لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیاسي ګوندونو له سخت مخالفت وروسته د وزیراعظم ماڼۍ ویلي د پراخې کچې په هیڅ عملیاتو غور نه کیږي


PAKISTAN-WAZIRISTAN/ File Photo
PAKISTAN-WAZIRISTAN/ File Photo

د 'عزم استحکام' په نوم عملیاتو سره د سیاسي ګوندونو لخوا له سخت مخالفت ښودل کېدو وروسته د پاکستان وزیراعظم ویلي چې هیواد کې په پراخه کچه داسې هیځ علمیاتو غور نه دی روان چې له امله به یې خلک کډوالۍ کډوالۍ ته اړ شي.

د ګل په ورځ د وزیراعظم له ماڼۍ خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې د 'عزم استحکام 'عملیاتو مقصد د وړاندې نه د استخباراتي معلوماتو په اساس روان عملیات لا پسې متحرک کول دي.

بیان کې ویل شوي چې له ددې عملیاتو موخه د ترهګرو د پاتې شونو یا باقیاتو موجودیت له مینځه وړل، اؤ د جرمونو اؤ ترهګرۍ د پیوستون له امله ددې د سهولت کارانو اؤ له تشدد د ډک تند لاریتوب نوغی ویستل دي.

د وزیراعظم له ماڼۍ خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ددې عملیاتو له لارې به د ملک د اقتصادي پرمختیا اؤ خوشحالۍ لپاره خوندي چاپېریال باوري کولی شي.

بیان کې ویل شوي چې د ملک د دایمي امن اؤ استحکام لپاره اعلان کړل شوی وژن یا نظر 'عزم استحکام' غلط ګڼل کیږي اؤ دا د تېرو مسلح عملیاتو لکه 'ضرب عضب' اؤ 'راه نجات' سره پرتله کولی شي .

بیان وایي دغو تېرو عملیاتو کې هغه سیمې چې له عملدارۍ وتلې اؤ د ریاست ځواکمني پکې چیلنج کېده ، هغه له ترهګرو پاکولی اؤ د ریاست واکمني پکې ټینګولی شوه.

د وزیراعظم هاوس بیان کې ویل شوي چې ددغو عملیاتو لپاره د سیمه ییزې ابادئ په پراخه کچه بې کورئ اؤ اغېزمنو سیمو څخه د ترهګرو بشپړه خاتمې ته اړتیا وه خو دا مهال په ملک کې داسې هیڅ د لاسرسي نه بهر سیمې نشته څکه چې په تېرو عملیاتو کې ترهګرو ته ماتې ورکړل شوې ده اؤ د هغوي د منظمو عملیاتو توان ختم کړل شوی دی.

د بیان له مخې، ځکه نو په لویه کچه داسې په هیڅ پوځي عملیاتو غور نه دی روان چې له امله یې د خلکو بې کورۍ ته اړتیا پیدا شي.

اوړمه ورځ وزیراعظم شهباز شریف د نیشنل ایکشن پلان د ایپکس کمیټې په غونډه کې هیواد کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو منظوري ورکړې وه چې د ملک بیلا بیلو سیاسي ګوندونو دې عملیاتو سره سخت مخالفت ‍ښودلی ؤ اؤ ویلي یې هیواد کې به یو ځل بیا د پوځي عملیاتو له لارې د خلکو بې کوره کېدل، وژل کېدل اؤ بې کوره کېدل ونه مني.

د سياسي مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وؤ، په ملک کې د اېپکس کمېټۍ په غونډه چې د کوم عزمِ پاکستان عملياتو منظوري ورکړل شوې، دغه عزمِ پاکستان به د عدم پاکستان سبب وګرځي.

د جون په 24مه کوټه کې په يوه خبري غونډه کې هغه ویلي وؤ، په ملک کې د رياست رټ د نشت برابر دی که په خېبرپښتونخوا کې دی او که په بلوچستان صوبه کې دی، وسله واله ډلې په ښکاره توګه سيمې په خپله ولکه کې اخلي.

هغه زياته کړې وه، حکومت "اوس د عزمِ پاکستان عملياتو اعلان وکړو، دا عزمِ استحکام نه دی عدم استحکام دی او دا به پاکستان نور کمزوری کړي، پخوا چې څومره عمليات شوي دي لږ خو د هغې نتيجې مخې ته کېږدئ چې مونږ چرته ولاړ يُو"

همدا شان د عوامي نیشنل ګوند مشر سینیټر ایمل ولي خان پرون د سینیټ غونډې ته وینا کې ددې عملیاتو سره سخت مخالفت ‍‍‍ښودلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ د عزم استحکام په پلمه خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبې بیا اور ته دیکه کولی شي .

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ دا د ډالرو ګټلو لپاره یوه نوې ډرامه ده چې وژل کیږي به پکې پښتانه اؤ ګټې به یې جرنیلانو ته رسي.

څیړونکي وایي پوځي عمليات وړاندې هم شوي خو څو پورې چې د ولس مرسته او اعتماد نه وي ترلاسه کړل شوې او کره پاليسي نه وي جوړه شوې، ترهګري داسې نه شي ختمېدی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG