورکړي او راتلونکی نسل د نړۍ د نورو هیوادونو سره د مقابلې جوګه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG