لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د امنیتي ادارو د کارکوونکو او افسرانو د تښتونې او هدف کېدو خبرداری ورکړی


د پښتونخوا د داخله چارو وزارت خبرداری ورکړی په صوبه کې د ترهګرۍ بريدونو له وجې ګواښونه زيات شوي او وسلوال د امنيتي ادارو کارکوونکي او د سیول انتظاميې افسران تښتولی او په نخښه کولی شي.

څېړونکي وايي په نزدې ورځو کې د خېبر پښتونخوا په جنوبي برخو کې د تشدد او ترهګرۍ په پېښو کې سرکاري کارکوونکي په نخښه شوي او بايد چې په حکومتي کچه د دې د مخنيوي د پاره ګامونه واخیستل شي.

پاکستاني مطبوعات وايي د تېرې جمعې او زيارت په ورځ په لکي مروت، خېبر او جنوبي وزيرستان ضلعو کې پينځه کسان چې پکې درې امنيتي عسکر شامل دي په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.

له دې نه وړاندې په ټانک ضلع کې هم دوه عسکر تښتول شوي وو او بيا د هغوی مړي موندل شوي وو، چارواکو ويلي دا د امنيتي ادارو اهلکار په رخصتۍ کورونو ته راغلي وو.

څېړونکي وايي د خېبر پښتونخوا پوليس د ترهګرۍ ضد رول لوبولو کې په وړومبي قطار کې ولاړ دي او همدغه وجه ده چې د وسلوالو په هدف دي.

د سیاسي چارو څېړونکی او خبریال فخر کاکاخېل وایي‌، وسلوال غواړي د پوليسو مورال راوغورځوي:

"څنګه چې مونږ يې وينو ډېر پوليس واله په دغو سيمو کې د ډيوټۍ کولو نه کرکه کوي، يا ترس ترې کوي، دا صورتحال وړاندې مونږ په سوات کې هم ليدلی وو، چې په پوليس باندې به بريدونه کېدل او اخر کې پوليس دې ته راغلل چې نوکرۍ پرېښودل یې شروع کړل".

د جون په مياشت کې جاري کړل شوې خبرتیا کې د پښتونخوا د داخله چارو محکمې ويلي وو چې د محرم په چټيانو کې کورونو ته تللي امنيتي ادارو اهلکار دې احتياط وکړي او له بې ځايه ګرځېدو دې ډډه وکړي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) شمېرې ښیي روان کال په صوبه کې تر اوسه په امنیتي ځواکونو 284 ترهګر بریدونه شوي او په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي.

څېړونکي وايي د پښتونخوا په جنوبي برخو کې هدفي وژنې او د تشدد پېښې زياتې شوې دي او بايد چې حکومت یې د مخنيوي لارې ولټوي.

خبریال ناصر داوړ وایي‌ "د خېبر پښتونخوا په سړک باندې سرکاري خلکو ته خطره شته، که احتياط ونه کړي نو زما په خيال پاکستان به د يو نقصان سره مخامخ شي، لکه څنګه چې په ټانک کې وړاندې د عدالت قاضي تښتول شوی وو او بيا هغه په ډيرو پېسو راخلاص کړی شو".

په خېبر پښتونخوا کې په امنيتي ځواکونو د زياتره بريدونو ذمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان مني. ټي ټي پي ويلي دوی د روان کال په وړومبو شپږو مياشتو کې نیزدې 500 بريدونه کړي دې چې تر ټولو زيات 184 په ډېره اسماعیل خان کې شوي‌ دي.

څېړونکي وايي د بدامنۍ د نوې لړۍ په اړه ښکاري چې د وفاقي او صوبايي حکومتونو او په مېډيا کې د دې مسلې په اړه کومه سنجيدګي نه ليدل کيږي.

د فخر کاکاخېل په وینا "دا د فکر خبره ده چې په وفاق يا مرکز کې زمونږ په صوبه دا حال (ترهګري) تېريږي او د هغې د بيانيې کوم ذکر نه شته نو دا ډېره د فکر خبره ده".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په 22م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ په ضد د عزمِ استحکام په نوم د ‏نوو عملياتو منظوري ورکړې ده خو د ملک بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کړی او دریځ لري چې د پوځي عملیاتو پر ځای دې ریاست له ترهګرو ډلو سره د پټو معاملو نه لاس واخلي.

خو په پينځمه جولايي د پاکستاني پوځ د کور کمانډرانو په اجلاس کې ويلي شوي وو، په ملک کې د تلپاتې ارامۍ او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ده او په عملياتو بې ځايه نيوکو باندې يې اندېښنه څرګنده کړې وه.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG