روغتیایی چارواکي وایي په امریکا کې د منکي پاکس په نوم پر بدن د دانو را ختلو د ناروغۍ د نوې بڼه لومړۍ پېښه تایید شوې ده، د دې ډول وایرس لومړی کېس د کانګو هېواد په ختیځ کې مخې ته راغلې وه.
د امریکې د کېلیفورنیا ایالت د عامې روغتیا ادارې د شنبې- خالي په ورځ ویلي، دغه کس ختیځې افریقې ته سفر کړی وو او بیرته د را ستنېدو په وخت یې د کېلیفورنیا په ختیځ کې علاج شوی دی.
وایي د دې کس د ناروغۍ نخښې په ختمېدو دي او نورو خلکو ته د ور پورې کېدو خطر یې کم دی.
د ایالت د روغتیا اداره وایي، دغه کس یې په خپل کور کې کورنټین یا له نورو کسانو جلا کړی او روغتیایي کارکوونکي د احتیاط په توګه د هغو کسانو معاینه هم کوي چې له ده سره نیژدې پاته شوي.
ایمپاکس یوه کمه پېښېدونکې ناروغي ده چې د همدې بڼې ویراس د اینفېکشن یا جراثیمو له کبله پیدا کېږي او د سمالپاکس یا چیچک ناروغۍ سبب کیږي.
دا ناروغي د افریقې په ځینو برخو کې ځایي ناروغي ده چېرې چې خلک د موږکانو یا کوچنيو څارویو د چیچلو له کبله پرې اخته شوي دي.
د دې ناروغۍ په نرمو نخښو کې تبه، له یخه لړزېدل او د بدن دردونه شامل وي. په ډېرو سنګینو حالتونو کې د ایمپاکس ناروغانو پر مخ، لاسونو، سینه او تناسلي اعضاوو باندې دانې یا زخمونه پیدا کېږي.
د روان کال په پیل کې ساینسپوهانو په افریقا کې د ایمپاکس د نوې بڼه د پیدا کېدو رپوټ خپور کړ چې وایي ناروغ کس ته د نیزدې کېدو یا جنسي اړیکې له لارې خپره شوې وه.
د امریکې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په وینا، دا ناروغۍ ډېره په ختیځه او مرکزي افریقا کې خپره شوې ده او وایي په هغو کېسونو کې د دې ناروغۍ خپرېدل ډېر محدود دي چې له افریقا بهر په مسافرو کې موندل شوې ده.
د روغتیا د نړیوالې ادارې په وینا، د ستمبر له وروستیو راهیسې تر 3,100 ډیرې د ایمپاکس پېښې رپوټ شوې دي چې ډېرې یې په درو افریقایي هیوادونو برونډي، یوګنډا او کانګو کې مخې ته راغلې دي.
ډبلیو ایچ او وایي له هغه وخته راهیسې په جرمني، هندوستان، کینیا، سویډن، تایلېنډ، زیمبابوې او برتانیا کې د ایمپاکس د نوې بڼې کېسونه په مسافرو کې موندل شوې دي.
روغتیایي چارواکو د روانې نومبر میاشتې په پیل کې ویلي وو چې په کانګو کې حالت بیرته د ښه کېدو او ارامۍ خواته روان دی.
د افریقې د ناروغۍ د مخنیوي مرکز سي ډي سي د اندازې له مخې کانګو د ایمپاکس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لږ تر لږه درې میلیونه وېکسینونو ته اړتیا لري او د نورې افریقا لپاره اووه میلیون وېکسینونه ورته پکار دي.
Forum