لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا نه په جبر د لادرکه کسانو کورنۍ وایي هیڅ نه دي خبر د کورنیو غړي یې وژل شوي که ژوندي دي؟


د بشري حقونو فعالان وايي پاکستان کې اوس هم په زوره د خلکو د لادرکه کولو لړۍ روانه
ده۔

په لادرکه شوؤ کسانو کې د زياترو تعلق د پښتونخوا او بلوچستان صوبو سره دی او د کورنيو غړي یې د حکومت نه غوښتنه کوي که خپلوانو يې کوم جرم کې ککړ وي د ایين او قانون سره سم دې عدالت ته وړاندې کړل شي او سزاګانې دې ورکړل شي او که بې ګناه وي نو خوشي دې کړل شي۔

د پاکستان حکومت د لادرکه تنانو د پاره کمېشن جوړ کړی او وايي په سلګونو کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي خو حکومتي چارواکي وايي د لادرکه تنانو مسله پيچلې ده او په يو شپه کې دا مسله نه شي هوارېدی.

د قبایلي ضلعې مومند د صافي تحیصل د فهيمې بي بي شل کلن زوی په کال ۲۰۱۲م کې لادرکه شوی دی، زوی يې د پنجاب فېصل اباد کې مزدوري کوله او د شپې د" دېرې" نه اوچت کړی شوی و۔ مور يې وايي د زوی لادرکه کېدو يې ژوند ګران کړی دی۔

ډیوه سره خبرو کې فهيمه بي بي وایي"تر دې نوره سخته نشته، چې مړه شي خو زړه ترې صبر شي، د ژوندي نه به څنګه زړه صبر شي؟ چې دوه کسان ودريږي نو مونږ ورته غوږ کېدو چې دا به څه وايي چې دا (زوی) يې مړ دی که ژوندی دی".

د مومندو د صافي تحصیل د بس بي بي خاودند مزدوکاره ؤ او د کلي نه ديارلس کاله وړاندې اوچت کړی شوی دی،

بس بي بي ته د خپل خاوند له بې درکۍ وروسته دوه لوڼه او دوه ځامن پاتې شوي، وايي اوس خپل اولادونه په سوال، خېرات او زکات پالي۔

ډیوه سره خبرو کې بس بي بي وایي" ټول (بچي یې) تپوسونه کوي چې زمونږ پلار به چرته وي، تصويران او جامې يې ګورې، چې اختر او د خوشالۍ شپه وي مونږ دغسې ناست يو، روژه راشي مونږ دغسې ناست يو، بچي اختر لا جامې او پېزار غواړي"

هم د مومندو د صافي تحصیل امير افضل وايي رور يې خاصدار ؤ او کال ۲۰۱۶م کې لادرکه شوی خو تر اوسه يې ورته هيڅ قسمه درک نه دی ترلاسه شوی

امير افضل ډیوه سره خبرو کې وایي"دا خلک دې مونږ ته حواله کړی شي دا دې مونږ ته وښودل شي، زمونږ ښځې او بچې دي په دې سړکونو نور نه په عذاب کوي، هغې پورې به لګيا يو چې د خپلو بچو راته پته نه وي لګېدلي، دې ملک کې عدالتونه شته دا دې عدالت ته وړاندې کړي چې څوک ګهنګار دي سزا دې ورکړي چې څوک نه دې راخوشې دې کړی شي"

د بې درکه کسانو د کورنیو غړي د خپلو خپلوانو د بې درکۍ تورونه په پوځ اؤ استخباراتي شبکو لګوي خو پوځ بیا دا دعوې په مختلفو وختونو کې رد کړي اؤ وایي په جبري بې درکیو کې لاس نه لري.

د پښتونخوا اؤ بلوچستان څخه په جبر د لا درکه کسانو کورنيو په جوړ حکومتي کمېشن کې خواستونه جمعه کړي خو وايي د کلونو راهسې کميشن ته ځي خو د کورنۍ د غړو يې ورته لا هيڅ قسمه معلومات نه دي ورکړل شوي۔

په پاکستان کې د لادرکه تنانو د معلوملو د پاره په کال ۲۰۱۱م کې کمېشن جوړ کړی شوی، د کمېشن د رپورټ ترمخه تراوسه ورته د ۱۰ؤ زرو نه د زياتو تنانو کېسونه رپورټ شوي.

کمیشن وایي تر اوسه د څلور نيم زره پورې ورک شوي تنان خپلو کورونو ته ستانه شوي، ۶۰۰ نه زيات په جېلونو کې دي او ۲۷۷ مړي موندل شوي دي۔

په عدالتونو کې د لادرکه تنانو د کېسونو پيروي کوونکی وکيل شبير حسېن ګګياني وايي په خېبر پښتونخوا کې نزدې شپاړس حراستي مرکزونه دي او په دې کې زياتره تنان د قبايلي ضلعو، سوات، ملاکنډ، دير او د جنوبي ضلعو دي۔

ډیوه سره خبرو کې شبير حسېن ګګياني وایي"د دې(لادرکه کولو) ډير لرې لرې پورې د قانون، ایين او بشري حقونو سره يووالی نشته ، دا مکمل د ایین او د بشري حقونو خلاف کار دی"

د اپرېل په مياشت کې د پاکستان د قانون وزير ښاغلي اعظم نذير تارړ ويلي وو د لادرکه تنانو مسله پېچلې ده او دا په يوه شپه کې نه شي هوارېدی.

پاکستان پوځ ويلي وو لادرکه تنانو کې هغه کسان هم شمارل کيږي چې په افغانستان کې جنګيږي، يا د وسله والو ډلو سره د ملګرتيا په سر په مقابلو کې وژل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG