لاس رسیدونکی لینک

 
د صدر ټرمپ د بهرنیو مرستو ځنډېدو د حکم له کبله د 40,000 افغانانو پروازونه ځنډېدلي
تازه خبر

د صدر ټرمپ د بهرنیو مرستو ځنډېدو د حکم له کبله د 40,000 افغانانو پروازونه ځنډېدلي


په بهرنیو مرستو د ټرمپ بندیز: د لسګونو زرو SIV ویزو لپاره د منل شویو افغانانو پروازونه ځنډول شوي

امریکایي چارواکي او د افغان کډوالو د ملاتړ د یوې ادارې چارواکي وایي چې په بهرنیو مرستو باندې د امریکې د صدر ډونالډ ټرمپ لخوا د بندیز لګول کېدو له امله د څه باندې ۴۰ زرو هغه افغانانو پروازونه ځنډول شوي چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو پروګرام ته منل شوی دي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر، مارکو روبیو د جمعې په ورځ په یو یاداشت کې د مصر او اسرایل نه علاوه د نړۍ په ټولو هیوادونو د امریکا مرستې بندې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه یاداشت چې د اې ایف پي لیدلي پکي لیکل شوي چې د صدر ډونالډ ټرمپ اېجنډې سره سم هیڅ نوي مالي مرستې باید ونه شي او نه هم د پخوانیو مرستو موده وغځول شي.

یو امریکایي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي او د افغان تخلیې په نامه د افغان کډوالو د میشت کیدو ایتلاف مشر، شان وانډایور د شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې زیات شمیر د SIV ویزو پروګرامونو لپاره منل شوي افغانان په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تیره ورځ په یو یاداښت کې د مصر او اسرایل پرته په ټولو هیوادونو بهرنۍ مرستې د دریوؤ میاشتو لپاره وځنډولې تر څو ددې مرستو اغیزمنتوب او دا چې څومره د "لومړۍ امریکا" پالیسۍ سره برابرې دي.

د امریکایي صدر ډونالډ ټرمپ د یو ایګزیکټیو ارډر له مخې په امریکا کې د کډوالو د بیا مېشت کېدو پروګرامونه ځنډول شوي. په دې حکم کې په ځانګړې توګه د ځانګړو ویزو د پروګرام یادونه نه ده شوې.

تر دې وړاندې ښاغلي وانډایر د امریکا غږ سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې وه چې د امریکا نوی صدر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو په ورتګ باندې د لګول شوي بندیز څخه هغه افغانان بهر ساتلي چې په امریکا کې د میشت کېدو لپاره یې درخواستونه په جریان کې دي.

د ټرمپ ادارې اعلان کړی دی چې امریکا ته د کډوالو د ورتګ پروګرام د جنوري له ۲۷مې څخه د دریوؤ میاشتو لپاره ځنډول کیږي.

په دغه موده کې به د امریکا د کورني امنیت وزارت د بهرنیو چارو وزارت سره په مشوره د تحقیقاتو په پایله کې صدر ټرمپ ته یو راپور ورکوي کوي او دا پیشنهاد به کوي چې ایا ددغه پروګرام بیا پیلول د امریکا په ګټه دي که نه؟

سره ددې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ لا د ځانګړو ویزو لرونکو افغانانو د پروازونو ځنډیدو په هکله څه نه دي ویلي خو ښاغلی شان وانډایر وایي ګمان کوي چې دا کار به په غیر عمدي توګه شوی وي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د ټرمپ حکومت به د SIV ویزو لرونکو افغان کډوالو راتګ د بندیز څخه بهر وساتي ځکه چې دغو افغانانو د طالبانو تر راتګ وړاندې په افغانستان کې د امریکا د حکومت لپاره جګړه کړې ده.

شان وانډایر د دې لسګونو زرو افغانانو په هکله زیاته کړه، " هغوي زمونږ سره یو ځای جګړه کړې، مونږ سره یو ځای یې وینه تویه شوې ده".

د افغانانو د تخلیې د ایتلاف ددغه مشر په خبره، له ۱۵۰ زره څخه تر ۲۰۰ زرو افغانان په دې تمه دي چې د مهاجرت کیسونه یې بشپړ او امریکا ته لاړ شي.

هغه زیاته کړه: "موږ د افغانانو د وفادارۍ پوروړي یو او موږ باید بیرته د هغوی حق پوره کړو او صدر ټرمپ په دې وفادارۍ پوهه دی. نو موږ هیله لرو چې دا به یوه تېروتنه وي چې کولی شو بیرته یې اصلاح کړو او موږ ژمن یو چې ډاډ ترلاسه کړو چې ټول ددې کار پر پایلو پوهه وي، او موږ به په دې اړه ډېر روښانه اوسو."

د ۲۰۲۱م کال راهیسې چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته رسیدلي، نږدې ۲ لکه افغانان د SIV او کډوالۍ نورو پروګرامونو د لارې په امریکا کې میشت شوي چې د افغان تخلیې ائتلاف په ګډون نورې ادارې ورسره په بیا میشت کیدو کې مرستې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تیر کال د سپتمبر د میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې ۶۷۰۰۰ کسان، چې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته برابر دي، وروستۍ تائیدۍ یا توثیق ته منتظر دي او ۱۱۰۰۰ نور افغانان بیا خپلو مرکو ته سترګې په لار دي.

د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال پیل شو، د امریکا کانګرس په تېرو څو کالونو کې ۳۸۵۰۰ دا ډول ویزې تائیدې کړي دي.

مارکو روبیو چې د بهرنیو چارو وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وړاندې د امریکا سېنټ غړی و، په افغانستان باندې یې د امریکا د مرستو بندیدو غوښتنه هم کړې وه.

روبیو د "نړیوالو ترهګرو د تمویل د بندیدو قانون" په نوم یوې لایحې کې چې د سېنټ ته یې وړاندې کړې وه، ویلي و "تر هغه چې ډاډ ترلاسه نشي چې د امریکا او د مالیه ورکونکو مرستې د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته نه رسیږي، او نغدي پیسې د امریکا د بندیزونو څخه سرغړونه نده، د ملګرو ملتونو سره د امریکا مالي مرستې باید بندې شي."

سره لدې چې امریکایي چارواکي اندیښنه لري د افغانستان سره د بهرنیو مرستو څخه طالبان ګټه اخلي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت امریکا غږ ته ویلي چې دغه نغدي مرستې په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له خوا کارول کیږي او دوی په دې کې هیڅ ونډه نه لري.

تر دې وړاندې د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات ویلي و چې د صدر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت ډیپلوماسي په اساسي ملي ګټو تمرکز کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG