لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام اباد کې پښتون لاریون وځنډول شو


د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د پښتنو لخوا پیل شوی احتجاجي لاریون وروسته له هاغې د یوې میاشتې لپاره وځنډول شو کله چې حکومت د لاریون کونکو د غوښتنو د منلو ژمنه وکړه.

دغه لاریون په کراچۍ کې د پولیسو لخوا په یوې جعلي جګړه کې د ۲۷ کلن پښتون ځوان نقیب الله مسید له وژل کېدو وروسته د پښتنو د خوندیتوب د غورځنګ لخوا پیل شوی و چې نن یې لسمه ورځ وه.

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار امیر مقام د دفتر لخوا د لاریون د پای ته رسېدو پرمهال یوه اعلامیه خپره شوېده چې په کې راغلي دي:

۱-نقیب محسود د ټول ولس ځوی دی. دا زمونږ دنده ده چې څومره ژر چې کېدای شي تورن راه انوار عدالت ته راکاږل شي.

۲-په فاټا کې باید د ماین پاکۍ پروګرام په چټکۍ سره پیل شي. وزیراعظم د خیبرپښتنونخوا حکومت ته لارښونه وکړه چې هغو کسانو ته دې معاوضه ورکړل شي څوک چې ددغو ماینونو له امله مړه او ژوبل شویدي.

۳-وزیراعظم ژمنه وکړه چې د نقیب الله مسید په نامه به د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې یو کالج جوړ کړای شي.

۴-وزیراعظم دا هم وویل چې د جرګې د غړو لخوا په ټولو وړاندې شویو اندېښنو باندې به غور وشي.

۵-د جرګې غړو له وزیراعظم او د حکومت له نورو چارواکو څخه مننه وکړه او وزیراعظم ته یې دا ډاډ ورکړ چې لاریون به ژر پای ته رسوي.

لاریون کونکو پښتنو چې شمېر یې زرګونو ته رسېده پنځه ځانګړې غوښتنې درلودې.

١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړای شي.

٢ـ د عدالتونو د فیصلو پرته دې د امنیتي ادارو لخوا وژنې بندې کړای شي.

٣ ـ د امنیتي ادارو لخوا وړل شوي او بې درکه شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړای شي.

۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو ګرځ بندیز (کرفیو) نه لګول کیږي

٥ ـ فاټا دې د خښ کړای شویو ماینونو څخه پاکه کړای شي.

دا لا څرګنده نه ده چې حکومت به د لاریون کونکو پښتنو سره خپلې کړې ژمنې د یوې میاشتې په موده کې پوره کړي او که څنګه خو د پښتنو د خوندیتوب د غورځنګ لخوا په ټوېټر باندې لیکل شویدي چې که په دغې نېټه کې پوره نشي نو دوی به بیا لاریون وکړي.

د پښتنو د خوندیتوب د غورځنګ (د پښتنو د تحفظ مومنټ) مشر منظور پشتین د لاریون د ځنډېدو په اړه په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي:

"په فورمونو کې مو د ټیلیفون شمېرې ولیکي، ځکه لا نه پوهیږو خو کچېرې مو غوښتنې په یوه میاشت کې و نه منل شي نو مونږ به یو میاشت وروسته بیا سره راټولیږو. "

د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاجي لاریون په پلوي او ملاتړ په کراچۍ، واڼه، پېښور، کوټه او حتی په کابل او د افغانستان په یوشمېر نورو ښارونو کې هم لاریونونه شویدي.

له دغو لاریون کونکو څخه افغان ولسمشر اشرف غني او ګردو افغانانو تود هرکلی کړی و او دا یې د پښتنو لخوا د خپلو مشروع حقونو او غوښتنو یوه قانوني ناره ګڼلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG