لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايرلينډ، ناروی او سپين به د فلسطين رياست په رسميت پېژني


د فلسطيني رياست تصور چې کوم ناروی وړاندې کړی هغه د حماس جنګيالو د سوچ رياست نه دی چا چې په غزه کې د کال 2007 نه حکومت کړی بلکې د فلسطين انتظاميې هغه وړاندې کړی رياست دی څوک چې د غربي غاړې په ځينې برخو کې واکمني لري.
د فلسطيني رياست تصور چې کوم ناروی وړاندې کړی هغه د حماس جنګيالو د سوچ رياست نه دی چا چې په غزه کې د کال 2007 نه حکومت کړی بلکې د فلسطين انتظاميې هغه وړاندې کړی رياست دی څوک چې د غربي غاړې په ځينې برخو کې واکمني لري.

د شورو،چهارشنبې په ورځ ايرلينډ، ناروی او سپين هېوادنو د فلسطين رياست په رسميت د پېژندو اعلان وکړ او وايي په غزه کې د اسرايل او حماس د روانې جګړې ختمولو او تل پاتي امن يوازينی حل د دوو رياستونو جوړول دي.

د ناروی وزير اعظم جانس ګهر سټورې وويل “په غزه کې روانې جګړې دا بېخي په ډاګه کړې چې امن او قلاری راوړل به د فلسطين د سوال په حل کولو کيږي”.

“د اسرايل او فلسطين په اوږده جګړه کې جنګ تر ټولو ټيټه نقطه ده. په منځني ختيځ کې حالات په ډېرو کلنو کې دومره نه وو خراب شوي”.

ناروی وايي نړيواله موافقه ده چې د دوو رياستونو د جوړولو ضرورت دی په شمول د دې چې دې مياشت د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې اکثريت ووټ به د فلسطين رياست د نړيوالې ټولنې برخه جوړولو په حق کې وشي.

د سپین وزير اعظم فېدرو سانچېز وايي “پرېکړه په امن، انصاف او يوالي اډانه ده. وخت راغلی چې د الفاظو نه عمل ته واوړو”. درېواړه ملکونه وايي د دوی د فلسطين رياست په رسميت د پېژندلو پرېکړه به په اتويشتم می عملي کيږي.

د اسرايل وزير خارجه اسرايل کيټز په غبرګون کې د ايرلينډ او ناروی نه په اجله توګه اسرايلي سفارتکاران بيرته د بللو اعلان کړی. کيټز ويلي د فلسطين په رسميت پېژندل حماس او ايران ته جايزه ورکول دي او په اووم اکتوبر په اسرايل د حماس د حملې په نتيجه کې د وژل شوو خلکو د ياد سره ناانصافي ده.

کيټز وايي “اسرايل به د هغه چا په مقابل کې غلی پاتې نه شي چې غواړي د اسرايل سالميت او امنيت په خطر کې واچوي”.

د ايرلينډ وزير اعظم سايمن هيرېس ويلي ايرلينډ بغير د کوم شک شوبې د اسرايل رياست او د ژوند حق تسليموي چې د خپلو ګاونډيانو سره په امن او تحفظ کې ووسي. هيرېس په حماس غږ وکړو چې په غزه کې نيولي ټول يرغماليان دې ازاد کړي.

هيرېس د ايرلينډ تاريخ ته په کتنه وويل دا څومره مهمه وي چې کله د نورو هېوادونو لخوا په رسميت څوک وپېژندل شي.

د فلسطيني رياست تصور چې کوم ناروی وړاندې کړی هغه د حماس جنګيالو د سوچ رياست نه دی چا چې په غزه کې د کال 2007 نه حکومت کړی بلکې د فلسطين انتظاميې هغه وړاندې کړی رياست دی څوک چې د غربي غاړې په ځينې برخو کې واکمني لري.

د ناروی وزير اعظم وايي د منځني ختيځ حالات دومره کله نه وو خراب شوي او د فلسطيني رياست منل د هغه ميانه رو قوتونو مرسته ده چې په دې ظالمه جګړه کې د بيلات سره مخ دي.

“د جګړې په منځ کې چې په لسګونو زره خلک پکې ووژل شول، مونږ له پکار ده چې يوازيني بديل ژوندی وساتو کوم چې د اسرايل او فلسطين ترمنځ سياسي حل ته لاره پرانيزي. دوه رياستونه، چې په امن او حفاظت کې څنګ په څنګ ووسي”.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG