لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې په ‏‎12‎‏ ساعتونو کې د خبريال کامران داوړ او پوليس په ګډون نهه تنه وژل شوي


په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ هدفي پېښې دوام لري او په تیرو ‏‎12‎‏ ساعتونو کې د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې نهه کسان ‏وژل شوي چې پکې څلور کسان یواځې شمالي کې په هدفي پېښو کې وژل شوي دي. په وژل شويو کسانو کې یو ځايي خبریال او یو د پولیس اهلکار هم ‏شامل دي. ‏

پولیس يادې پېښې تاييد کړي او وايي د هدفي وژنو څلور پېښې شمالي وزیرستان او نورو کې یوه پېښه د صوبې په باجوړ، اورکزو ، بنو، ټانک او جنوبي ‏وزیرستان ضلعو کې شوي دي.‏

لومړی پېښه د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې شوې، د یو تن مړی په داسې حال موندل شوی چې د دغه تن څخه سترګې ایستل شوي او د هغه په ‏وجود نورې د تشدد نخښې موندل شوي دي.‏

پولیس ويلي، د دغه تن پېژندګلو حیات خان په نوم شوې چې د سویلي وزیرستان د پولیسو اهلکار وو، د مې په 13مه د جنوبي وزیرستان مکین تحصیل ‏شیروانګۍ سیمه کې د خپل کور نه بې درکه شوی وو.‏

د هدفي وژنې بله پېښه د ټانک ضلعې اکبري سیمه کې شوې، د یو ځایي تن مړی په داسې حال موندل شوی چې په ګولیو ویشتل شوی. ‏

تیر ماښام د بنو په سیمه کې یو دیني عالم د جماعت نه کور ته تلو پرمهال په یو هدفي برید کې وژل شوی وو. ‏

چارواکي وايي د هدفي وژنو دوه پېښې اورکزو او باجوړ کې شوي دي. ‏

د دوی وینا ده د هدفي وژنو تر ټولو زیاتې څلور پېښې شمالي وزیرستان کې شوې دي چې پکې درې د میرعلي تحصیل، حېدرخېل، او دوه میرعلي بازار ‏کې شوې او یو پېښه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه تپي سیمه کې شوې او په دې پېښه کې یو ځايي خبریال کامران داوړ وژل شوی دی.‏

د شمالي وزیرستان د پرېس کلب مشر صفدر حیات داوړ وايي نوموړی یو ځوان خبریال وو چې د پاکستان یو ځايي ټي وي چینل سره یې کار کولو او په ‏خپله یې د وزیرستان ټي وي په نوم پاڼه لرله چې زیاتره به ې د علاقې د ښکلا او ستونزو په اړه خبرونه خپرول او په ټولنیزو رسنیو به یې د علاقې په امنیت ‏پوښتنې راپورته کولې.‏

هغه وویل نوموړي په ورستیو کې د میرانشاه پریس کلب غړیتوب ترلاسه کولو د پاره خواست کړی وو.‏

دې پېښې ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونون ویل شوی، او صحافتي تنظیمونو ترڅنګ سیاسي ګوندونو د هغه وژنه په کلکه غندلې ده.‏

د سیمې نه قامي پارلیمان پخواني غړي محسن داوړ په اېکس پخواني ټویټر ويلي،

‏"د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې د ځوان خبریال کامران خان په هدفي وژنه سخت خواشینی شوم، هغه د ناامنۍ په وړاندې د خپلو انتقادي نظرونو له ‏امله د ژوند له ګواښ سره مخ وو. له هغه ژوند په ظالمانه توګه واخستل شو. یو روښانه راتلونکی، له هیلو او ژمنو ډک ژوند ټول عمر د پاره خاموش کړل ‏شو".‏

سیاستوال، ننګیال بېټني هم په اېکس ويلي، "د شمالي وزیرستان په تپي کې یو بل پښتون خبریال او د وزیرستان اغېزمنو غږ کامران داوړ د نامعلومو ‏وسله والو له خوا وژل شوی دی. د پښتونخوا په جنوبي او په ځانګړي ډول په صوبه کې نوې شامل کړل شويو قبایلي ضلعو کې هدفي وژنې په داسې حال ‏کې چې هره ورځ مو مازغه او غږونه له لاسه اخلي". ‏

د ډان ورځپاڼې پخواني خبریال انعام خټک د کامران داوړ د دوو تنکیو لوڼو عکس پوسټ کولو سره په اېکس ویلي، "داسې نه ده چې کامران داوړ وژل ‏شوی دی ، بلکې د هغه دوو کوچنیو فرښتو تر ټولو د پام وړ پلار له لاسه ورکړی دی. هیڅوک نشي کولی د لوڼو ساتنه وکړي. حتی تر دې چې یو دولت هم نه ‏شي کولی".‏

د پاکستان د پارلیمان پخواني غړي او د پي ټي ایم مخکښ مشر علي وزیر ویلي، "په پښتونخوا کې په تېرو څو ساعتونو کې د هدفي وژنو شپږ پېښې ‏شوې چې پکې درې شمالي وزیرستان، یو جنوبی وزیرستان، یو اورکزو او یوه بنو کې شوې. بل لور ته بلوچستان کې د سکرو ډک ټرکونه سوځول شوي. د ‏یو پلان سره سم د پښتنو ځان او مال تباه کوي".‏

پولیس وايې تر دې مهال کورنیو په چا دعوېداري نه ده کړې او دې ټولو پېښو مقدمې د نامالومو کسانو پرضد درج کړل شوي او پلټنې یې پیل کړي دي.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG