پاکستان
د پښتونخوا په مومندو کې یوې ښځې خپل کورته ورتلونکی پاکستانی پوځي وژلی دی
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په مومندو کې ېوې پښتنې ښځې د هغې کورته د اجازې بغېر په ورتلونکي پوځي د خپل عزت ساتلو په کوښښ کې ډزې کړي دي. د سیمې نه خبریالان وايي پوځي په ټک وژل شوی او ځاي خلکو د پوځ په ضد احتجاجونه پیل کړي دي.
د مومندو پېښې ته د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين په خپل غبرگون کې ويلي دي چې ددې پېښې دې پلټنې وشي، هغه وویل:
"دا ېواځې د مومندو نه, د ټولو پښتنو کیسه ده، پښتانه دا غږ ورسره بدرگه کوي" منظور پښتين غوښتنه وکړه:
" د پښتنو د کورونو د چادر او چار دیوارۍ پایمالي دې نوره بند شي"
د مومندو ضلعې انتظاميي یو چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط منلي دي تيره شپه د تحصيل صافو مامد گټ سيمه کې د ايف سي يو عسکر وژل شوې دې.
د سېمې څخه خبریالان وايي نن سبا په دغه سیمه کې نه خو د لټون او نه نور څه عملیات روان وو.
د سېمې خلکو ډيوه ته ويلي دي دغه عسکر د شپې په وخت د کور دروازه ټکوله او د بې عزتۍ په خاطر ورننوتلو چې د کور یوې زنانه په ډزو ووژلو.
د خلکو تر مخه د دغه کور نارينه د مزدريو په غرض د سيمي نه بهر دي او په دغه وخت هم کور کې نارينه نه موجود نه وو.
په سیمه کې د احتجاجونه ویډیو فلمونه په ټولنيزو رسنیو خپاره شوي دي. په سوشل ميډيا ښکاري چې يو تن احتجاج کونکو ته وايي دې زنانه د ټول قام شمله اوچته کړې ده. هغه گواښ وکړو که بیا چا داسې وکړل نو وژني به یې.
منظور پښتين په خپل ټویټر د احتجاج یوه ویډیو خپره کړېده.
احتجاج کونکو وویل چې دا يواځنې پيښه نه ده . هغو وویل دا څلورمه پينځمه پيښه شوه مسلسل د عزتونو اخستو کوښښ کیږي او د چادر او چا رديوارۍ تقدس پامال کړی کیږي.
دا وړومبی ځل نه دی چې د پښتنو په سیمو کې د امنيتي ځواکونه غړي د پښتنو ښځو په بې عزتۍ کولو تورن کړی شوي وي.
په دسمبر 2018 او جنورۍ 2019 کې د پښتنو د کورونو د بې سترۍ خبرونو او ويډيوگانو په سوشل ميډيا د پاکستان د پوځ په اړه قهرجن بحثونه راپارولي وو.
په يوه ويډيو کې د شمالي وزيرستان د خيسور کلي ديارلس کلن حيات خان ويلي وو پاکستاني پوځيان يې کور ته بغير له تپوسه ورځي او د کور ستر ورماتوي.
ددغه ویډیو ورستو قهرجنې مظاهرې شوې وې او بیا د پاکستان دپوځ یو لوړ پوړي چارواکي دشمالي وزیرستان خیسور سیمه کې دپوځیانو لخوا په رسمي ډول بخښنه غوښتې وه.
په یوه بله ويډيو کې د سوات یو ټولنيز فعال ملک رياض خان دعوه کړی وه چې پوځيانو د سوات نه تر 1000 پورې واده کړې ښځې او ناواده کړې جينکۍ تښتولي دي.
هغه ويلي وو چې زیاتره پېښې د مغار ډېرۍ، سر سيڼۍ، توتانو بانډۍ او په حيات اباد مينگورې کې شوې دي. د پاکستان د پوځ لخوا دغې تورونو ته هيڅ ځواب نه دی ويل شوی.
(خبر کې د سيمې خبریالانو کمک کړی دی)
See all News Updates of the Day
جنوبي وزيرستان: وسله وال بريد کې لږ تر لږه شپږ امنيتي عسکر وژل شوي، لس ژوبل
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا جنوبي وزيرستان ضلعه کې د امنيتي ځواکونو په مرکز وسله وال بريد کې لږ تر لږه شپږ امنيتي عسکر وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.
د جنوبي وزيرستان نه امنیتي سرچينو وي او اې ډیوه ته تاييد کړې، چې دا بريد تېره شپه د بر جنوبي وزيرستان د لدها تحصيل په بوسپه کې پوسته باندې شوی دی.
بريد کې د حوالدار، نايک، لانس نايک او سپاهي په ګډون شپږو عسکرو وژل کېدو ویل شوي او لس نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ تراوسه پورې د بريد په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
خو د سرچینو ترمخه، د پېښې وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عملیات پيل کړل شوي دي.
د سيمې نه ځايي خلکو وي او اې ډيوه ته ویلي، نن د ورځې په علاقه کې هيلي کاپټرې هم ليدل کیږي چې په هوا کې ګرځي.
د دوی په وينا وخت په وخت په علاقه کې د ډزو او درنو چاودنو غږونه هم اورېدل کيږي.
په دې خبر کې نور معلومات شريکولی شي
امیرمقام: پېښور کې د طالبانو د کونسل جنرل عمل به پاکستان کې د افغانانو مشکلات سېوا کړي
د پاکستان د سېفران وزير امير مقام د افغان کډوالو سره يوې غونډې ته په وينا کې ويلي، پېښور کې د طالبانو د کونسل جنرل عمل به پاکستان کې د افغانانو مشکلات سېوا کړي. بايد د طالبانو حکومت یې بيرته وغواړي او تپوس ترې وکړي.
د نوموړي په خبره، "د خفګان خبره ده چې ځينې خلکو د پاکستان د 40 کالو کوربه توب هېر کړو، نوی خلک راغلو د هغو خپل اهداف او خواهش دی، ځينې په پاکستان او ځینې په افغانستان کې دي چې څنګه افغانان او پاکستانيان د يو بل نه لرې وساتي، او کرکه یې ترمنځ خوره کړي".
امیر مقام پرون په 19م ستمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې د افغان کډوالو سره راجوړې غونډې ته په وينا کې د دغو عناصرو يا خلکو نوم ونه ويلو، خو غونډه کې ناستو افغان کډوالو ته په مخاطب کولو سره نوموړي وويل، "دغه چند عناصر ستاسو د افغانانو دښمنان دي، زه ورته ويل غواړم، تاسو د افغانانو سره ښه نه کوئ بد ورسره کوئ".
هغه وویل، "د پولې د پورې غاړې افغانستان نه چې پاکستان کې چې کومه ترهګري کيږي، هغه هم د افغانانو او پاکستان سره ښه نه کوي".
نوموړي په پېښور کې د طالبانو د کونسل جنرل د پاکستان قامي ترانې يا ملي سرود غږېدو په وخت نه ودرېدو يادګېرنه وکړه او وې یې ويل، "د افغانستان حکومت بايد دغه تن بيرته وبلي او تپوس ترې وکړي."
د امیر مقام په خبره، "پېښور کې د طالبانو د کونسل جنرل د عمل څخه به د افغانانو مشکلات سېوا کيږي".
په 17م ستمبر پېښور کې د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت لخوا په رابلل شوې یوه دستوره کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرل حافظ محب الله او یو بل افغان سفارتي چارواکی د پاکستان د ملي سرود غږېدو په وخت احتراماً نه وو ودرېدلي.
پاکستان دغه عمل غندلی او د طالبانو حکومت ته یې احتجاج کړی وو.
پېښور د طالبانو کونسلګرۍ بيا ویلي وو، د پاکستان د ملي سرود سپکاوی یې مقصد نه وو، په ملي سرود کې موسيقي وه ځکه کونسل جنرل نه وو ودرېدلی.
خو پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون د طالبانو د کونسلګرۍ د سپيناوي بيان رد کړی، او ويلي يې دي، افغان چارواکو ته یې په دغې اړه سخت احتجاج کړی، او د طالبانو د حکومت سره د خبرو د نتيجې وروسته به فيصله کوي، پاکستان د سفارتي اصولو سره سم د اقدام کولو حق لري.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلی.
پاکستان د تېر کال په نومبر کې د "بې اسناده بهرنیانو" په نوم د کډوالو د بيرته ستنولو لومړی پړاو پیل کړی چې پکې د شمېرو ترمخه، د شپږ لکه څخه زیات کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
پاکستان د غېرقانوني کډوالو د ایستلو مهم هغه وخت پيل کړی وو چې په هېواد کې د وسله والو ترهګر بریدونه زیات شوي وو. دوی تور پورې کړی وو چې علت یې پاکستان کې د غېرقانوني افغانانو موجودګي او د افغانانو په منځ کې اوسېدونکي توندروه کسان دي. د دې ترڅنګ یې د پاکستان پرېوتی اقتصادي حالت هم یاد کړی وو.
پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، پاکستان کې مېشت افغان کډوال په جرمونو کې لاس نه لري.
افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان پښتنو سیاسي ډلو او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بيرته لېږلو فيصله دې واپس واخلي، ځکه په دوی کې ډېری بيرته افغانستان ته د تلو په صورت کې د مشکلاتو سره مخ کېدی شي.
څيړونکي وايي، پاکستان په واکمنو طالبانو د فشار اچولو دپاره کډوال بيرته افغانستان ته ليږي.
خو د پاکستان حکومت د غېرقانونه کډوالو د ایستلو په اړه ټولې نیوکې رد کړې دي او ويلي يې وو، هدف یې کوم خاص قوم نه دی. خو د پاکستان د پرېکړې وروسته زياتره افغان کډوال ايستل شوي وو.
د تېرې اګست د میاشتې په نيمايۍ کې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي ويلي وو، چې د پاکستان نه به افغانستان ته د افغان مهاجرينو/ کډوالو د بيرته لېږلو دویم پړاو ډېر زر پيل شي، خو کومه نېټه یې نه وه ياده کړې.
صدر جوبايډن: د امریکې او پاکستان اړيکې د سيمې د ثبات او امنيت دپاره مهمې دي
د امریکې صدر جوبايډن ويلي، د امریکې او پاکستان "ترمنځ اړیکې د سیمې د ثبات او امنیت لپاره مهمې دي. مونږ د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې د امریکا او پاکستان همکارۍ ستاينه کوو".
په واشنګټن کې د پاکستان سفارتخانې ویلي، د امریکې صدر دغه خبرې د شورو په ورځ په بلېر هاوس کې د پاکستاني سفير د اسنادو وړاندې کولو دستورې په وخت کړي دي.
د سفارتخانې ترمخه، رضوان سعيد شېخ په واشنګټن کې د پاکستان د 30م سفير په حېث خپل اسناد امریکايي صدر جوبايډن ته وړاندې کړي دي.
پاکستانۍ سفارتخانې د غونډې په اړه خپور کړي بيان کې ویلي، صدر جوبايډن دستورې ته په وينا کې د دواړو هيوادونو اړيکې د سيمې د ثبات او امنیت دپاره مهمې بللي او ترهګرۍ د خطرې ضد مبارزه کې یې د امریکې او پاکستان مرستې ستايلې دي.
امریکايي صدر د امریکې او پاکستان د دوه اړخيزه اړيکو پياوړي کولو او ورته د ودې ورکولو سره ويلي، امریکا د ممهو نړيوالو او سيمه ييزه چېلنجونو د مخنيوي په لړ کې د پاکستان سره ولاړه ده. او دواړه هيوادونه د چاپېريال د بدلون، سيمه ييزه امنيت او عامه صحت ورپېښو چېلنجونو په وړاندې يو موټي دي.
بايډن پاکستاني سفير ته د هرکلي ویلو سره زياته کړې، دا د دواړو هيوادونو د 75 کالو دوستۍ، اقتصادي، امنيتي مرستو او دواړو هيوادونو د ولسونو ترمنځ د اړيکو سېوا کولو د څرګندونې ثبوت دی.
او پاکستاني سفير رضوان سعيد شېخ ويلي، پاکستان د امریکې سره تجارت سېوا کولو، توانايۍ او ګرېن ټکنالوجۍ، صنعت، ډيجيټل پلېټ فارم، لوړو زده کړو او شريکو ګټو په برخه کې کار کولو ته لېواله دی.
دوه ورځې وړاندې د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند مېتیو میلر ویلي وو، "مونږ تل د پاکستان د بیلسټک میزایلي پروګرام مخالفت کړی او هم په دې پالیسۍ ولاړ یو".
واشنګټن کې د پریس بریفنګ په مهال ښاغلي میلر ویلي وو، امریکا به د خطرناکه وسلو د ملاتړ کوونکې شبکې خلاف کارروایۍ دومداره ساتي چې نړۍ او مونږ ددې مهلکه وسلو نه خوندي پاتې شو.
هغه ویلي د پاکستان په بیلسټک میزایل پروګرام زمونږ ژور نظر دی او د څو کالو راهسې د دې په اړه زمونږه اندېښنې واضحه او مستقلې دي.
د بهرنیو چارو د محکمې ویاند ویلي پاکستان د امریکې د اوږدې مودې شراکت دار هم پاتې شوی دی.
د امریکې خارجه محکمې په دې وروستیو کې په یوه تحقیقاتي اداره، یو چینایي وګړي او په درېو چینایي کمپنیو د خطرناکو وسلو خورولو په تور بندیزونه لګولي دي.
د خارجه محکمې ویاند مېتیو میلر ویلي، د چین تحقیقاتي ادارې په مبینه ډول د پاکستان شاهین 3 او بابیل میزایلي نظام لپاره د الاتو په اخستو کې د پاکستان سره کومک کړی دی.
پاکستان د خپلو بېلسټک میزایلو په اړه د امریکې وروستي بندیزونه جانبدارانه او په سیاسي مقصدونو ولاړ بللي دي.
د پاکستان د ونډو بازار نن يو وار بيا د 1500 پواينټونو نه زيات په بره تللی
نن د زيارت پنجشنبې په ورځ د پاکستان ونډو بازار د کاروبار پر مهال د تاريخ ټول وخت لوړې کچې 82003.58 پواينټونو ته رسېدلی او د سر 100 شراکتونو په مجموعي کاروبار کې د 1.24 فيصده زياتوالی راغلی۔
د ونډو بازار کارپوهانو په وينا نن د سر 100 شراکتونو کاروباري ورځ پيل د 80461 پواينټونو څخه شوی وو او د کاروباري ورځې په منځ کې د ونډو بازار 1542 پواينټونو د زياتوالي وروسته 82000 حد نه په بره تللی وو.
خو بيا د کاروباري ورځې په پای کې په دغو پواينټونو کې کمي راغلې او د ونډو بازار 997.95 پواينټونو د ګټې وروسته په 81459.28 پواينټونو سره بند شوی دی.
د ونډو بازار کارپوه شهريار بټ وي او اې ډيوه ته ويلي، د آی اېم اېف سره د نوي پور په اړه راتلونکو ورځو کې کېدونکو خبرو سرمایه کاران خوشبنه کړي چې له امله یې د تېرو څو ورځو راهيسې د ونډو بازار په بره روان دی او د کاروبار مختلفو برخو څخه سرمایه کاران خپلې سرمایې د ونډو په بازار کې لګوي:
"څه وخت وړاندې مونږ ليدل چې د اي ايم ايف پروګرام وار په وار ځنډېدلو ځکه په بازار کې غيريقيني صورتحال وو، خو په 25 ستمبر د اي ايم ايف له خوا رابلل شوې غونډې اجنډا کې د پاکستان نوم شاملېدلو له کبله مارکيټ کې بې يقيني ختمه شوې او سرمایه کاران سرمایه کاري کوي".
اقتصاد پوه او ونډو بازار کې پانګه لګوونکی جبران سرفراز وايي، د سټيټ بنک له خوا د سود په شرح کې 2 فيصده کمي کولو دوي ته پور اخستلو کې اسانتيا پیدا کړې او د کاروبار دپاره پور اخستلو باندې به زياته ګټه ورته پاتې کېږي.
جبران وايي داسې ښکاري چې په راتلونکو ورځو کې به د سود په شرح کې نوره کمي هم کېږي او د ونډو بازار به نور په بره ځي:
"چې څنګه سود شرح کې کمي راروانه ده او په نړيوال مارکيټ کې د کروډ تېلو نرخونه په ښکته روان دي، دغه ډول چې کومې کارخانې بنديدلې هغه به بيا کارونه پيل کړي او راتلونکو ورځو کې به بازار نور په بره ځي".
بلخوا د مطبوعاتي رپورټونو له مخه د خزانې دپاره د مملکت يا سټيټ وزير علي پرويز ملک ويلي چې د آئي ايم ايف نوی پور پروګرام ترلاسه کولو وروسته به هم پاکستان د اقتصاد د سختو چلينجونو سره مخ وي ځکه چې وایي د پاکستان بهرنۍ زېرمې يا اکاونټ کمزوری دی.
نوموړي نن د قامي اسمبلۍ د خزانې کميټۍ سره خبرو کې زياته کړې د اوسني د اي ايم ايف د پور نوي 7 بلين ډالرو پروګرام په ګډون پاکستان تر کال 2027 پورې 12 بلين ډالرو پورې ماليې ته اړتیا لري.
ملي سرود لانجه، پاکستان د طالبانو د کونسل جنرل سپيناوی رد کړی
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، پېښور کې د طالبانو کونسل جنرل چې د پاکستان ملي سرود ته نه وو ودرېدلی او بيا یې د سپيناوي کوم بيان جاري کړی، پاکستان دغه بيان ردوي، د طالبانو حکومت ته یې سخت احتجاج ريکارډ کړی او د سفارتي اصولو لاندې د اقدام کولو حق هم لري.
په 17م ستمبر پېښور کې د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت لخوا په رابلل شوې یوه دستوره کې، چې کله د پاکستان ملي سرود غږول کېدو، د پښتونخوا صوبې وزیراعلا او د غونډې نور ګډونوال یې په درناوي کې ودرېدلي، خو د طالبانو د حکومت کونسل جنرل حافظ محب الله او یو بل افغان سفارتي چارواکی په خپلو څوکو ناست پاتې شوي وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د استازي دغه ګام غندلی او افغانستان کې واکمنو طالبانو ته یې پرې د احتجاج کولو ويلي وو.
پېښور د طالبانو کونسلګرۍ بيا ویلي وو، د پاکستان د ملي سرود سپکاوی یې مقصد نه وو، په ملي سرود کې موسيقي وه ځکه کونسل جنرل نه وو ودرېدلی.
پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ وي او اې ډيوه سره شريک کړي بيان کې ويلي، د پاکستان د ملي سرود د سپکاوي کولو سوال نه پيدا کیږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ نن په 19م ستمبر اوونيزه خبري غونډه کې وويل، د طالبانو د کونسل جنرل سپيناوی ردوي او ملي سرود ته نه ودرېدل یې د سفارتي اصولو سرغړونه بولي.
د رېډيو پاکستان د خبر ترمخه، اغلې بلوڅ ویلي، پاکستان د افغان قايمقام کونسل جنرل نه ودرېدل د غندنې وړ ګڼي ځکه په دغسې کولو سره د پاکستان د خلکو زړه ازار شوی دی.
هغې زياته کړې، افغان چارواکو ته یې په دغې اړه سخت احتجاج کړي، او د طالبانو د حکومت سره د خبرو د نتيجې وروسته به فيصله کوي، پاکستان د سفارتي اصولو سره سم د اقدام کولو حق لري.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلی.
Forum