لاس رسیدونکی لینک

 
د هند وزیراعظم امریکې ته له را رسېدو سره د استخباراتي ادارې له نوې مشرې سره ولیدل
تازه خبر

د هند وزیراعظم امریکې ته له را رسېدو سره د استخباراتي ادارې له نوې مشرې سره ولیدل


د هند وزیراعظم واشنګټن ډي سي ته له رسیدو سمدستي وروسته په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي استخباراتو له نوې مشرې تولسي ګېبرډ سره ولیدل.
د هند وزیراعظم واشنګټن ډي سي ته له رسیدو سمدستي وروسته په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي استخباراتو له نوې مشرې تولسي ګېبرډ سره ولیدل.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي‌ په دوه ورځني سفر د امریکې سرښار واشنګټن ډي سي ته را رسېدلی او هغه به د صدر ډانلډ ټرمپ په ګډون له نورو چارواکو سره هم ویني او د دوه اړخیزو مسایلو په ګډون به پر نورو سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو هم ورسره خبرې کوي.

وزیراعظم مودي د امریکې په وخت د چارشنبې- شورو په ماښام واشنګټن ته له را رسېدو وروسته پر خپل ایکس لیکلي، "لږ وخت وړاندې واشنګټن ډي سي ته ورسېدم. له ډانلډ ټرمپ سره لیدنې او د هند-امریکې هراړخیزې نړیوالې سټرېټیجیکې ملګرتیا جوړولو ته سترګې په لار یم".

نریندرا مودي‌ وایي، دواړه هېوادونه به "د خپلو خلکو د ګټې او د ښه راتلونکي لپاره له نیزدې کار ته دوام ورکړي".

په واشنګټن ډي سي او ورڅېرمه ایالتونو ویرجینیا او مېریلېنډ کې وړه شپه بیا ګڼه واوره شوې چې له کبله یې موسم ډېر یخ دی. نریندرا مودي وایي په همدې یخ موسم کې ورته هندي امریکایانو هم تود هرکلی ویلی دی:

"که څه هم سړه هوا وه، په واشنګټن ډي سي کې مېشتو هنديانو زما ډېر ځانګړی هرکلی وکړ. د دوی مننه".

د هند وزیراعظم واشنګټن ډي سي ته له را رسېدو سمدستي وروسته په واشنګټن ډي سي کې د امریکې د ملي استخباراتو له نوې مشرې تولسي ګېبرډ سره ولیدل، چې د چارشنبې- شورو په ورځ یې د امریکې سېنټ د مقررۍ منظوري ورکړې ده.

وزیراعظم مودي د دې لیدنې عکسونه پر ایکس خپاره کړي‌ او ورته لیکلي یې دي "په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي استخباراتو له مشرې تولسي ګېبرډ سره مې ولیدل. هغې ته مې د منظورۍ مبارکي ورکړه. د هند او امریکا د ملګرتیا په مختلفو اړخونو مو بحث وکړ".

په نوي ډیلي کې چارواکي هیله من دي چې د وزیراعظم مودي دا سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د قوي ملګرتیا د پیل نخښه وي.

واشنګټن ته تر راتګ مخکې ښاغلي مودي په فرانس کې د مصنوعي ذهانت (اې ای) په اړه په یو نړیوال کانفرانس کې ګډون وکړ او هلته یې د فرانس د صدر په ګډون د امریکې له مرستیال صدر جې ډي وېنس سره هم ولیدل.

د هند د بهرنیو چارو سیکرټري ویکرم میشري ویلي چې هند او امریکا تر خپل منځ تلپاتې اړیکې لري او وایي "دا زموږ یو له قوي نړیوالو همکاریو څخه دی".

څېړونکي په دې باور دي چې د تجارت او کډوالۍ په اړه د دواړو هېوادونو تګلارې کېدای شي پر راتلونکو اړیکو اغېز وکړي. دا دوه مسایل د امریکا د ولسمشر ډنلډ ټرمپ له لومړیتوبونو څخه دي.

د څېړونکو په وینا تجارت د امریکې او هند دواړو لپاره مهم دی. نوي ډیلي لا دمخه ګامونه اخیستي چې دا څرګنده کړي د صدر ټرمپ د اندیښنو ختمولو ته تیار دي.

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت د هند له وزیراعظم سره ټیلیفوني خبرې کړې وې او د منصفانه دوه اړخیز تجارت پر لور یې د تګ پر اړتیا ټینګار کړی وو.

د سوداګرۍ په برخه کې د صدر ټرمپ اعلی سلاکار او د ملي اقتصادي کونسل مشر کېوین هیسټ د دوشنبې- ګل په ورځ له سي این بي‌ سي سره په مرکه کې وویل، په هند کې ګمرکي محصولات ډېر لوړ دي. هند ته د امریکې برآمدات د لوړو تعرفو یا محصولاتو له امله محدود دي.

نوی ډیلی د تجارت په سر له امریکې سره تاوتریخوالی نه غواړي. د دې میاشتې په شروع کې يې اعلان وکړو چې په ځینو درامداتو به د ټېکس شرح کمه کړي او دا ډول به ترې امریکايي برامدات ګټه ترلاسه کړی شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG