لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي د یوکرېن په کیف او دونېسک سیمو د روس په حملو کې اووه کسان وژل شوي دي


د یوکرېن امدادي ادارې دا تصویر شایع کړی چې د روسي حملې وروسته یو منظر ښيي
د یوکرېن امدادي ادارې دا تصویر شایع کړی چې د روسي حملې وروسته یو منظر ښيي

د یوکرېن چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د هېواد په کیف او دونسېک سیمو کې د روس هوايي حملو لږ تر لږه اووه کسان وژلي دي.

د دونېسک سیمې ګورنر د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل ابتدايي معلومات ښيي روسي ځواکونو په

کوسټېیانټېکنیوا ښار حمله کې ګایډېډ بمونه استمعال کړل او په روسي حمله کې لږ تر لږه پينځه کسان ووژل شوو او اته نور زخمیان شول.

د کیف ګورنر وویل په سیمه کې د روس په حملو کې دوه کسان ووژل شوو او دوه نور زخمیان شول.

د کیف ګورنر وویل د روس په حملو کې نهه کورونو او څلورو رهایشي ودانیو ته هم نقصان ورسېدو.

یوکرېنفورم خبري ادارې وویل خبریاله تیتیانه کولېک هم د روس په حمله کې د هغې کور د لګېدو وروسته ووژل شوه. یوکرېنفورم وویل د خبریالې کور د روس په ډرون ولګېدلو.

د خارکیف سیمې ګورنر د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د روسي ډرون ملبې رهایشي ودانۍ، د یونیورسټۍ عمارت او یو تېټر ته نقصان ورسوولو.

د یوکرېن پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د روس د ۱۷۷ څخه ۱۱۰ هغه ډرونز يې تباه کړل چې یوه شپه مخکې روسي ځواکونو په یوکرېن حملو کې استعمال کړي وو.

د روس د دفاع وزارت هم د شورو، چهارشنبې، په روځ د یوکرېن د ۱۳۰ ډرونز د تباه کولو دعوه وکړه.

یادونه: د دې خبر ځينې معلومات د ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG