لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دماحولیاتي بدلون له امله دپاکستان دننه دخوراکي توکو کمښت نور هم زیاتیدای شي


د پاکستان حکومت کال ۲۰۱۸ کې پریکړه کړې وه چې کال ۲۰۳۰ پورې به د ابادۍ د ودې کچه ۱.۲ ته راکښته کړی شي
د پاکستان حکومت کال ۲۰۱۸ کې پریکړه کړې وه چې کال ۲۰۳۰ پورې به د ابادۍ د ودې کچه ۱.۲ ته راکښته کړی شي

څيړونکي وایي په داسې حال کې چې په پاکستان کې په چټکتیا سره د زیاتیدونکې ابادۍ له امله د وړاندې څخه د خوراکې توکو دکمې اندیښنې شتون لري، دماحولیاتي بدلون په نتیجه کې د سیلابونو له امله دغه ستونزه نوره هم زیاتیدای شي-

دڅیرونکو ونیا ده چې په دې اړه به ریاستې ادارو ته دخپلو تګلارو د عملې کولو ترڅنګ، د ابادۍ او ددې د اغیزو په اړه پوهې خپرولو لپاره په ولسې کچه پوهانو، مذهبې عالمانو او سیاسې مشرانو ته هم خپل رول لوبول وې-

په اسلام اباد کې دسیمه ایزو مطالعاتو ادارې IRS کې د پاکستان ابادۍ او د خوراکي توکو د تحفظ په موضوع راجوړې شوې مباحثه کې څیړونکو پر دې خبره خبره ټنګار کړی دی چې اوس وخت راغلی چې د پاکستان د زیاتیدونکې ابادۍ او ددې څخه د رامنځته کیدونکو ستونزو په اړه باید عملي ګامونه پورته کړل شي-

د IRS صدر او پخواني سفیر ندیم ریاض وویل د ماحولیاتي بدلون له امله پاکستان ډير اغیزمن شوی دی-

دهغه وینا وه چې دخپلې ابادۍ کنټرول کولو تر څنګ به د یو ایکړ څخه زیات پیداوار تر لاسه کول وي اؤ په دې لړ کې به حکومتی مشرانو، پوهانو او مذهبې عالمانو ته په ګډه کار کول وي-

د کال ۲۰۱۷ د سر شمیرو تر مخه پاکستان د ۲۰۸ میلیونه ابادی سره د نړۍ شپږم لویې هیواد دی، د پاکستان په ابادۍ کې د ۲.۴ فیصده په کچه زیاتوالس دوام لري- د یوې اندازې تر مخه کال ۲۰۲۲ کې دغه ابادی ۲۲۷ میلیونو څخه زیاته شوې ده-

د پاکستان حکومت کال ۲۰۱۸ کې پریکړه کړې وه چې کال ۲۰۳۰ پورې به د ابادۍ د ودې کچه ۱.۲ ته راکښته کړی شي-

په پاکستان کې د نړیوالې ادارې پاپولیشن کونسل مشرې زیبا ستار وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل" مونږ دغه اهداف شل او دیرش کاله وړاندې هم ټاکلی و خو تر اوسه نه دی ترسره شوی ولې چې په هیواد کې د ابادۍ پر کنټرول خبره کیږي خو د پر مختګ پر لارو پرله پسې عمل نه دی لیدل شوی"

هغه زیاتوي" که چرې موږ غواړو پاکستان له بې وزلۍ څخه راپورته شي او یو باثباته او قوي هیواد شي، نو د ابادۍ اساسي مسلې ته به پام راګرځول وي"

حکومت دعوې لري چې په ابادۍ د کنټرول ساتلو د پاره د عامه پوهاوي په ډیرو پروژو کار کوي، چې تمرکز یې د کورنۍ پلان کول دی.

د قامې اسمبلۍ غړې رومینا خورشید عالم، چې د پایداره پرمختیا د اهدافو په اړه فوکل پرسن ده، وویل، دا د خلکو له ښکیلولو پرته نه شي حل کیدای

" که مونږ د ابادۍ د زیاتوالي خبره کوو نو دایانو او ډاکټرانو تربیه کولو ته اړتیا لرو- د غریبۍ او د خوراک د تحفظ لپاره به هم په شخصې او ټولنیزه کچه ټولو، په ځانګړي توګه مطبوعاتو ته خپل رول لوبول وی"

د ګلوبل ډیجیټل رپورټ ۲۰۲۱ تر مخه په هیواد کې ۳۱.۵ فیصده نفوس ټولنیزه رسنیو ته لاس رسی لري،په پاکستان کې رسنۍ اکثره د سیاسي پیښو په اړه خلکو ته د معلوماتو رسولو او په سیاسي فعالیتونو کې ښکیلتیا ته هڅولو کې رول لري. البته دبشرې پرمختیا د پروژو تر څنګ د ابادۍ د کنټرول په اړه پوهاوي خپرولو کې دغه رول د نشت برابر دی-

ستر جرنلسټ عمر خالد بټ وي او اي ډیوه سره خبرو کې وویل، د ضیا الحق په وخت کې پر رسنیو یوه سولګن یا نعره خپریده چې "ماشومان هم دوه ښه دي"دغه رقم کمپاين اوس ولي نه شي کیدای؟

دهغه په وینا رسنیو ته به د تعلیمي پروګرامونو، ساعت تیري او اشعارو له لارې د ابادۍ د کنټرولو د اهمیت او ضرورت هغه پیغام عام ولس ته رسول وې چې هغه پرې پوهه شي-

د پاکستان بیورو اف سټیټسټکس د یوه رپوټ تر مخه، ۱۶ فیصدي نفوس د منځنۍ یا شدید خوراکي خوندیتوب سره مخ دي.

د امریکا د کرنې وزارت لخوا جولایی کال ۲۰۲۱م کې خپور شوي رپورټ کې ویره څرکنده شوې چې د ۲۰۲۱-۳۱- په راتلونکې لسیزه کې، د پاکستان 38 فیصده نفوس د خوراکي توکو له کمي سره مخ کیدا شي.

د ورلډ فوډ پروګرام لخوا ترسره شوې یوه تازه سروی ښایي چې په پاکستان کې شاوخوا ۸۲ فیصده ماشومان پر وخت د خوراک څخه محرومه دي چې په سیمه کې د خوارځواکۍ دوهمه لوړه کچه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG