د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټري شهاب علي شاه ویلي چې پولیسو او امنیتي ځواکونو د کوزه کورمه کې د انتها خوښو پرضد په روانو په عملیاتو کې تر دې دمه 48 مشکوک کسان نیولي دي.
د کورمې په وتېزیو کې خلک د پوځي عملیاتو پرضد راوتلي او له ډاګو کلي څخه یې د بګن تر امنیتي پوستې لاریون کړی او تر شاوخوا یوه ساعته هلته ناست وو.
د مشال رېډیو د رپوټ له مخې احتجاج کوونکو په سمدستي توګه د عملیاتو ودرولو غوښتنه کړې اؤ دعوه یې کړې ده چې امنیتي ځواکونو بېګناه خلک نیولي دي.
د ډان نیوز له مخې، له تېر اکتوبر راهیسې د کورمې په نښتو کې 189 کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر وضعیت د قابو موندلو لپاره حکومت په سیمه کې د سولې تړون هم کړی دی.
د دې تړون له مخې، تر اوسه د ضروري توکو 9 امدادې قافلې، چې 718 ګاډي پکې شامل وو، کورمې ته استول شوي، خو د دې کاروانونو پر ضد بریدونه لا هم دوام لري.
د تېر ګل یا دوشنبې په ورځ د باغان، چارخېل، اوچت، او مندوري سیمو کې د خوراکي توکو پر قافله برید شوی ؤ چې پکې له 30ؤ زیات ټرکونه لوټل شوي وؤ، او 19 ته اور اچول شوی ؤ.
په دې پېښه کې پینځه امنیتي عسکر اؤ یو ډرایور وژل شوي اؤ تر پینځلسو نور کسان ژوبل شوي وؤ چې څلور پکې امنیتي سرتیري هم شامل دي.
همداراز، د زیارت یا پنجشنې په ورځ د امنیتي ځواکونو لخوا سیمه کې د انتها خوښو خلاف عملیاتو کې لږ تر لږه 30 شکمن وسله وال او د هغوی مرستندویان نیول شوي دي.
د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټري شهاب علي شاه او د پولیسو مشر حمید ذوالفقار د کورمې د وضعیت ارزولو لپاره د جمعې په ورځ کوهاټ ته تللي اؤ هلته یې د لوړې کچې په یوه غونډه کې ګډون کړی دی.
د سرکاري بیان له مخې دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د وروستیو بریدونو ذمه وران به وځپل شي، او د ترهګرۍ ضد عملیاتو ته به لا زور ورکړل شي.
د خېبر پښتونخوا چیف سیکرټري ښاغلي شهاب علي شاه خبرداری ورکړی چې هیڅوک به د سیمې امنیت ګډوډولو ته پرې نه ښودل شي.
چیف سیکرټري ویلي"د عامو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به په هر قیمت امن را وستل کېږي. د شرپسندو او د هغوی د مرستندویانو پر ضد به سخته قانونی کارروایي وشي، او د ریاست پر ضد فعالیت کوونکي به نه بښل کېږي."
هغه زیاته کړه چې د شرخوښو د ملاتړ کوونکو پر ضد به د "زیرو ټالرنس" تګلاره عملي شي، او دا چې ځینې عناصر نه غواړي چې د کورمې ولس پرمختګ وکړي، خو حکومت به د هغوی هره دسیسه شنډه کړي.
چیف سیکرټري د پولیسو، پاکستاني پوځ، او نورو امنیتي ادارو زړورتیا ستایلې او ویلي یې دي"زموږ سرتېري د هر محاذ پر وړاندې ثابت قدم دي، او د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې قربانۍ هېڅکله نشو هېرولی"
د کورمې د مندوري او اوچت سيمو خلک وايي پوځيانو او اېف سي عسکرو د جمعې په ورځ په سیمه کې د لټونې عمليات پېل کړي او کور په کور ګرځي، وسلې راغونډوي او شکمن خلک اوچتوي.
د سیمې څخه د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له د کورمې په وتېزیو کې د جمعې په ورځ یو خلک د پوځي عملیاتو پرضد احتجاج ته راوتلي او له ډاګو کلي څخه یې د بګن تر امنیتي پوستې لاریون کړی.
دغه احتجاج کوونکي یو ساعت هلته ناست وو اؤ د عملیاتو په سمدستي توګه د ودرولو غوښتنه یې کوله.
په احتجاج کې شامل یو ځايي مشر افضل خان اورکزی ویلي، دوی دا غواړي چې عملیات دې په سم دستي توګه ودرول شي.
هغه ویلي "نیول شوي بې ګناه خلک دې خوشي کړل شي او پر بګن د شوي یرغل پر وخت د اوښتي زیان ازاله دې وشي."
د يادې سيمې يو تن نوروز خان وي او اې ډيوه ته ويلي که حکومت د ترهګرو په ضد عمليات کوي نو ودې کړي خو دغه عمليات څو وارې مخکې هم شوي دي او هيڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.
هغه وايي امنیتي ځواکونه دې د ترهګرو په ترڅ کې عام ولس نه ځوروي او نه دې کډه کولو باندې مجبوره کوي ولې چې مونږ په هيڅ صورت کې کډه کولو ته تيار نه يو.
د خېبر پښتونخوا صوبې وزیر اعلا علي آمين ګنډاپور د چهارشنبې به ورځ پېښور کې خبريالانو ته ويلي وؤ په کورمه کې شخړه د ځمکو په سر نه ده بلکې په دې کې بهرني قوتونه لاس لري او هغوى دلته فرقه ييزو نښتو له هوا ورکوي او وسلې رالېږي خو نوموړي نه وه واضحه کړې چې دغه بهرنیو قوتونو نه مطلب څوک دي؟
بل پلو د برنۍ کورمې پاړاچنار کې د شيعه ټولنې مشرانو په امدادي قافله باندې له بريد وروسته ويلي دا اولسم ځل شو چې د شوې لوظنامې نه سرغړونې کېږي او دې نه پس دوي د هيڅ يوې حکومتي جرګې سره تر هغه وخته نه کښیني ترڅو چې د وسله والو په ضد سخت ګامونه وانه خستل شي او د ټل پاړاچنار لاره د خلکو په مخ خوندى نه کړى شي.
تر دې وړاندې، صوبايي حکومت د کورمې په پېښه کې د ښکېلو وسلوالو د سرونو بیې ټاکلې وې، چې ویل کېږي دوی د بګن، وتیزۍ او هارون مېله سیمو سره تړاو لري.
په کورمه کې د 14 وسلوالو د سرونه قیمتونه ټاکل شوي، چې تر ټولو لوړ قیمت پکې د کاظم نومې وسله وال کماندر د سر درې کروړه روپۍ ټاکل شوی دی.
د حکومتي اعلامیې له مخې د امجد الله د سر قیمت ده کروړه، د مکرم خان یو نیم کروړ، د درویش وزیر یو کروړه، او د منصور، اسامه، آدم ساز، یاسین او وزیر محمود د سرونو بیعې 30 لکه روپۍ ټاکل شوې دي.
همداراز، د سیف الله، اسامه عرف شفیق، او نور الله د سرونو بیعې ، یو،یو کروړ اؤ د عثمان د سر قیمت 80 لکه روپۍ ټاکل شوی دی.
د روانې اونۍ په پېل کې د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې وه چې کورمه کې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره، د اوچت، مندوري، داد کمر، او بګن کلي له خلکو خالي کړي او د وسلوالو پر ضد پراخه عملیات پیل کړي.
همداراز، حکومت پرېکړه کړې وه چې د کرم په ناامنۍ کې د لاس لرونکو کسانو نومونه به "فورتھ شیډول" ته واچوي.
حکومت ويلي، د لومړۍ جنورۍ د امن معاهدې باوجود ځینې عناصر شر جوړوي، او د هغې له امله رياست ته خواست شوی چې د امن دښمنانو ضد سخت ترينه کارروايي وکړي او خلک نور د مشکل سره مخ نه شي.
صوبايي حکومت د وړاندې نه ویلي، په کورمه کې د بنکرو او مورچو ورانولو عمل دوام لري.
د کورمې د شخړې هواري لپاره د جنورۍ په وړومبۍ نېټه کوهاټ کې د حکومت په مرسته شوې جرګه کې دواړو ټولنو د امن تړون لاسليک کړی و.
خو د دغې لوظنامې لاسليک کېدو وروسته هم په کورمه کې نه وسله راغونډه کړل شوې او نه د څلورو میاشتو راهسې بنده د ټل۔پاراچنار لاره په مکمله توګه پرانستل شوې ده.
د جنورۍ په 31مه په کوهاټ کې د حکومت په مرسته دواړو فريقينو ترمنځ جرګه شوې وه چې پکې د شوې لوظنامې څوارلس نکاتو عملي کولو په لړ کې دواړو خواو حکومت ته د کمېټيانو جوړولو لپاره د څوارلسو، څوارلسو تنانو نومونه ورکړي وو.
د فرورۍ په درېيمه نیټه پېښور کې د شيعه او سني ټولنو د مشرانو ترمنځ د ټل۔پاړاچنار لارې د پرانستلو، وسلې غورځولو او په سيمه کې پاتې مورچو ړنګولو په هکله جرګه شوې وه.
Forum