لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په کابل کې د بم چاودنې ذمه واري منلې


افغان پولیس په دشت برچي د بم چاودنې د ځای کتنه کوي
افغان پولیس په دشت برچي د بم چاودنې د ځای کتنه کوي

داعش وسله والې ډلې د جمعې په ورځ د سوشل میډیا په ټېلېګرام نومې وېب پاڼه د افغانستان سرښار کابل کې د هغه بم چاودنې ذمه واري ومنله چې څلور تنه یې وژلي او اووه نور کسان یې زخمیان کړي دي.

دغه بم چاودنه د زیارت، پنجشنبې، په ماښام د کابل په مغربي برخه دشت برچي کې د ورزېش په یو کلب یا جېم کې وشوه.

په دشت برچي کې زیاتره ابادي د شیعه مسلمانانو ده.

داعش چې سني ډله ګڼل کېږي، ویې وېل وسله والو يې د کلب په یوه کوټه کې بم اېښودی و.

خبریالانو ته یو په پېغام کې د کابل د پولیس ترجمان خالد ځدران وویل د چاودنې په اړه تحقیقات لا دوام لري.

ځدران وویل په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او اووه نور زخمیان شوي دي. په ابتدايي توګه په چاودنه کې د دوو کسانو د وژل کېدو معلومات ورکړی شوي وو.

طالبانو په سمدستي ډول چاودنې د مسولیت په اړه د داعش په بیان څه نه دي و نه وېل.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش په کابل او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

د افغانستان هزاره ټولنه، چې اکثریت غړي یې شیعه مسلمانان دي، د دې نه مخکې هم په حملو کې په هدف شوي.

طالبان وخت په وخت د داعش خلاف د عملیاتو او د ډلې د وسله د وژلو او نیولو خبرونه هم مطبوعاتو سره شریکوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG