لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دره ادم خیلو دریو خوېندو د کولې د درنګونو په امدن کې خپل حق وګتلو 


د جایداد ترڅنګ به دغه مېرمنې د کولې په امدن کې هم برخه ولري چې د وي او ای اردو څانګې رپورټ وايي د قبایلي په تاریخ کې دا منفرده فېصله ښکاري چې مېرمنې به هم قام ته د کولې د درنګونو نه ترلاسه کېدونکي امدن کې برخه ولري
د جایداد ترڅنګ به دغه مېرمنې د کولې په امدن کې هم برخه ولري چې د وي او ای اردو څانګې رپورټ وايي د قبایلي په تاریخ کې دا منفرده فېصله ښکاري چې مېرمنې به هم قام ته د کولې د درنګونو نه ترلاسه کېدونکي امدن کې برخه ولري

په خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو او تحفظ محتسب ادارې د دره ادم خیلو (درې) دریو خوېندو دا خواستونه منظور کړل چې دوی ته دې په وراثت کې حق او د کولې د درنګونو په امدن کې برخې ورکړی شي.

د صوبايي حکومت د محتسب دغې ادارې د مېرمنو خواستونه د منظورولو وروسته اړونده ادارو ته د فېصلې د عملي کولو امر کړی دی.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي په کال ۲۰۱۸ کې د قبایلي علاقو په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو نه پس د درې د دریو مېرمنو په حق کې صوبايي ادارې دغه فېصله یو منفرد ګام ګڼل کېږي ځکه چې په دغه علاقه کې لکه د پاکستان د نورو علاقو په ډول نه خو د ځمکې بندوبست شوی دی او نه هم مېرمنو ته په جایداد یا نور وراثت کې د حق ورکولو رواج شته.

رپورټ وايي د پخوانیو قبایلي علاقو خلک چې د پاکستان په نورو برخو کې جایدادونه لري نو په هغې کې مېرمنو ته د قانون سره سمه برخه ورکول کېږي.

په پېښور کې د محتسب ادارې مامورینو وي او ای اردو څانګې ته وویل چې د درې دریو خوېندو خواست کړی و چې دوی ته دې په وراثت او په خصوصي توګه د کولې په امدن کې برخه ورکړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د درې قاسم خیلو قام دغه خوېندو په یو ځايي ورځپاڼه (اخبار) کې د محتسب د ادارې اشتهار په لوستلو د خپل حق دپاره ادارې ته خواستونه ورکړل. د دې وروسته د محتسب ادارې په خواستونو اورونه وکړه چې پکې نه یوازې دغه مېرمنې بلکې د کورنۍ نورو کسانو هم بیانونه ورکړل.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د اورونې په مهال د مېرمنو خپلوانو د دوی حق تسلیم کړو او بیا د محتسب دفتر د کوهاټ ډپټي کمشنر او د دره ادم خیل اسسټنټ کمشنر ته امر وکړو چې د ډول جایداد او د کولې د درند د ټول امدان اندازه دې ولګوي.

دغه مامورین پابند کړی شول چې د مارچ د درېمې نېټې پورې به د محتسب ادارې ته خپل رپورټ ورکوي.

د جایداد ترڅنګ به دغه مېرمنې د کولې په امدن کې هم برخه ولري چې د وي او ای اردو څانګې رپورټ وايي د قبایلي په تاریخ کې دا منفرده فېصله ښکاري چې مېرمنې به هم قام ته د کولې د درنګونو نه ترلاسه کېدونکي امدن کې برخه ولري.

په پخوانۍ قبایلي سیمو کې د مېرمنو د حقونو دپاره کارکوونکی فاطمه اورکزۍ د وي او ای اردو سره خبرو کې د محتسب په فېصله خوشحالي څرګنده کړه او ویې وېل پکار ده چې دا سلسله په مخکې بوتلل شي چې دا رنګ مېرمنې خپل حقونه ترلاسه کړی شي.

يادونه: دا خبر په پېښور کې د وي او ای اردو څانګې خبریال شمیم شاهد د اردو څانګې دپاره تیار کړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG