لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: د وسله والو برید کې پولیس افسر، د هغه ځوي اؤ پلار وژل شوي، کوز جنوبي وزیرستان شکۍ کې کرفیو لګول شوې


د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه کې د نامعلومو موټر وسله والو په برید کې د پنجاب پوليس يو افسر یا سب انسپکټر عبدالقدير مروت، د هغه پلار او زوی وژل شوي دي.

ځایي پولیس د دې پېښې پخلی کوي او وايي دا پېښه د خالي یا شنبې په ورځ د لکي مروت پاړخېل پکه سیمه کې رامینځ ته شوې ده.

‎د پوليسو په وينا، عبدالقدير مروت د پنجاب فيصل‌آباد سیمه کې د پولیس په محکمه کې د سب انسپکټر په توګه دنده ترسره کوله او په رخصتۍ کلي ته راغلی و.

پولیس وایي د خالي په ورځ په موټر سایکل سورو نامعلومه وسله والو په هغه ډزې کړي چې پکې پخپل عبدالقدیر مروت ، د هغه پلار اؤ زوي وژل شوي اؤ بريدکونکي د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

د پولیسو وینا ده چې درې واړه مړي د ضلعې مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

‎پوليس وایي د پېښې پلټنې یې پيل کړي او د بريدګونکو د نيولو لپاره هڅې روانې دي.

‎د دغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

په جنوبي وزيرستان کې درې ورځنی کرفيو:

‎په عين حال کې د پښتونخو د ناکراره قبایلي ضلعې کوز جنوبي وزيرستان په شکۍ سيمه کې د دریوؤ ورځو لپاره ګرځ بندیز یا کرفیو پځای کړل شوې ده.

په سیمه کې د کرفیو پځای کولو اعلان ډپټي کمشنر ناصر خان د خالي په ورځ کړی دی .

‎هغه ویلي چې کرفيو به د شکۍ تحصيل په حدودو کې د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر ۵ بجو پورې دوام وي.

‎د انتظاميې په وينا، دا کرفيو د امنيتي ځواکونو د تک راتګ په موخه لګول شوې ده.

د کرفیو په مهال خلکو ته لارښوونه شوې چې په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي او د حکومتي چارواکو سره همکاري وکړي.

‎ډپټي کمشنر ویلي چې د کرفيو په مهال به د سیمې خلکو ته د اړينو توکو ترلاسه کولو لپاره ځانګړي وختونه اعلان کړل شي.

‎دا په داسې حال کې ده چې په خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي او حکومت د امنيت د ټينګښت لپاره سخت اقدامات اعلانات کړي دي

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG