لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق: د اسلامي دولت/داعش ډلې مهم مشر او ۸ نور کمانډران یې وژلي


بغداد د نهې یا سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې عراقي ځواکونو د اسلامي دولت/داعش ډلې نهه کمانډران وژلي چې د اورپکو یو لوړ پوړي شخصیت پکې هم شامل دی، پنټاګون وویل چې دوه امریکایي پوځیان په عملیاتو کې ټپیان شوي دي.

د عراق د ګډو عملیاتو کمانډ په یوه بیان کې ویلي چې د ترهګرۍ ضد ځواکونو "د داعش د عراق لپاره تش په نامه والي په ګډون نهه ترهګر وژلي" چې نوم یې جاسم المزروي ابو عبدالقادر دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شمالي حمرین په غرونو کې برید د امریکا په مشرۍ د جهادي ضد ایتلاف له لوري د تخنیکي ملاتړ او استخباراتي معلوماتو په مرسته ترسره شوی او ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې په زیاته اندازه وسلې نیول شوي.

د پنټاګون ویاند مېجر جنرل پاټ رایډر وویل چې د شپې د امریکا مرکزي کمانډ او عراقي ځواکونو په ګډه برید کې د داعش څو جګپوړي مشران په نښه کړل".

هغه خبریالانو ته وویل، "د برید په نتیجه کې د داعش ګڼ فعالان ووژل شوی"

رایډر وویل، "مونږ د دوو امریکایي پوځیانو د ټپي کیدو راپورونه لرو، هغه زیاته کړه چې دواړو درملنه روانه ده خو په ښه حالت کې دي"

داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او ګاونډي سوریې لویې برخې نیولې ویاو خپل "خلافت" یې اعلان کړې وو.

داعش په ۲۰۱۷م کې په عراق کې د سیمه ایزو ځواکونو چې د نړیوال پوځي ایتلاف لخوا یې ملاتړ کیږي ماتې وخوړه، او په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې د امریکا تر ملاتړ لاندې کرد ځواکونو وروستۍ سیمه هم ترې ونیوله.

خو د دغې ډلې پاتې شونې په عراق کې فعالې پاتې دي او وخت په وخت بریدونو ته دوام ورکوي.

د وزیر اعظم محمد شیعه السوداني د دفتر لخوا بیان خپور شوي چې پکې ویل شوي "د عراق تش په نامه والي او د داعش ترهګرې ډلې د اتو لوړ پوړو مشرانو سره وژل شوي دي.

سوډاني وویل چې عملیاتو د حمرین په غرونو کې د داعش پټنځایونه په نښه کړل او ژمنه یې وکړه چې په عراق کې هرچیرې چې وي جهادیان به تعقیب کوي او له منځه به یې وړي".

عراقي امنیتي ځواکونو چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې ملاتړ کوي، د داعش پر مشکوکو پټنځایونو ګڼ بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د دې میاشتې په پیل کې د عراقي ځواکونو لخوا ترسره شوي فضایي حملو کې د داعش یو جګپوړی کمانډر او درې نور وسله وال وژل شوي دي.

د اګست په پای کې، د امریکا او عراقي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د عراق په لویدیځه صحرا کې د داعش ډلې ۱۵ جنګیالي ووژلي وو.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا د جولای په میاشت کې خپور شوی راپور اټکل کړی چې په عراق او سوریه کې شاوخوا ۱۵۰۰نه تر ۳۰۰۰ پورې وسله وال پاتې دي.

امریکا په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰پوځیان او په سوریه کې ۹۰۰ پوځیان د ایتلاف د یوې برخې په توګه لري، کوم چې واشنګټن او بغداد تیره میاشت اعلان وکړ چې په عراق کې به د یو کال په اوږدو کې خپل پوځي مشن پای ته ورسوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG