لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: اولمپیک لوبې پیل شوې خو په میلینونو افغانې نجونې د تعلیم او لوبو حق نه لري


د بشري حقونو د څار تنظیم په پېرس کې د اولمپیک نړیوالو لوبو په پیلېدو سره ویلي، په میلینونو نجونې او ښځې په افغانستان کې د زدکړې او لوبو په ګډون له بنیادي بشري حقونو بې برخې کړی شوې دي.

ایچ آر ډبلیو د جولای پر 26مه پر خپله ایکس [مخکینۍ ټویټر] پاڼه په یو پوسټ کې له طالبانو غوښتي چې دا د "سپکاوي" اقدامات ختم کړي او د ښځو پر بنیادي بشري حقونو لګول شوي بندیزونه بیرته واخلي.

د بشري حقونو د څار تنظیم کې د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشتې عباسي په افغانستان کې له ورزش او تعلیمه د افغانو ښځو او نجونو په پرله پسې محرومه کېدو باندې اندېښنه ښکاره کړې ده. ایچ آر ډبلیو په خپل پوسټ کې د مېرمن عباسي له خولې لیکلي:

"اولمپیکس او پېرا اولمپیکس [لوبې] پیل شوې، خو په افغانستان کې په میلینونو ښځو او نجونو د ورزشي لوبو حق نه ورکول کیږي. طالبان باید د ښځو پر حقونو لګولي بندیزونه ختم کړي."

د جوډو لوبغاړی صمیم فیض زاد یواځینی افغان ورزشکار دی چې په افغانستان کې ژوند کوي او د پېرس په اولمپیک لوبو کې برخه لري. هغه وي او اې ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، هیله لري چې په دغو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره میډال وګټي.

طالبان چې د 2021م په اګست کې په دویم ځل د وسلو په زور بیا پر افغانستان واکمن شوي له هغه راهیسې یې نه یواځې د نجونو پر ورزش بندیز لګولی بلکې تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو ته له تللو یې هم منع کړې دي او د ښځو پر کار، ټولنیز او سیاسي فعالیت یې هم بندیزونه لګولي دي.

د افغانستان د اولمپیک د ملي کمېټۍ پخوانی مشر حفیظ الله ولي رحیمي وایي، هیله من دی او د دې لپاره مبارزه کوي چې په افغانستان کې ښځې د نورو انسانانو په څېر د تعلیم، کار کولو، سپورټ او نورو ټولو فعالیتونو حق ولري.

رحیمي د هند پریس ټرسټ آف انډیا خبري رسنۍ ته په مرکه کې ویلي، د نړیوالې ټولنې په وسیله په دې باندې بحثونه روان دي او هیله لري چې طالبان به نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار له حقونو سره سره د لوبو اجازه هم ورکړي.

په پېرس کې د 2024م کال د اولمپیک سیالۍ د جولای پر 26مه د جمعې په پیل شوې چې د 184 هېوادونو او د 206 اولمپیک ملي کمېټیو ښځینه او نارینه ورزشکاران پکې برخه لري.

د اولمپیک په پیل شویو لوبو کې په ګډون کوونکو افغان ورزشکارانو کې درې ښځینه او دوه نارینه په بهر هېوادونو کې ژوند کوي. دوی ددغو سیالیو د لامبو، اېتلیټیک او بایسکل ځغلولو په برخو کې ګډون کوي.

د پېرا ټیکوانډو افغانه لوبغاړې ذکیه خدادادي هم د اولمپیک په لوبو کې شامله ده او د دغو لوبو د پرانیستې په مراسمو کې یې مشعل په لاس کې ګرځولی دی. خدادادي پر خپل ایکس لیکلي چې د اولمپیک لوبو د مشال د لېږدولو ویاړ ور په برخه شوی دی.

د افغانستان د اېتلیټیک فدریشن مشرې روبینا جلالي ویلي، په داسې سختو او اندېښمنو حالاتو کې په اولمپیک لوبو کې د درو ښځينه ورزشکارانو ګډون د هېواد د ټولو ښځو لپاره ستره لاسته راوړنه ده، وایي "هيله لرم زموږ ورزشکاران وکولای شي د هېواد لپاره ښه وياړونه وګټي چې د افغانستان ځورېدلي ملت ته د خوښۍ لامل شي."

په دغو سیالیو کې د درې ښځو په ګډون شپږ لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي، خو طالبانو ویلي هغه درې ښځینه ورزشکارانې نه پیژني چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د اولمپیک د ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي ویلي، د اولمپیک په سیالیو کې یواځې درې نارینه ورزشکاران د افغانستان استازیتوب کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG