لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ځوانان د پاکستان سرکاري قرضو کې هم برخه نه لري


پښتانه ځوانان د اول خو تعلیم نه لري که څوک په ګرانه لږ ډیر تعلیم وکړي هغوي بیا نوکرۍ نه لري
پښتانه ځوانان د اول خو تعلیم نه لري که څوک په ګرانه لږ ډیر تعلیم وکړي هغوي بیا نوکرۍ نه لري

د پاکستان حکومتي بنک لخوا خپور شوي تازه رپورټ تر مخه د پاکستان قبایلي سیمو ځوانان د وزیراعظم لخوا د ځوانانو قرضونو اغستو په پروګرام کې هیڅ برخه نه لري.

د سټیټ بنک لخوا د تیرکال اخریو دریو میاشتو په اړه خپور شوی رپورټ وايي دغه سکیم یا پروګرام کې ۷۵فیصده قرضې یواځې پنجاب صوبه کې ورکړی شوي. رپورټ زیاتوي خیبرپښتونخوا او سند صوبو د قرضو ۹فیصده برخې ترلاسه کړي او د قبایلي سیمو ځوانانو اډو په دغه سکیم کې هیڅ ذکر نشته.

د کال ۲۰۱۶م د اکتوبر،نومبر او دسمبر دغه رپورټ زیاتوي د (پرایم منسټر یوت بزنس لون) پروګرام لاندې یواځې د پنجاب نه ۵۵۸۳۸ خواستونه راغلي.

د اقتصادي چارو کارپوه او خبریال حق نواز وي او ای ډیوه ته وايي ښکاري داسې دغه قرضې هم د ابادۍ په حساب ورکړی شوي ځکه پکې د پنجاب برخه ډیره ده. حق نواز وايي :

٫٫ په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او فاټا کې د ترهګرۍ او جګړو د لاسه خلک د غربت سره مخ دي. دغلته ځوانان روزګارونه، کاروبارونه نه لري او د وړاندې نه يې ژوند د ستونزو ډک دی. پکار وه په دغه سکیم کې زیاته برخه د دغو سیمو ځوانانو له ورکړی شوي وی. ځکه دغه سیمې د پاکستان په ترقیاتي پروژو کې هم مناسب برخه نه لري.٬٬

د عوامي نیشنل پارټۍ سینټر شاهي سید په دغه مسله وي او ای ډیوه ته په خپل غبرګون کې ویلي موجوده حکومت یواځې پنجاب صوبه (پاکستان) ګڼي. ښاغلی شاهي سید زیاتوي:

٫٫ د نواز شریف حکومت د پنجاب ګټې د پاکستان ګټې بلي، ځکه یواځې د پنجاب ګټو ته ګوري. دوي د پښتونخوا، بلوچستان او سند صوبو په پرمختیا کې هیڅ دلچسپي نه لري. پنجاب داسې ظلم وړاندې هم کړي وس يې کوي او بیا به يې هم کوي.٬٬

د بلوچستان پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سینتر عڅمان کاکړ نه چې کله وي او ای ډیوه په دې موضوع پوښتنه اوکړه نو هغوي هم د مسلم لیګ په مرکزي حکومت سخت ټکونه وکړل او وه يې ویل داسې نورې ډیرې پروژې یا منصوبې شته چې دوي يې ګټې پنجاب صوبې ته وړي دي.

عڅمان کاکړ وایي: ٫٫ نواز شریف چې په بجټ کې د صوبو لپاره کومې شریکې منصوبې اعلان کړي هغه ټولې يې پنجاب ته وړي دي. که د ځوانانو د قرضو سکیم دی، که د کروندګرو یا زمیدارو قرضه ده. په دهغې کې هم ۹۰ فیصده برخه د پنجاب کروندګرو ته ورکړی شوې. د سولر انرژۍ یا د لمري توانايې منصوبې زیاته برخه هم پنجاب ته تللې. پښتانه ځوانان د اول خو تعلیم نه لري که څوک په ګرانه لږ ډیر تعلیم وکړي هغوي بیا نوکرۍ نه لري. بیا حکومتي قرضو کې هم د هغوي حصه نشته. موجوده وزیراعظم د پښتنو سره دا ظلم مخکې هم کړی او وس يې هم کوي.٬٬

یاده دي وي د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په کال ۲۰۱۳م کې په اسانو شرطونو ځوانانو ته د ۱۰۰ اربه روپو ورکولو پروګرام پیل کړی وو چې حدف يې ځوانانو ته د خپلو کاروبارونوشورو کولو لپاره اسانتیاوي پیدا کول وو. خو د دغه پروګرام سره سم په حکومت نیوکې کیدي چې دغه سکیم به مرکزي حکومت د سیاسي ګټو لپاره وکاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG