لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې پخواني صدر جيمي کارټر د شوري اتحاد خلاف د افغانانو د ملاتړ بنیاد اېښودی و
تازه خبر

د امریکې پخواني صدر جيمي کارټر د شوري اتحاد خلاف د افغانانو د ملاتړ بنیاد اېښودی و


جيمي کارټر د ډسمبر په ۲۹ نېټه د ۱۰۰ کلونو په عمر کې وفات شو. د هغه د جنازې مراسم به د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع شي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هغه ښخېدو سره په سر ته ورسېږي
جيمي کارټر د ډسمبر په ۲۹ نېټه د ۱۰۰ کلونو په عمر کې وفات شو. د هغه د جنازې مراسم به د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع شي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هغه ښخېدو سره په سر ته ورسېږي

په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد خلاف د افغانانو د ملاتړ او شوري اتحاد ته د ماتي ورکولو زیاتره ډاډ په عامه توګه د امریکې پخواني صدر رانلډ رېګن ته ورکول کېږي خو دا د رېګن نه مخکې د صدر جیمي کارټر حکومت و چې افغانانو سره يې د مرستې بنیاد اېښودی و.

جيمي کارټر د ډسمبر په ۲۹ نېټه د ۱۰۰ کلونو په عمر کې وفات شو. د هغه د جنازې مراسم به د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع شي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هغه ښخېدو سره په سر ته ورسېږي.

په کال ۱۹۷۷ کې چې کارټر صدر منتخب شو او وایټ هاوس ته ورسېدو نو د ډېرو خلکو دا خیال و چې هغه د خارجه تګلارې څه تجربه نه لري. خو په افغانستان د شوري اتحاد د یرغل نه مخکې کارټر افغانانو سره په خفیه ډول د ملاتړ فېصله کړې وه. دا فېصله ښيي چې شوري اتحاد د مخالفت نه نه ویرېدو که څه هم يې په ظاهره روس سره د امن په تګلاره عمل کولو.

د اېريزونا یونېورسټۍ د تاریخ پروفېسر ډېوېډ ګېبز وايي د خلکو په ذهنونو کې د کارټر تصویر په ژوره توګه د یو مذهبي او د اخلاقیاتو پابند انسان جوړېږي چې وجه يې هغه کارونه وو چې هغه د صدارت نه پس کول. د ګېبز په قول د کارټر د شخصیت یو بې رحمه اړخ هم و چې هغه په کې د اېټمي وسلو په شمول د طاقت د استعمال لاره هم غوره کوله.

د 1986 د جون د میاشت په 16 نیټه صدر رېګن په وایټ هاوس کې د شوري اتحاد په ضد جنګ کې ښکیل د مزاحمتی اتحاد ترجمان برهان الدین رباني سره ويني
د 1986 د جون د میاشت په 16 نیټه صدر رېګن په وایټ هاوس کې د شوري اتحاد په ضد جنګ کې ښکیل د مزاحمتی اتحاد ترجمان برهان الدین رباني سره ويني

دا د کارټر په حکومت کې افغانانو سره د خفیه امداد پروګرام و په نتیجه کې يې د شوري اتحاد ځواکونه بالاخېر په کال ۱۹۸۹ کې د افغانستان نه ووتل.

د کال ۱۹۷۹ د ډسمبر په میاشت کې په افغانستان د شوري ځواکونو د یرغل نه شپږ میاشتې مخکې کارټر د پرېزيډېنشل فاینډېنګ یا د صدارتي موندنه نومې یوه خفیه حکم نامه دستخط کړه چې په کې د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای ته اختیار ورکړی شو چې د شوروي ځواکونو خلاف جنګېدونکو افغانانو چې دغه وخت مجاهدین بلل کېدل، سره غېر مهلک امداد شروع کړي.

د کارټر د وخت دغه خفیه حکم نامه د لسیزو راهسې په رازدارۍ کې پرته وه. خو وروسته د هغه د حکومت ځینو چارواکو، د سي ايي ای پخواني مشر رابرټ ګېټس او د امریکې د قومي سلامتیا د کارټر پخواني مشير ژبېګنیو برېزېنسکي د نونسونوي په لسیزه کې د دغې حکم نامې ذکر وکړو او دا معلومات يې افشا کړل چې د د کارټر د حکومت د دا هدف و چې روس په افغانستان کې په داسې دلدل کې ګېر کړي لکه امریکا چې په وېټ نام کې کېره شوې وه.

deewa
deewa

په کال ۱۹۹۸ کې برېزېنسکي د فرانس یوې مجلې سره مرکه کې وویل د کارټر حکومت دا نه غوښتل چې روس راپاروي خو قصدا يې په افغانستان د روس د حملې امکان زیات کړی و او نتیجه يې وه چې روس د افغانستان په دام کې ونښلېدو.

که څه هم برېزېنسکي وروسته د مرکې د کره والې په اړه پوښتنې راپورته کړې او د افغان دام دعوه يې تکرار نه کړه خو دې خبرې ډېرو مقبولیت ترلاسه کړو او ناقدینو د کارټر په حکومت تنقید شروع کړو چې روس په افغانستان حملې ته راوپارولو او په افغانستان کې يې د لسیزو جنګونه شروع کړل.

تاریخدان ګېبز وي او ای سره خبرو کې وویل یو پوځي چارواکي بل تاریخدان جونتن هسلم ته وویل کله چې برېزېنسکي په افغانستان د شوري اتحاد د حملې نه خبر شو نو خپل سوک يې په هوا کې پورته کړو او ويې وېل چې روس د کب په شان په کنډه چق ولګولو.

ګېبز وویل مجاهدینو سره د امریکې د امداد هدف دا و چې دا لکه د دام په شان کار وکړي او روس راګېر شي.

د یونېورسټي کالج ډبلېن تاریخدان کانر ټوبېن په دې اړه تحقیق کړی او هغه دا خبره ردوي چې ګني د کارټر حکومت کوښښ دا و چې روس په افغانستان کې د دام په شان ونښلوي.

د امریکې د قومي سلامتیا د کارټر پخواني مشير ژبېګنیو برېزېنسکي
د امریکې د قومي سلامتیا د کارټر پخواني مشير ژبېګنیو برېزېنسکي

د افغان مجاهدینو سره د غېر مهلک امداد د لارې د کارټر حکومت غوښتل چې په افغانستان کې د روس د زیاتېدونکي اثررسوخ مخه ونیول شي. د کال ۱۹۷۸ د اپرېل په میاشت کې کمیونسټانو په بغاوت کې د صدر محمد داود حکومت نسکور کړو. نوي حکومت بنیادي اصلاحات شروع کړل چې ولس يې په پراخه کچه مخالفت کولو او دغه اختلاف په بالاخېر په وسله وال مزاحمت کې بدل شو.

د ټوبېن ترمخه د کارټر حکومت په شروع کې په افغانستان کې د صورتحال په اړه د انتظار او د کتنې دریځ اختیار کړو خو په کال ۱۹۷۹ کې په کابل کې د امریکايي سفیر اېډولف ډبز د تښتول کېدو او د هغه د ژغورنې په عملیاتو کې د هغه د وژل کېدو وروسته برېزېنسکي د افغانستان په اړه د نوي تګلارې امر وکړو او دا پوښتنه یې هم وکړه چې ایا امریکا د مجاهدینو مرسته وکړي؟

د مېت اف دي افغان ټرېپ عنوان د افغانستان په اړه خپله تجزیه کې ټوبېن لیکي چې په دغه مهال په هرات کې ولسي پاڅون د واشنګټن دریځ په بدلېدو کې مرسته وکړه او په افغانستان د امريکې په زیات فعاله کردار اتفاق پېدا شو.

د سي ايي ای چارواکي فعاله شوو، د تګلارې په جوړولو يې کار شروع کړو او د سعودي عرب او پاکستان په شان اتحادیانو سره رابطې شروع شوې. په مختلفو لارو چارو غور شروع شو چې په کې په وړه کچه د پراپګېنډې په شمول افغانانو سره د مهلک او د وسلې امداد او د عسکري تربیت تجویزونه هم شامل وو.

ټوبېن وايي د امریکې د فېصله سازۍ د عمل نه دا خبره څرګندېږي چې د امریکې حکومت د احتیاط نه کار اخیستلو او دا هدف يې نه و چې شوري اتحاد په افغانستان یرغل ته راوپاروي.

د کال ۱۹۷۹ د جولای په دریمه نېټّ کارټر سي ايي ای ته اجازت ورکړو چې د افغان حکومت مخالفینو ته په امداد کې ۶۹۵۰۰۰ ډآلر ورکړي. د ټوبېن ترمخه د اګست د میاشت پورې د ۵۷۵۰۰۰ ډالرو مالیت نغدې پېسې، طبي او مواصلاتي الات د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په زریعه افغان مجاهدینو ته ورکړی شوو.

د کال ۱۹۷۹ د ډسمبر په میاشت کې د شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان کې مداخلت شروع کړو
د کال ۱۹۷۹ د ډسمبر په میاشت کې د شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان کې مداخلت شروع کړو

ټوبېن وايي که څه هم په دغه پړاو امریکايي امداد څه ډېر زیات نه وو خو په دوو نقطو يې اهمیت ډېر و. یوه خبره خو دا وه چې د پاکستاني استخباراتو دلارې مجاهدینو سره رابطه قایمه شوه چې د خلاف جنګ کې يې وروسته ډېره مرسته وکړه او بله دا خبره وه چې د پاکستان او سعودي عرب په شان اتحادیانو د امریکې د ملاتړ ډاډ ترلاسه کړو، په داسې حال کې چې په سیمه کې د امریکې اثرروسوخ زوال پزیر ګڼل کېدو.

امریکې مجاهدینو سره امداد په داسې وخت کې هم شروع کړو چې د کولډ وار یا د سوړ جنګ تاوتریخوالی په عروج و. د کال ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب امریکې د ایران په شان اتحادي نه محرومه کړې وه او د روس د راپارولو په ځای برېزېنسکي غوښتل چې په افغانستان کې د روس د پېش قدمۍ مخه ونېسي.

د فرانسېس مېرین یونېورسټۍ تاریخدان او د کارټر په خارجه تګلاره د کتاب منصف سکاټ کافمېن وايي په کارټر دا تنقید هم کېدلو چې هغه د روس په اړه نرم دریځ خپل کړی و خو د افغان مجاهدینو د ملاتړ فېصله د روس په اړه د کارټر سخت دریځ څرګندوي.

د کال ۱۹۸۹ د فېبرورۍ په ۱۵ نېټه د شوري ځواکونو وروستۍ دسته د افغانستان نه ووتله
د کال ۱۹۸۹ د فېبرورۍ په ۱۵ نېټه د شوري ځواکونو وروستۍ دسته د افغانستان نه ووتله

د کارټر د خارجه تګلارې واضحه اظهار کارټر ډاکټرین یا کارټر نظریه کوي. دا هغه تګلاره ده چې په افغانستان د روس د یرغل وروسته کارټر د منځني ختیځ په اړه خپله کړې وه.

د کال ۱۹۸۰ په سټېټ اف دي یونین یا د کانګرس مشترکه غونډې ته خپل خطاب کې کارټر وویل په منځیني ختیځ د روس د قبضې مخه نیولو دپاره امریکا تیاره ده د هر ضروري ګام پورته کړي.

په افغانستان د شوري اتحاد د یرغل او د صدر حفظ الله امین د وژل کېدو وروسته کارټر مجاهدینو سره د وسلې امداد دپاره یو امر دستخط کړو. دوه هفتې وروسته د امریکې وسلې وړمبۍ برخه پاکستان ته ورسوول شوه.

په ۱۹۸۰ کې کارټر د رېګن نه صدارتي انتخاب وبېللو خو د رېګن حکومت د کارټر د وخت افغان تګلاره نه یوازې جاري وساتله بلکې د امریکې په امداد کې اضافه وشوه او په یو پړاو به د مجاهدینو سره هر کال د مېلینونو ډالرو مالیت امداد کېدلو. د ټوبېن په قول یوازې د ویرولو په ځای د رېګن حکومت غوښتل چې شوري اتحاد ته ماتی ورکړي.

ټوبېن وايي د کارټر په حکومت دا تنقید بې ځایه دی چې د هېواد په دفاع کې یې د کمزورتیا نه کار اخیستلو بلکه دا هم د کارټر حکومت وو چې د نونسوه اتیایم په لسیزه کې په نړیواله کچه د روس د مخنیوي د تګلارې بنیاد کښېودلو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 3:43 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG