لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي اتحاد د روس د کنګل شوې شتمنۍ 1.6 ارب ډالره ګټه اوکراین ته ورکړې


د یورپي کمیشن مشره اورسلا وون ډیرلاین او د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي.
د یورپي کمیشن مشره اورسلا وون ډیرلاین او د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي.

یورپي اتحاد د جمعې په ورځ اعلان وکړ اوکراین ته یې د 1.6 ارب ډالره مرسته برابره کړې ده او دا پیسې د روس د مرکزي بېنک له کنګل شوې 225 ارب ډالرو شتمنۍ څخه تر لاسه شوی سود یا ګټه ده.

ماسکو چې د 2022م کال په فرورۍ کې پر اوکراین په مکمله توګه یرغل وکړ، د هغې په غبرګون کې د بندیزونو په نتیجه کې د روس شتمني کنګل شوه او اټکل کیږي چې دا شتمني د کال 3.2 ارب ډالر ګټه جوړوي.

د یورپي اتحاد چارواکي وایي د ټولو فنډونو 90 فیصده به د یورپ د امن مرکز په نوم اکاونټ کې ساتل کیږي او دا د یورپي اتحاد د غړو هېوادونو یو معاوضه اکاونټ‌ دی چې اوکراین ته وسلې، ګوله بارود او نور وسایل استوي.

وایي پاته 10 فیصده به د اتحاد هغې بودیجې ته وساتل شي چې د اوکراین د دفاع او بیارغونې پر چارو لګول کیږي.

د یورپي کمیشن مشرې اورسلا وون ډېرلاین پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، یورپي اتحاد له اوکراین سره ولاړه ده، وایي نن د روس له غیرمنقولې یعنې کنګل شتمنۍ 1.5 ارب یورو د اوکراین د دفاع او بیارغونې لپاره لېږي.

مېرمن اورسلا پر مخ لیکلي، "د کریملین پیسې تر دې په بل ډول ښه نه شي کارول کېدای، بې له دې چې اوکراین او ټول یورپ ورباندې د اوسېدو لپاره خوندي ځای جوړ کړل شي".

د یورپي اتحاد غړو هیوادونو په تېره مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې د روس د مرکزي بېنک د کنګل شوې شتمنۍ په اربونو ډالره ګټه به له اوکراین سره د مرستې او له جګړې وروسته ددغه هېواد پر بیارغونه ولګوي.

د اوکراین وزیراعظم ډینس شیمګال د یورپي اتحاد د ملاتړ مننه کړې او پر خپل ایکس په یوه پوسټ کې یې د یورپي کمیشن مشرې اورسلا وون ډیرلاین ته ویلي:

"د اوکراین د دفاع او بیارغونې لپاره د یورپي اتحاد د ټینګ ملاتړ او د پام وړ مرستې مننه کوم، موږ به دا بدمرغي په یو ګډ ځواک بدلوو او یو خوندي او نه ماتېدونکی یورپ به جوړوو."

روس د یورپي اتحاد دا اقدام غندلی او هغه یې "غیرقانوني" بللی دی. د روسي صدر وياند ديميتري پيسکوف خبريالانو ته ویلي، "د یورپي اتحاد د داسې غیرقانوني پرېکړو عملي کېدل ددې سبب کیږي چې په غبرګون کې یې ګامونه واخیستل شي."

اوکراین اندېښنه ښکاره کړې ده چې که مالي ملاتړ یې ودورل شي روسي ځواکونه به یې په هېواد کې نور هم پرمختګ وکړي.

اوکرایني چارواکو د جمعې په ورځ وویل، میزایل یې په کریمیا کې د روس یوه پوځي هوايي اډه په نخښه کړې، چې دا په دې سیمه کې د روانو بریدونو د لړۍ تازه دی.

اوکراین په یوه خپره کړې اعلامیه کې دعوه کړې چې د روس دغه هوايي ډګر اکثر د هوايي حدودو د کنټرول او د اوکراین پر ضد د بریدونو لپاره کاروي.

د اوکراین په وینا په کریمیا کې د دوی د ځواکونو بریدونو د روس سمندري ځواک دې ته مجبوره کړی چې د تور سمندر بېړۍ په بېړۍ کې خپله جنګي کښتۍ خوندي بندر ته منتقل کړي.

د جمعې په ورځ د اوکراین د انرجۍ پر اډاڼو باندې د روسي ډرون الوتکې له برید وروسته په لکونو اوکرایني وګړي له بجلۍ محرومه شوي دي. د اوکرایین چارواکي وایي په دغو بریدونو کې د اور لګېدو په پېښو کې 15 کسان ټپیان شوي او شپږ د استوګنې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

چارواکو ویلي په دې برید کې یې د روس له 22 ډرون الوتکو 20 را غورځولې دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG