لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د غونډې رابللو دپاره ګورنر ته سمري لېږل شوې ده


د اسمبلۍ په غونډه کې به د صوبايي اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي سوګند پورته کوي او د هغې وروسته به د سپيکر او د ډپټي سپيکر ټاکنه ‏کيږي او بيا به نوی وزيراعلا منتخب کولی شي
د اسمبلۍ په غونډه کې به د صوبايي اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي سوګند پورته کوي او د هغې وروسته به د سپيکر او د ډپټي سپيکر ټاکنه ‏کيږي او بيا به نوی وزيراعلا منتخب کولی شي

د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلا د صوبې ګورنر ته سمري لېږلې چې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو وروسته د صوبايي اسمبلۍ غونډه راوبلي.‏

د پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو نګران وزير بېرسټر فېروز جمال کاکاخېل د وزیراعلا لخوا ګورنر ته د سمرۍ ‏لېږلو ويلي دي.‏ نوموړي ویلي، چې د غونډې رابللو د نېټې ټاکل د ګورنر اختيار دی.‏

د اسمبلۍ په غونډه کې به د صوبايي اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي سوګند پورته کوي او د هغې وروسته به د سپيکر او د ډپټي سپيکر ټاکنه ‏کيږي او بيا به نوی وزيراعلا منتخب کولی شي.‏

په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حمایت يافته ازادو امېدوارانو زياتې څوکۍ ګټلي او تحریک انصاف ګوند د خپلو ازاد امېدوارانو په سني ‏اتحاد کونسل کې د شاملولو ويلي دي.‏

پاکستان تحريک انصاف ګوند په خېبرپښتونخوا کې د وزيراعلا دپاره علي امين ګنډاپور نومولی دی.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو وروسته د سياسي ګوندونو لخوا احتجاجي روان وي او تورونه لګوي چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوي ‏دي.‏

د جمعې په ورځ عوامي نېشنل ګوند په چارسده کې احتجاجي مظاهره وکړه او ويلي يې دي ټاکنې نه منی او احتجاجي مظاهرې به یې تر هغې روانې وي تر څو چې نوې ‏ټاکنې نه وي اعلان شوي.‏

د عوامي نېشل ګوند صوبايي مشر ايمل ولي خان په چارسده کې احتجاجي غونډې ته وویل "انقلاب په بلوچستان کې شروع دی، انقلاب په ‏سیند کې شروع دی، انقلاب په سیند کې روان دی، انقلاب تاريخي د پښتونخوا نه شروع کيږي، ټول ملک به يو ځای کيږي په دې يوه نکته چې د پوځ ‏کردار به د جمهوريت او سياست نه ختموو".‏

وینا کوونکو تور لګولی چې رياستي ادارو په شوو ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.

د پاکستان پوځ بيا بيا په ملکي سياست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي ‏او د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د فرورۍ په لسمه په یو بیان کې نګران حکومت، د انتخاباتو کمیشن او د پاکستان ولس ته مبارکي ورکړې وه او انتخابات ‏یې کامیاب او ازاد ګڼلي وو.‏

د جمعې په ورځ د پنجاب اسمبلۍ دپاره کامیابو شوو امېدوارانو سوګند پورته کړی او نن بيا د سپيکر او ډپټي سپيکر د انتخاب دپاره د اسمبلۍ غونډه رابلل شوې ‏ده.‏

د خالي په ورځ د سيند اسمبلۍ د غونډې رابللو هم ويل شوي او مخالفه ګوند (ګرېنډ ډېموکرېټک الاينس) د سيند اسمبلۍ نه بهر د احتجاج اعلان کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG