لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا صدارتي ټاکنو لپاره د ډېموکرېټ ګوند امکاني کاندیده کاملا هېرېس څوک ده؟


Election 2024 Harris
Election 2024 Harris

د امریکا صدر جو باېدڼ او د ډېموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جوباېډن لخوا د صدارتي زغل نه د وتلو او د ګوند د صدارتي کاندید لپاره د کاملا هېرېس د ملاتړ د اعلان وروسته د کاملا هېرېس نامه یو وارې بیا د امریکا مطبوعاتو تر څنګ په نړیواله توګه هم یادیږي.

کاملا هېرېس لومړۍ ښځه، تورپوستې، د کډوالو لور او هندي نسله ښځه شوه چې په امریکا کې په دومره لوړه څوکې وټاکل شوه.

مېرمن هېرس د دوو پیړیو څخه روان د امریکا هغه روایات هم بدل کړو چې د امریکا مشري به تل سړو ،‌ په خاصه توګه سپېن پوستو سړو کوله.

شپږ پنځوس کلنه کاملا هېرېس د کلیفورنیا ایالت نه د ډیموکرېټ ګوند سېنیټره وه. د هغې مور یې د18 کالو په عمر کې د هندوستان نه او پلار یې د جمیکا نه امریکا ته د کډوالو په هیڅ راغلي وو.‌

نوموړي‌ په اصلي توګه د امریکې بېلا بېلو نسلونو یو والی (اتحاد) ښايي، کوم چې د امریکا د طاقت په ځاینو کې ډیر کم لیدلې کیدو.

د یو تور پوستې امریکایۍ په حیث کاملا هېرېس ډیر په ښکاره توګه د پولیسو د زور زیاتو او په امریکايي نظام کېد نسلي توپیر پرضد غږ پورته کړی دی. د هغې بریا هغه میرمنو ته حوصله او ډاډ ورکوي څوک چې څلور کاله وړاندې د هیلري کلنټن له ماتې سره نا امیده شوې وې.

کله چې د ډیموکریټ ګوند لخوا د صدارت د امیدوار جوړیدو لپاره نوموړې خپلې هلې ځلې ختمې کړی نو ښاغلي بایډن د ځان سره کاملا هېرېس د مرستیالې صدرې په توګه ونومله او د غیرسرکاري نتېجو تر مخه صدر ټاکل شوي جو بایډن سره به د امریکا د مرستیالې صدرې په توګه د جنورې په 20مه نېټه څوګند پورته کوي. میرمنه هېرس د تیرو دوه لسیزو راهیسې د ډیموکریټ ګوند په سیاست کې یو ځانګرې ستوری په حیثیت راپورته شوی.‌

د امریکې د سینټ د غړي جوړیدو نه مخکې کاملا هېرېس د سان فرانسسکو ولسوالۍ د اټارني‌ یا وکیلې او بیا د کېلیفورنیا ایالت لوی څارنوالې یا اټارني جنرل په توګه دنده ترسره کړي.

په کال ۲۰۲۰م کې په صدارتي ټاکنو کې د جو بایډن د مرستایلې په توګه د کاملا هېرېس ټاکنه خورا اهمیت په دې موندلی وو چې هغه به ترټولو زوړ (زیات عمر) صدر وي چې د 78 کالو په عمر کې به څوګند پورته کوي.

کاملا هېرېس په کال 1964 پېدا شوی، د مور نامه یې شماله ګوپلان او د پلار نامه یې ډانلډ هېرس دی. مور یې د هندستان او پلار یې د جمیکا نه امریکا ته راغلی تور پوستی وو.

کاملا هېرېس د هاورډ یونیورسټې نه سبق ویلې چې په تاریخې توګه تور پلوه کالجونه او پوهنتونونه دي. د مېرمن هېرېس بریا کولی شي ډیرې تور پوستې مېرمنې سیاست ته وهڅوي.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG