لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیو ضد کيمپېن په دوهم پړاو د بلوچستان په کچلاغ کې شاوخوا ۹ زره ماشومان ويکسين کېږي


د کچلاغ سيمې د پوليو مسوول نجیب الله وي او اې ډيوه ته وايي، په سيمه کې زياتره کورنۍ د داسې دي چې د موسم په بدلېدو د یو ځای نه بل ځای ته تګ کوي یا د نورو سیمو نه بلوچستان ته سفر کوي او په خېمو او جوګيو کې ژوند کوي. پوليو کارکوونکو ته ويل شوي، چې يو ماشوم هم له څاڅکو پاتي نه شي
د کچلاغ سيمې د پوليو مسوول نجیب الله وي او اې ډيوه ته وايي، په سيمه کې زياتره کورنۍ د داسې دي چې د موسم په بدلېدو د یو ځای نه بل ځای ته تګ کوي یا د نورو سیمو نه بلوچستان ته سفر کوي او په خېمو او جوګيو کې ژوند کوي. پوليو کارکوونکو ته ويل شوي، چې يو ماشوم هم له څاڅکو پاتي نه شي

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د پوليو ضد کيمپېن لومړۍ برخه يا فېز پای ته رسېدلی، خو دوهم فېز دوام لري. کوټې ته څېرمه په کچلاغ سيمه کې د روغتيايي چارواکي وايي، په پنځه زره کورونو کې د شاوخوا نهه زره ماشومانو ټارګټ ورکول شوی، چې په اوسني کیمپېن کې به د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

د کچلاغ سيمې د پوليو مسوول نجیب الله وي او اې ډيوه ته وايي، په سيمه کې زياتره کورنۍ د داسې دي چې د موسم په بدلېدو د یو ځای نه بل ځای ته تګ کوي یا د نورو سیمو نه بلوچستان ته سفر کوي او په خېمو او جوګيو کې ژوند کوي. پوليو کارکوونکو ته ويل شوي، چې يو ماشوم هم له څاڅکو پاتي نه شي.

نجیب الله وویل ويکسينېټرانو ته ويل شوي چې د موسم د بدلېدو سره د سفر کونکو خلکو ماشومانو ته دې د پولیو ضد وېکسین ور وروي، چې هر کور ته ورشي او که کوم ماشوم پاتي وي، رفيوزل وي او يا هم په کور کې نه وي هغه له ريکارډ سره سم ويکسين کړي." د ماشومانو چې کوم نهه زره درې سوه ټارګټ دی، د پوليو ټيمونه به هر کور ته ورځي، چې يو ماشوم هم پاتي نه شي."

نوموړی زياتوي، چې د کوټې په شمول په بلوچستان کې د پوليو ضد کيمپېن د پوليس او لېويز په بدرګه ترسره کېږي. له هر پوليو ټيم سره پوليس ګرځي، چې هغه د بشپړ امنيت په چاپيريال کې د ويکسين کار سرته ورسوي. "د پوليس په مرسته پوليو کارکوونکي په ښه توګه د ويکسين کار سرته رسوي."

د پوليو کيمپېن د مسوول په خبره بلوچستان ته د افغان کډوالو ترڅنګ له سکهر سيمې هم ډېرې کورنۍ راغلې او دلته په خېمو کې ژوند کوي. موسم د بدلېدو سره سفر کونکي خلک د پوليو وايرس له يوې سيمې بلې ته وړونکي خلک يا های رسک موبايل پاپولېشن ګڼل کېږي.

نجیب الله وویل په یو او بل موسم کې سفر کونکي خلک چې ځينې له کندهار او سند صوبې بلوچستان ته راځي امکان لري، چې د دوی ويکسين نه وي شوی. "دا د وايرس وړونکي خلک ګڼل کېږي، ځکه نو ممکن د پوليو وايرس نورو سيمو ته يوسي. کوم ماشوم چې نه وي ويکسين شوی، په کې هغه کې د وايرس نورو سيمو ته د لېږد خطره ډېره وي."

بلوچستان ته د سند صوبې ترڅنګ د ګرين بېلټ يا نصيراباد او جېکب اباد سيمې خلک هم په ګرمي کې زيات ورځي. د بلوچستان د صحت چارواکي وايي، د دوی لپاره يو مشکل موسم د بدلېدو سره د سفر کونکو خلکو هم دی چې ورسره د ماشومانو د ويکسين ټارګټ يا شمېر هم زياتېږي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG