لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د فاټا د ضم کېدو څلور کاله وشو، ځايي مشران وايي سيمې يې اوس هم د محرومیوښکار دي


په کال 2018م کې د قامی اسمبلۍ او سینیټ نه 25م ایينې ترمیم د منظورۍ وروسته په 31مه مئ د پاکستان د هغه وخت صدر دغه قانون لاسک کړی ؤ او قبایلي سیمې د خیبرپښتونخوا برخه جوړه شوې وه
په کال 2018م کې د قامی اسمبلۍ او سینیټ نه 25م ایينې ترمیم د منظورۍ وروسته په 31مه مئ د پاکستان د هغه وخت صدر دغه قانون لاسک کړی ؤ او قبایلي سیمې د خیبرپښتونخوا برخه جوړه شوې وه

په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې دقبایلي ضلعو د ورګډیدو څلور کاله پوره کیږې،ځایي اوسیدونکي او سیاسي مشران وایي یو اړخ ته که هغوئ ته د ایف سی ار قانون نه ازادي ترلاسه شوې خو بیا په دغه ضلعو کې اوس هم پرمختیایی کارونه د ځنډ ښکار دي.

په کال 2018م کې د قامی اسمبلۍ او سینیټ نه 25م ایينې ترمیم د منظورۍ وروسته په 31مه مئ د پاکستان د هغه وخت صدر دغه قانون لاسک کړی ؤ او قبایلي سیمې د خیبرپښتونخوا برخه جوړه شوې وه.

د قبایلي ضلعو سیاسي مشران وایي چې د مرکزي حکومت له خوا دوئ سره وعده شوې چې دوئ ته به د کال 100 اربه روپۍ ترقیاتي پنګې یا فنډونه ورکول کیږي او په این ایف سی ايوارډ کې ورسره د 3فیصدي برخې او کلیز ترقیاتي پروګرام کې د 24 اربو روپو نه د زیاتو پیسو ورکولو وعدې شوې خو دسیفران د سینبټ د قايمه کمیټۍ مشر هلال الرحمان وي او ای ډیوه ته وایي په تیرو څلورو کالو کې یو کال هم دغه فنډونه پوره نه دي ورکړل شوي.

نوموړي وویل قبایلي ضلعو ته که یو اړخ ته پیسې کمې ورکړل شوي خو بیا دغه رقم سم لګول شوی هم نه دی او بډی رشوتونه پکې اخستل شوي.

هلال الرحمان وویل په قبایلي ضلعو کې یو شمیر داسې پروژې دي چې د هغې پیسې منتخبو غړو د خزانې نه ویستلي خو په هغې بیا هغه پروژې نه دي ترسره شوې او دوئ د هغې پلټنې کوي چې ککړو خلکو ته سزا ورکړل شي.

نوموړي تور ولګولو چې په جاری کړی شوؤ فنډونو کې صوبایي حکومت 460اربه روپۍ د صوبې په نورو ضلعو کې مصرف کړي دي او ددې د پلټنو دپاره یې وزیر اعظم شهباز شریف ته خط هم لیکلی دی .

"په تیرو څلورو کالو کې کله هم 100 اربه روپۍ نه دي ورکړل شوې،د قبایلي علاقو 46اربه روپې په صوبه کې ورکې دي او بیا وروسته پته لګیدلې ده چې دا پیسې په پیښور او د صوبې په مختلفو حصو کې ویشتل شوي دي"

د خېبر پښتونخوا د خزانې د محکمې د وېب پاڼې ترمخه روان مالي کال کې د قبايلي ضلعو سل اربه يوڅلويښت کروړه او پينځه اتيا لکه ترقياتي بجټ کې تر اوسه ۵۵ اربه، ۱۹ کروړه او ۵۸ لکه روپې جاري شوي او په دې کې ۳۴ اربه او ۲۳کروړه روپۍ خرچ شوي دي۔

څو ورځې وړاندې دخېبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ويلي وؤ وفاقي حکومت د قبايلي ضلعو د ترقياتي بجت څلورم قسط نه دی ورکړی.

یو اړخ ته که ځایي سیاسی مشران د فنډونو نه ترلاسه کیدو ګیلې کوي خو بل اړخ ته څیړونکي وایي چې د ضم کېدو په صورت کې قبایلي ولس ته ګڼ شمیر ګټې هم ترلاسه شوي ، ایف سی ار په عدالتي نظام کې بدل شوی ، خلکو ته داپيل او دلیل حق ورکړل شوی، بنیادي بشری حقونه ورته ترلاسه شوي او د پولیس نظام هم فعاله شوی دی.

خبریال او څیړونکی شمس مهمند وایي ځایي خلکو اؤ سیاسي مشرانو ته پکار دي چی د پوره فنډونو ترلاسه کیدو او پخپل ځائ د مصرف کیدو دپاره هلې ځلې وکړي او دا ګټور نظام فعاله وساتي.

"اوس به سیاسي ګوندونه اتحاد کوي او حقونه به غواړی او کوم چې په اقتدار کې دي د هغوي ذمه وارۍ هم زیاتې دي چی په این ایف سي ايوارډ کې ورکړی شوي فنډونه باوري کړي او بیا هغه رقم په صحیح ځائ مصرف شي"

ایف سي ار چې قبایلي ضلعو کې به د تور قانون په نوم ياديدو او عدالتي او انتظامي اختیار به د یو تن پولیټکل ايجنټ په لاسو کې ؤ دغه نظام د منځه وړل شوی او د پاکستان ایین په مکمله توګه دغه سیمو ته غځول شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG