لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د تېلو د کمپنۍ  هیليکاپټر غورځېدلی، د بهرنیو په ګډون 6 تنه وژل شوي، اته ژوبل


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

ځايي چارواکي وایي د افغانستان د پولې تر څنګ د پښتونخوا په جګړه ځپلې قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د ماړي پټرولیم کمپنۍ یو هیليکاپټر رانسکور شوی چې پکې د دوؤ بهرنیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه انتظامي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا پېښه د خالي یا شنبې په ورځ په شیوا تحصیل کې شوې ده. ځایي پولیس افسر احمد خان اې پي ته ویلي پېښه هغه وخت شوې چې د هیلیکاپټر انجن کار پرېیښی دی.

سرچینې وایي غورځېدلي ایم آی 8 هیليکاپټر کې 14 کسان سپاره وو، چې په هغوی کې درې غیرملکي روسي پایلټان او نورې عملې سره د ماړي کمپنۍ افسران هم شامل وو او سیمې ته د کمپنۍ جاج اخستو د پاره تللي وو.

د سرچینو په وینا په هیليکاپټر کې د ماړي پټرولیم کمپنۍ چارواکي دشمالي وزیرستان شیوه تحصیل کې د آیل فیلډ مرکزي دفتر ته وړل شوي وؤ اؤ کله چې دغه چارواکي د بېرته تګ لپاره هیليکاپټر کې کښیناستل اؤ هیليکاپټر پورته کېدو نو په هغه مهال پکې څه تکنیکي ستونزه راپېدا شوې اؤ هیلي کاپټر غورځېدلی دی.

ځایي چارواکي وایي له ابتدایي معلوماتو داسې ښکاري چې دا پېښه د ترهګرۍ بڼه نه لري اؤ هیليکاپټر د تکنیکي ستونزې له امله راغورځېدلی دی.

چارواکو تصدیق کړی دی چې په دې پېښه کې د دوؤ بهرنیانو په ګډون شپږ کسان پر ځای مړه شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

مړي اؤ ژوبل کسان د هنګو ټل سیمه کې پوځي روغتون ته رسول شوي دي. د روغتون سرچینې د ټپیانو حالت مرګونی یادوي.

سرچینې وایي په مړو شوؤ کې دوه کسان خارجیان هم شامل دي خو تر اوسه په رسمي ډول دا پخلی نه دی شوی چې دا بهرني وګړي د کوم هیواد دي؟ خو د سیمې نه ازادو سرچینو ډیوه او اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې خارجیان د روس وګړي دي.

د ماړي په نوم د چین د پټرولو دغه کمپني د اوږدې مودې راهسې په سیمه کې د تېلو اؤ ګیس لټون کوي .

دې نه وړاندې د کمپنۍ په کارکوونکو او انجنېرانو په سیمه کې په وار، وار حملې شوې او تښتول شوي دي اؤ اکثره په دغه کمپنۍ د شوؤ بریدونو ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان حافظ ګل بهادر ډلې وسله والو پغاړه اخستې ده.

خو په سیمه کې یو اعلا امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه وویل ددې پېښې پلټنې شوي اؤ د لومړنیو مالوماتو له مخې، دا پېښه د انجن د خرابۍ له امله رامنځته شوې او د هر ډول ترهګرۍ نښې نښانې پکې نه دي موندل شوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG