د روس حکومت، کرېملېن، د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل یوکرېن ته د امریکي ورکړی شوي مزایل په روس کې دننه د استعمالولو په اړه د امریکې د هرې فېصلې معنا دا ده چې امریکا په جنګ کې نېغ په نېغه ښکیل ده او د صدر جوبایډن حکومت په یوکرېن کې جنګ زیاتوي.
بلخوا، د یوکرېن په ساحلي ښار اوډيسه د ګل، دوشنبې، په ورځ د روس په حمله کې اته کسان ووژل شوو او ۱۸ نور زخمیان شول. دا خبره د سیمې ګورنر اولېګ کېپر وکړه.
د اتوار، یکشنبې، په ورځ، د یوکرېن په شمال مشرقي ښار سېمي کې د روس په حمله کې، د یورکرېني چارواکو په قول، ۱۱ کسان ووژل شوو او تر ۸۹ پورې نور زخمیان شول.
یوکرېن ته د امریکايي وسله د استعمال په اړه د ماسکو د ردعمل نه مخکې په مطبوعاتي رپورټونو کې وېل شوي وو بایډن په لومړي ځل یوکرېن ته اجازت ورکړی چې د امریکې ورکړي د اوږد واټن مزایل په روس کې دننه د بریدونو لپاره استعمالولی شي. وایټ هاوس او د یوکرېن صدر لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، یو امریکایي چارواکي او له دې مسئلې خبرو درو کسانو ورته ویلي، د امریکايي حکومت فېصله یوکرېن ته اجازه ورکوي چې د آرمي ټېکټیکل میزایل سیسټم په کارولو روس کې دننه تر لرې پورې بریدونه کولی شي.
دا فېصله د امریکې په پالیسۍ کې یو لوی بدلون لیدل کېږي او که امریکايي چارواکي يې تصدیق وکړي نو په داسې وخت کې شوې چې بایډن د خپل صدارت د پریښوولو په حال کې دی او منتخب صدر ډنلډ ټرمپ ژمنه کړې چې له یوکرېن سره د امریکا ملاتړ محدود کړي او دا جګړه ژر تر ژره ختمه کړي.
د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف نه چې د بایډن د حکومت د رپورت شوې فېصلې په باره کې په نیویارک ټایمز اخبار کې او د روېټرز خبري ادارې د رپورټونو په هکله پوښتنه وشوه، نو هغه وویل د دغو خبرونو بنیاد څه سرکاري بیان نه دی.
پېسکوف وویل که چېرې په حقیقت کې هم داسې فېصله شوې ده او د کییف حکومت ته لېږل شوې نو د امریکې د نظر نه په دې شخړه کې دا د تاوتریخوالي نوي مرحله ده او نوی صورتحال دی.
پېسکوف وویل د روس صدر ولادېمير پوټن د سېپټمبر په میاشت کې په سېنټ پېټرزبرګ ښار کې خپله وېنا کې په دې اړه د روس دریځ واضحه کړی دی.
پوټن د سېپټمبر په ۱۲ نېټه وویل یوکرېن ته په روس کې دننه د وسلې د استعمال په اړه د منظورۍ مطلب به د یوکرېن په جنګ کې د نېټو ملکونو، د امریکې او د یورپي ملکونو نېغ په نېغه ککړتیا وي ځکه چې په روس په حملو کې مزایل چلولو دپاره به د نېټو عسکر او عسکري سهولتونه شامل وي.
پېسکوف وویل دا خبره واضحه ده چې په واشنګټن کې تلونکی حکومت داسې ګامونه اخیستل غواړي چې اور ته نو خشاک واچوي او د یوکرېن د جنګ تاوتریخوالی راپارولو ته دوام ورکړي.
د امریکايي فېصلې په اړه خبرو کسانو کې یو ویلي، کېدای شي دا وسلې د شمالي کوریا د هغې پرېکړې په جواب کې وکارول شي چې روس ته یې په یوکرېن کې د صدر پوټن د یرغل په ملاتړ کې زرګونه پوځیان لېږلي دي.
د یوکرېن صدر ولادیمیر زېلېنسکي او د هغه غربي ملاتړي له میاشتو راهیسې پر بایډن فشار اچوي چې یوکرېن ته اجازه ورکړي چې په روس کې دننه د لویدیځ په ورکړل شوو میزایلو خپل هدفونه په نخښه کړي.
د نېټو مخکیني مشر ین سټولټنبرګ په جون میاشت کې ویلي وو، د خپل اتحاد ددې حق ملاتړ کوي چې له یوکرېن سره د روس خلاف پراخېدونکې جګړه کې د دفاع لپاره یې کیف ته اجازه ورکړې چې د نېټو وسله وکاروي او په روس کې دننه خپل هدفونه په نخښه کړي.
تر هغه یوه ورځ وړاندې د نېټو متحدینو، امریکې او جرمني په خپلو پالیسیو کې بدلون راوستی وو او اوکراین ته یې اجازه ورکړې وه چې که روسي ځواکونه پر دوی برید کوي یا د برید لپاره چمتووالی نیسي په روس کې دننه دې ورباندې بریدونه وکړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په جون کې د پراګ په غونډه کې په رسمي توګه اعلان کړی و چې صدر جوبایډن یوکرېن ته په خارکیف کې د امریکې په وسلو د حملو اجازه ورکړې ده.
Forum