لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ: د خلکو د بې درکه کېدو په سر د حکومتي واکدارانو په ضد د غدارۍ مقدمى پکار دي


د انساني حقونو فعالان او د بې درکه کسانو خپل خپلوان وخت په وخت خلکو د بې درکه کېدو په ضد مظاهرې
د انساني حقونو فعالان او د بې درکه کسانو خپل خپلوان وخت په وخت خلکو د بې درکه کېدو په ضد مظاهرې

د اسلام اباد هايکورټ په یوه تفصيلي فيصله کې په پاکستان کې د خلکو په جبري ډول د اوچتېدو په مخيوي کې د ناکامي په سر د پخواني صدر پرويز مشرف او د هغه نه پس ټولو حکمرانانو ته نوټسې جاري کړي او ويلي يې دي چې د خلکو په زور د اوچتولو په غير اعلانيه تګلاره کې د ککړو حکومتي واکدارانو په ضد د غدارى مقدمى چلول پکار دي

بلخوا حکومت د بى درکه تنانو په اړه د اړونده ادارو سره مشاورت لپاره د قانون وزير نذير تارړ په مشرۍ کې د وفاقي وزیرانو یوه کمېټي جوړه کړې ده.

د اسلام اباد هايکورټ مشر جج اطهر من الله حکومت ته د بې درکه خبريال مدثر نارو د لټون لپاره د جون مياشت د ١٧ نيټې مهلت ورکړې او د دې مقدمې په تفصيلي فيصله کې يې د خلکو په جبري ډول د اوچتېدلو واقعات د ملکي سلامتيا لپاره خطر بللی دی ګرځولى دي

فيصله وايي د پخواني پوځي آمر پرويز مشرف او د هغه نه پس هغه حکمران چې د خلکو جبري اوچتولو غير اعلانيه رياستي تګلارى برخه پاتي شوى پکار چې په ضد یې د ملکي دستور د سرغړوني په تور د غدارى مقدمات وچلولى شي.

دا په داسى مهال چې د بشرې حقونو تنظيمونه په پاکستان کې خلکو د بې درکه کېدو په پيښو کې د زياتوالي په پسر انديښنى څرګندوي او د راولپنډۍ د زرعي پوهنتون طالب علم ساحر بلوڅ د بې درکه کيدو په ضد اسلام اباد او پنډۍ کې ميشت بلوڅ زدکوونکو بيا په احتجاج لاس پورى کړى دى.

که څه هم اسلام اباد هايکورټ د کورنيو چارو وزارت ته عدالتې احکامات عملي کولو امر ورکړى خو د وتلى قانون پوهه او د سپرپم کوټ بار پخوانى صدر لطيف آفريدې د دى عملي کيدو په اړه ډیر پرامید نه دی.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کې لطيف آفريدي وويل ياد عدالت د خلکو جبري اچتولو ذمه وار پوځي استخباراتي ادارو پځاى سويليٸن تنان او ادارى په نښه کړي د کوم چې به هيڅ ګټي مځى ته نه راځي.

اسلام اباد هايکورټ د تفصيلي فيصلى د لارى حکومت ته د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ غير دولتي تنظيم ډيفنس آف هيومن رايټس مشرى آمنه مسعود سپارښتنو باندى د غور حکم هم ورکړى دى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې آمنه مسعود وويل هغي د بې درکه خلکو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن د ختمولو Truth and Reconculiation يا پخلاينه کميشن د جوړښت او د خلکو په جبر اوچتول د سزا وړ جرم ګرځولو لپاره قانون سازى سپارښتنى کړى دي.

تير کال نومبر مياشت کې د پاکستان قامي اسمبلى جبري بې درکې پيښو کې د ککړتيا پسر د سزا ټاکلو لپاره قانوني مسودى منظوري ورکړى وه. خو دغه مسوده وړاندې کوونکي د هغى وخت د بشري حقونو مرکزي وزيره شيرين مزاري وايي بيا سينيټ ته دمنظوريدو په عمل کې دسره دغه مسوده بې درکه شوې ده.

څو ورځې وړاندى شيرين مزارى دا دعوه هم کړى وه دغه مسودى وړاندى کوولو پسر هغه د آي آيس آي په حکم د يادى پوځي استخباراتي ادارى مرکز ته د سپيناوي لپاره حاضره شوى وه.

د پاکستان پوځ جبري بې درکې پيښو کې د ککړتيا تورونه ردوي. حکـومتي کميشن پاکستان کې اوس هم د ٢٥٠٠ نه زيات تنان د بې درکه کيدو پخلى کوي خو د بشري حقونو تنظيمونه بلوڅ او پختون ملت پاله ګوندونه وايي دا شميرى د دى نه زياتي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG