لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د حکومت په مخالف تحریک کې د شاملېدو اظهار کړی


پرون ناوخته د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو سره  ليدو وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان ويلي، د جمهوریت او دستور بالادستۍ د پاره به هڅې جاري ساتي او کیدې شي، ګوند یې د حکومت پرضد جوړ تحریک (تحفظ ايين) نومې غټ حزب اختلاف برخه جوړ شي
پرون ناوخته د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو سره  ليدو وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان ويلي، د جمهوریت او دستور بالادستۍ د پاره به هڅې جاري ساتي او کیدې شي، ګوند یې د حکومت پرضد جوړ تحریک (تحفظ ايين) نومې غټ حزب اختلاف برخه جوړ شي

د څو مقدمو سره مخ په جېل کې بندي د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ويلي، د ګوند په مرکزي وياند یې په اسلام آباد کې شوي بريد څخه ښکاري چې نظام د کوتکو ( ډنډې ) په زور چلول کېږي او په خپلو کارکنانو يې د احتجاج د پاره د تیار اوسېدو غږ هم کړی دی.

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم څرګنده کړې چې ممکنه ده هغه د حکومت پرضد د مخالفو ګوندونو د تحریک برخه جوړ شي.

پرون ناوخته د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو سره ليدو وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان ويلي، د جمهوریت او دستور بالادستۍ د پاره به هڅې جاري ساتي او کیدې شي، ګوند یې د حکومت پرضد جوړ تحریک (تحفظ ايين) نومې غټ حزب اختلاف برخه جوړ شي.

مولانا فضل الرحمان ويلي، "مونږ د احتجاجي تحریک پرځای غواړو چې د مذاکراتو د لارې مسلې حل کړو خو په چا اعتماد وکړو او مذاکرات به د چا سره کوو؟ د وزیراعظم سره يا بیا د پوځ د مشر سره؟".

له دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځينومشرانو ویلې دي چې د حکومت په ځای اسټبلشمنټ سره مذاکراتو ته تیار دي خو بیا د پوځ ویاند په يو خبري کانفرنس کې ویلي وو اول دې د نهمې مې د تشدد په پیښود زړه نه معافي وغواړي.

د پاکستان تحریک انصاف يا بل کوم ګوند لخوا په انتخاباتو کې د درغليو د تورونو په سر احتجاج به په حکومت فشار راوړي؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې خبریال علي اکبر وايي چې پاکستان تحریک انصاف او جمعیت علما اسلام په رابطو کې دي او يو داسې اتحاد جوړول غواړي چې بیا په پوځي استبلشمنټ فشار زیات کړي.

"خو زما نه دی خیال چې موجوده وخت کې به دوي په دې کې کامیاب شي بل په دې دواړو ګوندونو یې مخالفين دا تور لګوي چې تل د پوځي اسټبلشمنټ په مرسته اقتدار ته رسېدلي دي".

په جېل کې بندي عمران خان په خپلو کارکنانو يو ځل بیا د احتجاج دپاره تيارېدو غږ کړی دی.

خبریال عبدالله مومند وایي، دا وخت مولانا فضل الرحمان هغه ټول قوتونه يو ځای کول غواړي کوم چې د اسټبلشمنټ خلاف دي بله دا چې تحریک انصاف ته هم د جمعیت علما اسلام په شان يو داسې سياسي ګوند ته اړتيا لري، چې د ضرورت په وخت د يو غټ احتجاج وړتيا لري، ځکه چې د نهمې مې د پېښو وروسته تحریک انصاف ګوند هغه شان ازاد نه دی او د دې ګوند اکثره مشران اوس هم په ويره کې دي.

پاکستان کې اکثره سیاسي ګوندونه په پوځ په سیاست کې د لاس وهنې تور لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي خو هم دغه سیاسي ګوندونه لکه پاکستان تحریک انصاف بیا هم دا وايي چې مذاکرات به يواځې د پوځ سره کوي.

د پاکستان تحریک انصاف په دې دریځ حکومت کې شامل پاکستان پیپلز ګوند وايي، اسټبلشمنټ سره د مذاکراتو خواهش لرونکي ګوند سره معاملات مخ په وړاندې نه شي تللی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG