لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د انتظام لاندې کشمیر کې د وسله والو په ډزو کې د یو افسر په ګډون څلور هندي پوځيان وژل شوي


چارواکو ویلي هندي عسکر د ګل یا دوشنبې په شپه د جمو کشمر په ډوډا ضلعه کې عملیات کول چې په دغه مهال وسله والو پې ناتاره ډزې وکړې اؤ وتښتېدل
چارواکو ویلي هندي عسکر د ګل یا دوشنبې په شپه د جمو کشمر په ډوډا ضلعه کې عملیات کول چې په دغه مهال وسله والو پې ناتاره ډزې وکړې اؤ وتښتېدل

د هند د انتظام لاندې کشمیر کې د بیلتون خوښو یاغي وسله والو په ضد د عملیاتو په مهال د هندي پوځ د یو افسر په ګډون څلور عسکر وژل شوي.

د سرینګر څخه د امریکا غږ د خبریال یوسف جمیل له مخې چارواکو د نهې په ورځ ویلي چې د پوځ اؤ د کشمیر د پولیسو د ګډو عملیاتو په مهال د یاغي وسله والو په ډزو ژوبل شوي څلور عسکر مړه شوي دي.

چارواکو ویلي هندي عسکر د ګل یا دوشنبې په شپه د جمو کشمر په ډوډا ضلعه کې عملیات کول چې په دغه مهال وسله والو پې ناتاره ډزې وکړې اؤ وتښتېدل.

په دغو ډزو کې د هندي پوځ د یو کپتان په کډون څلور عسکر ژوبل شوي وؤ چې وروسته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

چارواکو د دغو وژل شوؤ عسکرو په اړه نور جزیات نه دي ښکار ه کړي.

په یوه اوونۍ کې د یاغي وسله والو لخوا ډزو کې هندي پوځ ته د زیان رسیدلو دا دویمه ستره پېښه ده.

تېره اوونۍ د جمو په کټهوا سیمه کې د لټون د عملیاتو په مهال د یاغي وسله والو ډزو کې پینځه هندي عسکر وژل شوي وؤ.

د هند د انتظام لاندې د کشمیر په پونچهـ راجوړي سیمو کې په دې وروستیو کې سیوا شوې د تشدد پېښې اوس جمو ته هم خورې شوې دي.

( د وي او ای اردو په مننه)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG