لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: که د مرکز اؤ پښتونخوا حکومتونه د ناکامۍ پړه په یو بل ور اچوي نو د ترهګرۍ مخه نه شي نیولی


څېړونکي وايي په پاکستان او بيا په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښو کې د زياتوالي پړه که مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومتونه په يو بل وراچوي، نو دې سره د ترهګرۍ مخه نشي نیول کېدای.

دوی وايي، د ترهګرۍ او تندلاریتوب په ضد که مرکزي او صوبایي حکومتونه په يوه خوله نه شي، نو امکان نه لري چې د ترهګرۍ په پېښو کې به کمی راشي.

د څېړونکو په اند په پاکستان کې د ترهګرۍ او تندلاریتوب د مخنيوي لپاره هيڅ يوه واضحه پاليسي او تګلاره نشته چې له مخې یې په خېبرپښتونخوا او پخوانیو قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ د پېښو مخنيوی وکړی شي.

څېړونکی او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف ډیوه سره خبرو کې وایي،تر اوسه نه امریکا د ترهګرۍ په اړه کومه واضحه پالیسي لري اؤ نه د پاکستان د مرکزي یا د پښتونخوا د صوبایي حکومت سره د ترهګرۍ د مخنیوي کومه روښانه تګلاره شته .

نوموړی واي هرکله چې د ترهګرۍ د خاتمې لپاره کومه واضحه پالیسي نشته نو نه شي ویل کیدای چې په نزدې راتلونکي کې به ترهګري،تندلاریتوب یا طالبانایزیشن له مینځه یوړل شي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "که څوک دا (ترهګري) ختمول غواړي نو په بېلابېلو پړاؤنو کې به يوې منظمې پاليسۍ ته اړتیا وي چې په هغې کې خلکو ته هم دا باور وشي چې او زمونږ رياست طالبان ختموي خو تراوسه پورې هيڅ واضحه نه دي نو له دې امله په ریاست د چا باور هم نشته او طالبان پياوړې کېږي او رياست ورځ تربلې کمزوری کېږي"

د پاکستان په ۱۸م اييني ترميم کې په واضحه توګه ليکل شوي چې په صوبه کې دننه د امنيت د ټيګښت ذمه واري د صوبايي حکومت جوړېږي.

خو د خېبرپښتونخوا حکومت په دې روستيو کې بيا بيا ويلي په سرحدونو پراته ځواکونه د مرکزي حکومت د واک لاندې راځي نو ځکه د امنيت د ټينګښت ذمه واري د مرکز پغاړه ده.

خبريالان وايي پاکستان تحريک انصاف ګوند په خېبرپښتونخوا کې د دې خبرې پرواه نه ساتي چې کارګردګي به ښودل وي او دوی ته به د ترهګرۍ ستونزه حل کول وي ولې چې هغوئ ګڼي خلک بيا هم رائ ورکوي.

خبريال محمود جان بابر ډیوه سره خبرو کې وایي "که ته وګورې نو وزيراعلا صېب وايي چې زه انتظامي مشر هم يم او زه به د صوبې د امنيت وضعې ته هم ګورم او هغه ورسره سياست هم کوي"

د محمود جان بابر په خبره "وزیراعلا په دې پوهیږي چې دا معامله د پوځ خلاف ده نو ځکه ګڼي چې زما څه کار دی چې دا خلک منعې کوم او دا داسې ده چې څه صفا شکل په کې نه ښکاري"

هغه وایي،صفا شکل به هلته وي چې دواړو ته دا معالومه وې چې زما دا کار دی او کوم به يې او په هغې کې دواړو غاړو ته کمی شته ځکه دا مشکل جوړ شوی دی.

ځینې څېړونکي وايي په پاکستان او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو کې د زياتوالي علت افغانستان کې د پاکستان مخالفه وسله والو ډلو شتون دی او په داسې حال کې بيا د مرکزي حکومت ذمه واري جوړيږي چې په سرحدونو د وسله والو د فعاليتونو مخنيوی وکړي.

د امنیتي چارو څېړونکی سيد اختر علي شاه ډيوه ته وایي "که د ترهګرۍ ضد د ۱۹۹۷ قانون ته وکتل شي (اېنټي ټرارزم اېکټ) نو دا مرکزي قانون دی او بيا دلته د اېن اېډ او سول پاور ريګولېشنز دي نو د دې لاندې د مرکز ادارې دلته دي که هغه پوځ دی،که د اېف سي ځواک دی او که نور ځواکونه دي نو دا دلته د صوبايي حکومت سره دي او ځينې استخباراتې ادارې بيا مرکز سره دي نو د دې ټولو د ايين او قانون لاندې ذمه واري جوړيږي چې د ترهګرۍ مخنيوي وکړي"

څېړونکي په دې نظر دي که مرکزي حکومت د ترهګرۍ او تندلاریتوب د ستونزې په اړه په خپله پاليسۍ کې بدلون رانه ولي، نو په خېبرپښتونخوا کې په راتلونکي کې د ترهګرۍ په پېښو کې د کمي په ځائ زياتوالی راتلی شي

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG