لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منځگړو په مخ کې د پاکستان سره مذاکرات ممکن دي: خان اف قلات


خان اف قلات اغا مير سلیمان احمد زی ويلي دي دوي د پاکستان سره د مذاکراتو نه کله هم نه دي په شا شوي خو شرط دا دی چې دا مزاکرات به د کوم منځگړي هیواد په مخ کې په ډاگه کیږي.

خان اف قلات اغا مير سلیمان احمد زی ويلي دي دوي د پاکستان سره د مذاکراتو نه کله هم نه دي په شا شوي خو شرط دا دی چې دا مزاکرات به د کوم منځگړي هیواد په مخ کې په ډاگه کیږي.

خان اف قلات دعوا کوي چې هغه سره د پاکستان د اوسني پوځي مشر جنرل قمرباجوه په لندن کې د خبرو درې ځله کوښښ نه علاوه د باندینو چارو وزير شاه محمود قریشي او د پخواني صدر اصف علي زرداري نه پرته یو شمیر نورو هم د مذاکراتو کوښښونه کړي دي.

د خان اف قلات تر مخه ده ورته شرط دا اېښودی چې دا مذاکرات د کوم مغربي هیواد یا د کوم عرب هیواد په منځگړتوب کې ممکن دي.

خان اف قلات چې د کال 2006 راهسې په برتانیه کې د خپل اندې جلاوطن دی د وي او ای ډیوه سره په واشنگټن کې په یوه مرکه کې تور پورې کړو چې پاکستان د دوي په زمکه قبضه کړېده او هلته بلوڅان وژل کیږي.

د نواب اکبر بگټي د پاکستاني پوځ د لاسه د وژل کیدلو ورستو خان اف قلات د 80 بلوڅ مشرانو په یوه لویه جرگه کې اعلان کړی وو چې د قلات ریاست د بیا قیام د پاره به د هیگ په نړیوال عدالت کې مقدمه کوي. په دغه حقله د یو تپوس په ځواب کې هغه اوویل دوي اوس د نړیوال عدالت خرچې نه شي پوره کولې.

خان اف قلات د چين پاکستان اقتصادي لارې (سي پیک) په حقله د یو تپوس په ځواب کې تور پورې کړو چې پاکستان د چين په شکل کې په بلوڅانو پسې یوه بلا راوستې ده.

د پاکستان دریځ

د خان اف قلات نه پرته یو شمیر نور بلوڅ بیلتون غوښتونکي هم دغه شان تورنه پورې کوي خو پاکستان نه یواځې دغه تورونه ردوي بلکې واي دغه خلک د دښمن په لمسه په هیواد کې ترهگري کوي. پاکستاني واکمن د خان اف قلات د بلوچستان قلات د ریاست او دهغه د اختیار دعوا هم ردوي.

پاکستاني مشران واي چې زیاتره غریب بلوڅان ددغه بیلتون غوښتونکو د جبر ښکار پاتې شوي او دغه سردارانو تل دوي بې وځله، بې تعلیمه او بې وسیلو ساتلي.

پاکستاني مشرانو وخت په وخت دا هم ويلي دي چې د هیواده بهر ناستو مره ورو بلوڅانو مشرانو پخلا کولو ته تیار دي او ورته یې هیواد ته د ستنیدلو د پاره بیا بیا غږ کړی دی.

د خان اف قلات سره د ډیوه په واشنگټن کې خبریال رحمان بونیري مرکه کړېده. تاسو یې په لانديني لینک اوریدی شئ

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG