لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ګاونډیو ملکونو خارجه وزیران په چین کې د افغانستان په موضوع غوڼده کوي



پروفېسر عبدالشکور زیاتوې چین، روس او پاکستان که څه هم په رسمې توګه د افغانستان د طالبانو حکومت د منلو اعلان نه دی کړی خو په غیر رسمې توګه کوښښ کوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژندل شي
پروفېسر عبدالشکور زیاتوې چین، روس او پاکستان که څه هم په رسمې توګه د افغانستان د طالبانو حکومت د منلو اعلان نه دی کړی خو په غیر رسمې توګه کوښښ کوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژندل شي

د افغانستان د ګاونډیو ملکونو خارجه وزیران به په خپله دریمه غونډه کې په افغانستان کې په ورستي صورتحال غور کوي او په ناسته کې شرکت دپاره د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي چین ته تللی دی.

چین ته د روانېدو نه وړاندې ښاغلي قرېشي په یو وډیو پېغام کې وویل "موږ به په افغانستان کې د سولې د وضعیت جاج اخلو او د اقتصادي پراختیا، رابطو او د پروژو په اړه به خبرې وکړو."

د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ګاونډیانو دغه غوڼده به د مارچ په 30 او 31 نېټه په ټورنشې ښار کې کېږي او د پاکستان ترڅنګ پکې د ایران،‌ روس، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ته بلنه ورکړې شوې ده

د چین په غونډه کې د طالبانو د بهرینو چارو وزیر امیر خان متقې ته هم د ګډون بلنه ورکړې شوې ده.

د پاکستان خارجه وزات په یو جدا بیان کې ویلي چې پاکستان په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات دپاره د افغانستان په اړه د سیمه ییزې تګلارې بشپړ ملاتړ کوي

په چین کې د افغانستان په موضوع کېدونکي غونډې په اړه د اسلام اباد د اسلامې پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر ډاکټر منظور افریدی وې او اې ډیوه سره خبرو کې وايي د چین په شمول د ټولو ګاونډې هیوادونو په افغاستان کې ځان ته بېلابېل مفادات دي او دغه هیوادونه دا هم غواړې چې طالبان د هغه څه څخه وګرځول شي چې افغانستان د ۱۹۹۰ لسزیزې حالاتو ته رسولی شي.

ښاغلي افریدي وویل هم دغه سبب دې چې تیرد کال دسمبر کې د اسلامې هیوادونو د تنظیم او اې سي‌ د غونډې په شمول ټولو غونډو کې د افغانستان د بشري بحران څخه د بچ کولو د پاره د نړیوالو مرستو غوښتنې کیږي.

پاکستان د تېر کال د ستمبر په مياشت کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونود غونډې کوربتوب کړی و چې د افغانستان په اړه د سيمه ييزې تګلارې د جوړولو عمل یې پيل کړو. د دغې لړۍ لومړۍ غونډه ېې د پاکستان په کوربه توب د ۲۰۲۱ کال د ستمبر په ۸تمه ترسره شوې وه.

په چین کې د غونډې په ترڅ کې امکان دی چې د پاکستان خارجه وزیر د چین، روس او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم وویني او په دوه اړخیزږ اړیکو ، سیمه ییزه چارو، سولې، اقتصاد، او په افغانستان خبرې وکړي.

په چین کې دغه غونډه په داسې حال کې کیږي چې په دوحه کې هم د افغانستان د بشري، اقتصادي‌ او امنیتې وضعې په اړه د افغانستان، قطر او انډونیشیا درې اړخیزه غونډه شوې ده.

د انډونېشیا او قطر بهرنیو چارو وزیران به په دغه خبرو کې د مېلمنو په حیث ګډون کوي-

چین او پاکستان دریځ لري چې افغانان اوس هم په هیواد کې دننه او بهر د یو شمېر چلېنجونو سره مخامخ دی او د نړۍ مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

د عبد الولې خان پوهنتون د نړیوالو چارو د څانګې پروفیسر ډاکټر عبدالشکور وې او دې ډیوه ته وايي د چین د غونډې مقصد د افغانستان په ستونځه د سیمې هیوادونو تر منځ اتفاق پیدا کول او هلته د استحکام لارې لټول کیدی شی

پروفېسر عبدالشکور زیاتوې چین، روس او پاکستان که څه هم په رسمې توګه د افغانستان د طالبانو حکومت د منلو اعلان نه دی کړی خو په غیر رسمې توګه د دوې د حکومت پیږندلو د هڅو سره سره دوې بشرې مرستې کولو په هڅه دي.

د تیرکال د اګست په ۱۵مه نیته د کابل واک ترلاسه کولو وروسته د نړۍ له اړخه اقتصادې مرستو ودریدو له سببه افغانستان د سخت اقتصادي او بشري‌ بحران ښکار دی- پاکستان کوښښ کوي چې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه ومنل شي، او بندیزونه ځنې لري کړې شي-

بلخوا نړیواله ټولنه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې ښځو او لږکیو ته بشري حقونه ورکړي، انجونو ته د تعلیم حق ورکړي او خپله ځمکه د بل چا خلاف ترهګرۍ دپاره استعمال ته ورنکړي.

طالبان وايي د نړیوالې غوښتنې یې پوره کړي خو په افغانستان کې اوس هم د انجونو سکولو نه تړل شوي او فعالان وايي طالبانو د واکمنېدو نه پس د انساني حقونو د خلاف ورزۍ پېښې زیاتې شوي دي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG