لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ ویلي دتحریک انصاف دغړو داستعفاګانو په معامله سپیکر ته هیڅ هدایت نه شي کولی


داسلام آباد هایکورټ چيف جسټس اطهر من الله د پاکستان تحريک انصاف د غړو د استعفاګانو دمنلو په اړه د دغه خواست د اورېدنې په مهال ویلي عدالتونه نه بلکې پارليمان دسياسي شخړو دحل کولو لپاره غوره فورم دى
داسلام آباد هایکورټ چيف جسټس اطهر من الله د پاکستان تحريک انصاف د غړو د استعفاګانو دمنلو په اړه د دغه خواست د اورېدنې په مهال ویلي عدالتونه نه بلکې پارليمان دسياسي شخړو دحل کولو لپاره غوره فورم دى

اسلام اباد هایکورټ دپاکستان تحریک انصاف دقامي اسمبلۍ غړو ته پارلیمان کې د کښېناستو یا نه کښېناستو په اړه د واضحه دریځ خپلولو هدایت کړی او ویلي یې دي عدالت د قامۍ اسمبلۍ اسپیکر ته څه لارښودنه نه شي کولی-

د قانون پوهانو تر مخه په قانون کې داسې څه حکم نشته چې دپارلیمان دغړو استعفاګانې باید په ټولیزه توګه ومنل شی یا که د نورو د استعفاګانو سره وتړلی شي-

دا په په داسې حال کې ده چې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو یو اړخ ته په مجموعي توګه دقامي اسمبلۍ دغړیتوب نه استعفاګانې ورکړې دي او پارلیمان کې د ناستې څخه انکارې دي بل پلو ته یې د قامې اسمبلۍ د اسپیکر له اړخه د منظور شوؤ استعفاګانو دځنډولو خواست اسلام اباد هایکورټ ته کړی دی،

د زیارت په ورځ اسلام اباد هایکورټ دخواست اوریدنې په مهال دسیاسې معاملو د پارلیمان د لارې دهواري هدایت کړی او ویلي یې دي چې عدالت د قامي اسمبلۍ اسپیکر ته څه لارښودنه نه شی کولی-

د تحریک انصاف ګوند لسو غړو د قامي اسمبلۍ څخه د خپلو استعفاګانو د منظورۍ په لړ کې تیره ورځ په اسلام آباد هایکورټ ته خواست کړی ؤ چې پکې غوښتنه شوې وه عدالت دې د قامي اسمبلۍ اسپيکر ته لارښوونه وکړي چې باید د استعفاګانو د منلو په اړه خپلې آئيني ذمه وارۍ تر سره کړي.

داسلام آباد هایکورټ چيف جسټس اطهر من الله د پاکستان تحريک انصاف د غړو د استعفاګانو دمنلو په اړه د دغه خواست د اورېدنې په مهال ویلي عدالتونه نه بلکې پارليمان دسياسي شخړو دحل کولو لپاره غوره فورم دى.

چیف جسټس داوریدنې په مهال ویلي" جمهوريت پسې ټوقې مه کوئ، هغه غړي چې استعفاګانې یې نه دي منظورې شوې باید پارلیمان کې کښیني"

هغه دا هم ویلي چې عدالت ته د خواست کوونکو دریځ کې تضاد لیدل شي، یو اړخ ته هغوي غواړي چې د معطل استعفاکانو فیصله دې واورول شي، او بل اړخ ته ویل کیږي دوي استعفاګانې ورکړي او پارلیمان کې ناستې ته تیار نه دي-

د اوریدنې وروسته د تحریک انصاف ګوند د غړو وکیل بیرسټر علې ظفر مطبوعاتو ته وویل، عدالت ویلي د ګوند ددغو لسو غړو له اړخه دې دا خبره واضحه کړی شي چې که چرې د دوي درخواست ومنل شې او ددغه لس غړو د استفاګانو منلو امر وځنډول شې نو ایا دوي به بیا هم د پارلیمان بایکاټ‌ یا پرېکون کوي که یا به پارلیمان کې کښیني؟

تحریک انصاف دریځ لري چې د قامې اسمبلۍ اسپیکر دې ټولې ۱۲۳ استعفاګانې په یو ځائ منظورې کړي یا یې باید په بشپړه توګه رد کړي-

د تحریک انصاف غړی فرخ حبیب چې استعفا یې د قامې اسمبلې اسپیکر منظوره کړې ده، وایي د تحریک انصاف ټولو غړو د قامې اسمبلې څخه پر یو ځائ استعفاګانې ورکړې وې چې پخواني ډپټي اسپیکر قاسم سوري منظورې کړې هم وې خو ونه منلې شوې.

هغه وایي د قامې اسمبلې اسپیکر راجا پرویز اشرف دخپلې خوښې تر مخه استعفاګانې منظوروي اؤ د اډیو لیک مخې ته له راتلو وروسته په دې اړه د حکومت بدنیتي څرګنده شوې ده چې د څه غړو استعفاګانې منظوروي او د څه کسانو نه منظوروي-

بل پلو ته حکومت دریځ لري چې دقامي اسمبلۍ اسپیکر د یو تن په وینا نه بلکې د هر غړي څخه د تصدیق وروسته د هغه استعفا منظورولی شې چې عمل یې دوام لري.

پاکستان د قانون جوړونې او د ټاکنو د شفافیت جاج اخیستونکې ادارې پلډیټ مشر احمد بلال محبوب وایي دتحریک انصاف مقصد و چې ټولې استعفا ګانې پر یو ځاي منظورې شي ترڅو حالات خراب او حکومت ټاکنو اړخ ته لاړشې خو داسې ونه شوه-

هغه زیاتوي په قانون کې داسې کوم حکم نشته چې استعفاګانې مشروط کړل شي او يا د نورو د ليکونو د منلو سره تړاو ولري.

سږ کال د اپریل په ۱۱مه نیټه دپخواني وزیر اعظم عمران خان له چوکۍ څخه د لرې کولو وروسته د تحریک انصاف ګوند مشر شاه محمود قریشي د تحریک انصاف د ټولو ۱۲۳ غړو دپارلیمان دغړیتوب نه د استعفاګانو اعلان کړی و-

د نوي حکومت د راتلو سره اسپیکر راجا پرویز اشرف دپارلیمان نه دمستعفي شوي هر غړي څخه په جلا،جلا توګه د استعفاګانو د تصدیق عمل شورو کړی و او د جولایي په میاشت کې یې د تحریک انصاف د یوولسو غړو استعفاګانې منظورې کړی وې.

دکومو غړو استعفاګانې چې منظورې کړل شوې دي هغوي کې شيرين مزاري، شاندانه ګلزار، علي محمد خان، فرخ حبيب، فضل محمد خان، شوکت علي، فخر زمان خان، اعجاز شاه، جميل احمد او محمد اکرم شامل دي-

الیکشن کمیشن د دوي د استعفاګانو منظوریدو اعلامیه هم جارې کړې او پر دغه چوکیو یې د سردوباره ټاکنو اعلان کړی ؤ چې د سیلابو له سوبه دغه ټاکنې دځنډ ښکار شوې دي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG