د افغانستان پولې ته څېرمه د کوټې او چمن پر لويه لاره پرته په کلاعبدالله سيمه کې روغتيايي کارکوونکي وايي د پولیو په لړ کې دا یوه حساسه يا های رسک ضلعو ده، ځکه نو په دې کې کار کول د نورو سيمو په پرتله ګران دي.
د کلاعبدالله په ځنګل پيرعلي زۍ سيمه کې پنځوس کلنه کارکوونکې بيبو وايي، چې په خپله هم ناروغه ده، د خوارۍ او غريبۍ ژوند کوي، خو د ماشومانو راتلونکي په خاطر په سخته يخني کې هم کور پر کور ګرځي چې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.
بیبو وايي له يولسو لوڼو وروسته د زوی مور شوي ده او د خپلې ناروغۍ باوجود د پولیو ضد کېمپېن کې برخه اخلي او کوښښ کوي چې کور په کور مامشومانو ته د پولیو صد وېکسین ور ورسوي.
هغه زیاتوي چې د وېکسین په اړه د خلکو د پوهې کچه زیاته شوي دی." پخوا به خلکو خپلو ماشومانو ته قطرې نه ورکولې خو اوس قطرې ورکوي."
د کلاعبدالله مرستيال کمشنر منيراحمد کاکړ وي او اې ډيوه ته وويل، چې په ضلع کې د پوليو کار د نورو ضلعو يا صوبو په پرتله توپير لري، ځکه چې کلا عبدالله له افغانستان سره پوله لري او د دواړو ملکونو ترمنځ د سفر مصروفه لاره ده.
منیراحمد کاکړ وویل "زموږ لپاره غټه ستونزه د خلکو پرله پسې تګ راتګ دی. ځکه نو له افغانستان سره پوله د مرکزي او صوبايي حکومتونو ځانګړی فوکس دی، او هلته د روغتيايي کارکوونکو د ويکسين لپاره ځايونه جوړ شوي دي. چېري چې له افغانستانه راتلونکي ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي."
د سيمې يو مشر حاجي اسماعيل وايي، چې د پوليو ضد قطرې ماشومان د ټول عمر له معذورۍ ژغوري، هغه له ټولو ميندو غوښتي چې خپل ماشومان په پوليو کېمپينونو کې ويکسين کړي او د ټول عمر له معذورۍ يې وساتي.
اسماعیل وايي "زموږ کورونو ته د پوليو ګرځنده ټيمونه راځي او زموږ د پنځو کلونو عمر لرونکو ماشومانو ته قطرې ورکوي. ځکه چې له ناروغۍ د ساتلو لپاره د ماشومانو لپاره قطرې ډېرې مهمې دي."
کلا عبدالله د چمن او کوټې ترمنځ او د کوټې، پښين او چمن ترځنګ يوه له حساسه يا های رسک ضلعو ده په بلوچستان کې های رسک هغه ضلعې دي، چېري چې د ګوزڼ زيات کېسونه رپوټ کېږي. د تېر کال په پاکستان کې يوازنی کېس هم په کلاعبدالله کې رپوټ شوی و.