لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش خراسان وسله والې ډلې په بامیان کې هغه حمله منلې چې د سپېن درې شهریان په کې وژل شوي دي



په کال ۲۰۰۱ کې په خپل تېر حکومت کې طالبانو په بامیان کې د بدها دوه لوی مجسمې تباه کړې په نړیواله کچه د طالبانو د دغه ګام سخت غندنه شوې وه. طالبانو د بامیان مجمسې غېر اسلامي بللې
په کال ۲۰۰۱ کې په خپل تېر حکومت کې طالبانو په بامیان کې د بدها دوه لوی مجسمې تباه کړې په نړیواله کچه د طالبانو د دغه ګام سخت غندنه شوې وه. طالبانو د بامیان مجمسې غېر اسلامي بللې

وسله والې ډلې داعش خراسان د افغانستان په بامیان ولایت کې د هغه حملې ذمه واري منلې چې د سپېن درې سېلګري او یو افغان وژل شوي دي.

د سپېن خارجه وزارت په بامیان کې د جمعې په ورځ د ډزو په حمله کې د خپلو دریو شهریانو د وژل کېدو او د یو شهري د زخمي کېدو تصدیق کړی دی.

داعش خراسان ډلې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په خپل ټېلېګرام چېنل د بامیان د حملې ذمه واري ومنله.

د طالبانو د داخله وزارت ترجمان عبدالمتین قانع ویلي په بامیان کې د حملې په لړ کې څلور کسان نیول شوي دي. هغه وویل د دریو غېر ملکیانو ترڅنګ یو افغان هم په حمله کې وژل شوی او څلور نور غېرملکیان او درې افغان زخمیان شوي دي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې داعش خراسان په افغانستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې. طالبان وخت په وخت د ډلې خلاف د عملیاتو خبرونه هم ورکوي.

د روېټرز خبري ادارې د خبر ترمخه د بیا واکمنېدو وروسته طالبانو په ملک کې د امن او امان بحالولو لوظ کړی او سېلګرو ته حوصله ورکوي چې افغانستان ته ورشي. رپورټ وایي طالبانو بامیان ته د تګ ټېکټونه خرڅ کړي دي.

داعش د دې نه مخکې په کابل کې په چینایانو د حملې مسولیت منلی و. د کال ۲۰۲۲ په کابل کې په هغه هوټل چې زیاتره چینایان په کې پاتې کېدل بم چاودنه کې ځینې چینایان زخمي شوي وو.

د جمعې په ورځ په بامیان کې د حملې په اړه په ټولنیزو عکسونو کې لیدل کېدل چې په ډزو وژل شوي او ټپي‌ کسان په بازار کې له ولاړو موټرو سره پراته دي خو څوک ورته نیژدې د دوی د اخیستو په حال کې نه لیدل کیږي.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو او عامو خلکو ګڼ شمېر لوی او واړه بریدونه شوي دي..

په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې په خونړیو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي، په ځانګړې توګه د کابل په دشتِ برچي او نورو هزاره مېشتو سیمو کې پر شیعه مسلمانو سترې حملې شوې دي‌ چې ذمه وارۍ یې داعش خراسان ډلې منلې دي.

په کال ۲۰۰۱ کې په خپل تېر حکومت کې طالبانو په بامیان کې د بدها دوه لوی مجسمې تباه کړې.

په نړیواله کچه د طالبانو د دغه ګام سخت غندنه شوې وه. طالبانو د بامیان مجمسې غېر اسلامي بللې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG