د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن (ایچ ار سي پي ) په اسلام اباد کې د غیر دولتي سازمان پتن د ودانۍ په تړل کېدو کلکه نیوکه کړې اؤ ویلي یې دي چې ددې سامان وداني تړل د منلو جوګه عمل نه دی.
د ډان نیوز له مخې غیر دولتي سازمان پن یوه ورځ د مخه په یو بیان کې ویلي وؤ چې د ددغه سازمان د ملي کوارډینیټر سرور باري کور سېل کړی شوی یا تړل شوی اؤ د هغه کورنۍ هم بې دخله کړی شوې ده.
د پتن د دفتر تړل کېدو دا اطلاعات وروسته له هغې مخې ته راغلي چې د روانې میاشتې په پیل کې دغه غیر دولتي سازمان پروسږکال د فرورۍ میاشت کې د شوؤ عامو ټاکنو په اړه یو رپورټ خپور کړی ؤ.
په دغه رپورټ کې ویل شوي وؤ چې په تېرو ټولټاکنو کې د درغلۍ، جبر اؤ ټګۍ 64 نوې سرچینې کارول شوې وې.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په سوشل میډیا یو پوسټ کې د اسلام اباد د پولیسو اؤ انتظامیې له لوري د پتن د ودانۍ تړلو په اقدام کلکه نیوکه شوي اؤ ویل شوي چې دا ګام د ایین د 14 (1) مادې د سرغړونې په مانا دی.
ایچ ار سي پي ویلي چې د وګړو داسې ویرول اؤ ګواښول د منلو جوګه نه دي اؤ د هغوي خبرې ته باید غوږ ونیول شي.
د پتن لخوا په یوه بیان کې ویلي شوي چې د ټولټاکنو په بابله یې له رپورټ خپریدون وروسته د اسلام اباد پولیسو په دوؤ اونیو کې دوه ځله د نیشنل کوارډینیټر سرور باري د کور چکر وهلی دی.
بیان کې ویل شوي چې په 21مه فرورۍ تر یو درځن زیاتو پولیسو د دوؤ مجسټریټانو سره په ګډه د هغه د کور تالاشي واخسته اؤ وروسته یې ورله کور وتړلو .
بیان کې دعوه شوې ده چې پولیسو د سرور باري د مېرمنې سربېره د هغه 90 کلنه ترور هم له دغه کوره په وتلو مجبوره کړه ده.
بیان کې ویل شوي چې د تل په څېر د فرورۍ کال 2024م عامو ټاکنو کې چې د درغلۍ مخې ته په راوړلو پتن ته د سزا ورکولو لپاره کوم جواز جوړول کیږي دا سراسر بې بنیاده دی.
بیان کې زیاته کړل شوې ده چې د عمارت تړل کېدو لپاره دوي ته د دریوؤ کرښو یو نوټس ورکړل شوی چې پکې هیڅ کوټلې وجې نه دي ښودل شوي اؤ پکې ویل شوي دي چې د پتن این جي او رجسټریشن په 19م نومبر کال 2019م کې منسوخ کړل شوی ؤ چې د هغې راپدیخوا دا سازمان په غیر قانوني توګه خپل فعالیتونه کوي .
خو سازمان ویلي چې دوي ته د رجسټریشن د منسوخېدو په اړه هیځ قسم خبرداری نه دی ورکړل شوی .
لندن کې موجود سرور باري خبري شبکې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې اسلام اباد کې د هغه کور د جمعې په شپه سېل کړی شوی ؤ اؤ ښکاره ده چې دا ګام د ټاکنو په اړه د پتن د رپورټ د غبرګون په توګه اخستل شوی دی.
د سرور باري له مخې د هغه مېرمنې عالیه بانو ویلي چې پولیس افسرانو،مجسټریټانو اؤ د اسلام اباد انتظامیې نزدې دوه درځنه کسانو د هغوي د ودانۍ د تړلو په اقدام کې برخه اخستې ده.
Forum