د 27 هیوادونو اروپایي اتحادیې او کنېډا د نهې یا سه شنبې په ورځ په چټکۍ سره د دې عزم اظهار وکړو چې د صدر ټرمپ د هغه اقدام په وړاندې به ودریږي چې د دوی د فولادو او المونیم صادراتو باندې 25٪ تعرفې وضع کوي. روانه لفظي شخړه کولی شي چې د اتحادي هیوادونو ترمنځ د سوداګریزې جګړې لامل شي.
د اروپايي کمېشن صدرې ارسولا وان ډر لیین په یوه بیان کې وویل: "اروپایي اتحادیه به د خپلو اقتصادي ګټو د ساتنې لپاره عمل وکړي. زیاته یي کړه " ټېرف ټیکسونه دي، چې د سوداګرۍ لپاره بد او د صارفینو لپاره بدتره دي.
هغې وویل: "په اروپايي اتحادیې باندې غیرم منصفانه تعرفې به بې ځوابه پاتي نه شي. او په ضد به یي دوي قوي او متناسب اقدامات وکړي."
یاده دې وي صدر ټرمپ وویلي د مارچ د میاشتې د دولسم تاریخ نه به په فولادو او المونیم تعرفې نافذ شي.
په ځواب کې، د اروپايي اتحادیې چارواکو وویل چې دوی کولی شي د امریکا محصولات لکه بوربن، جینز، n د مونګ پلي مکهن یا پينټ بټر او موټرسایکلونه په نښه کړي چې ډیر یې په هغه ریاستونو کې جوړیږي کوم چې ریپبلکن ریاستونه دي او د صدر ټرمپ ملاتړ یي کړي په ټاکنو کې.
په سمدستي غبرګون کې اروپایي بلاک د شورو/چهارشنبې په ورځ یو ویډیوي میټنګ راغوښتې.
د پولنډ وزیر اعظم ډونالډ ټسک، چې د اروپایي اتحادیې مشرې په غاړه لري وویل: دا مهمه ده چې مونږ ټول یو ځآی ودریږو. سخت وخت کې مکمل اتحاد ته ضرورت دي.
د کنېډا وزیر اعظم جسټین ټروډو په پېرس کې د مصنوعي ذهانت په اړه د کنفرانس په وخت وویل چې د ټرمپ د فولادو او المونیم محصول به "په بشپړ ډول غیر عادلانه وي" او دا چې "د اړتیا په صورت کې به کنېډا سخت او مضبوط مزاحمت وکړي.
اغلې ون ډر لیین به د نهې په ور په پېرس کې د امریکا مرستیال صدر جی ډي وینس سره ملاقات کوو، تمه کیده چې دوي به د صدر ټرمپ د ټېرفو په امرونو هم خبرې وکړي.
هغې د غونډې مخکې وویل: "مونږ به د خپلو کارمندانو ، سوداګرۍ او صارفینو ساتنه وکړو."
ټرمپ د امریکا د تولید کونکو د ښه کو کولو لپاره د فولادو او المونیم تعرفه نافذ کړه.
هغه وویل: "دا یوه لویه معامله ده، او دا د امریکا د بیا مالداره کولو شروعات دي.
ارب پتي هاورډ لوټنېک، چې صدر ټرمپ د سوداګرۍ د وزارت د مشري لپاره نومولی، وویل چې په وارداتو د تعرفو لګول کولی شي 120,000 امریکایي جابونه/نوکریانې بیا راپیده کړي.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې کله صدر ټرمپ په صدارتي فرمان لاسلیک کوي نو په څنګ کې ولاړ لوټنېک صدر ته مخاطب شي او وایي، تاسو هغه صدر یي چې د امریکایي فولادو کارکونکو ملاتړ کوئ، او زه ډیر خوشاله یم چې ستاسو سره ولاړ یم.
د ټرمپ فرمانونو د المونیمو پر وارداتو تعرفه د پخواني لس فیصده څخه پنځویشت فیصده ته لوړه کړه، چې دا تعرفه هغه په زړه دوره کې لګولې وه. همداراز، هغه د میلیونونو ټنو فولادو او المونیمو پر وارداتو 25 فیصده تعرفه بېرته نافذه کړه.
هم په دې اړ جنوبي کوریا چې د کنېډا، برازیل، او مېکسیکو وروسته، امریکا ته د فولادو څلورم لوی صادرونکی هېواد دی، ژمنه وکړه چې د خپلو شرکتونو ګټې به خوندي کړي، خو دا یې ونه ویل چې څنګه.
د جنوبي کوریا عارضي صدر چوی سانګموک وویل چې سول به هڅه وکړي چې د ټرمپ د حکومت سره نږدې اړیکې جوړې کړي او سفارتي هڅې پراخ کړي چې مقصد یې پیدا شوې بې ثباتي ختمول دي.
د بریتانیې وزیراعظم کیر سټارمر ویاند وویل چې لندن “د امریکا د خوا پلان شوو ټېرف د جزیاتو د څیړلو د پاره د امریکا له چارواکو سره په تماس کې دی.
په ګل/دوشنبې په ورځ د ټرمپ په صدارتي فرمان کې ویل شوي چې د اروپایي اتحادیې هېوادونه، ارجنټاین، اسټرایلیا، کنېډا، مکسیکو، او بریتانیا نه ټول المونیمي توکي او اړوند محصولات به د اضافي ټیکسونو لاندې وي. بل اړخ ته فولادو باندې ټیکسونو کې، یاد شوي هېوادونه د برازیل، جاپان، او جنوبي کوریا سره یو ځای شوي دي.
په جرمني کې، چې د اروپایي اتحادیې تر ټولو لوی اقتصاد لري، چانسلر اولاف شولز پارلمان ته وویل: که امریکا مونږ ته بله لاره پرې نه پریږدي، نو اروپایي اتحادیه به په ګډه غبرګون وښيي.
خو هغه خبرداری ورکړ: “په پای کې، سوداګریز جنګونه دواړو خواوو ته اقتصادي زیان رسوي.”
د اروپایي فولادو صنعت د ټرمپ د ټېرفو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هنریک ایډم، چې د اروپایي فولادو د اتحادیې مشر دی، وویل: دا به د اروپایي فولادو صنعت نور هم خراب کړي، چې له مخکې څخه له سختو ستونزو سره مخ دی.
هغه وویل چې اروپایي اتحادیه کولی شي تر3.7 میلیونه ټنه د فولادو صادرات له لاسه ورکړي. امریکا د اروپایي اتحادیې د فولادو تولیدونکو لپاره دویم لوی مارکیټ دی، چې د ټولې اتحادیې د فولادو صادراتو شپاړس فیصده برخه جوړوي.
یادونه: د دې رپورټ ځینې معلومات د اې پي او اې ایف پي نه اخیستل شوي دي.
Forum