لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون پوهان: افېشل سيکرټ اېکټ او د ارمي اېکټ ترميمي مسوده قانون نه شي ګڼل کېدی


د پاکستان صدر عارف علوي د اتوار/یکشنبې په ورځ ټويت وکړ چې هغه په افېشل سیکرټ اېکټ او د پوځ ترمیمي مسودې باندې دستخط نه دې کړی. د خپل سپیناوي په یو بیان کې ویلي د ټولو خلکو نه بخښنه غواړي چې د دې قوانینو څخه به اغېزمن کیږي
د پاکستان صدر عارف علوي د اتوار/یکشنبې په ورځ ټويت وکړ چې هغه په افېشل سیکرټ اېکټ او د پوځ ترمیمي مسودې باندې دستخط نه دې کړی. د خپل سپیناوي په یو بیان کې ویلي د ټولو خلکو نه بخښنه غواړي چې د دې قوانینو څخه به اغېزمن کیږي

د پاکستان د صدر عارف علوي د بیان نه پس افېشل سیکرټ اېکټ او ارمي اېکټ ترمیمي مسودو په اړه پوښتنې راولاړې شوي او دا اوس قوانين نه شي ګڼلی کېدی. دا خبره وایس اف امریکا ډیوه ته قانون پوهانو کړې ده.

د پېښور هایکورټ وکیل نعمان محب کاکاخیل وایي چې د پاکستان صدر پخپله په ډاګه وایي چې هغه په افېشل سیکرټ اېکټ او د ارمي اېکټ په ترمیمي مسودې باندې دستخط نه دې کړی نو بیا دا قانونونه لانجمن دي او د دې فیصله به وس عدالت کوي.

د افېشل سیکرټ اېکټ قانون لاندې اسلام آباد کې یو خصوصي عدالت جوړ شوې او په دې عدالت کې پاکستان د پخواني خارجه وزیر شاه محمود قریشي خلاف په سایفر کیس کې د مقدمې اوریدنه هم شوې.

د پاکستان صدر عارف علوي د اتوار/یکشنبې په ورځ ټويت وکړ چې هغه په افېشل سیکرټ اېکټ او د پوځ ترمیمي مسودې باندې دستخط نه دې کړی. د خپل سپیناوي په یو بیان کې ویلي د ټولو خلکو نه بخښنه غواړي چې د دې قوانینو څخه به اغېزمن کیږي.

نعمان کاکاخیل د وي او ای ډیوه په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې وویل چې د پاکستان صدر سپریم کمانډر دی او د صدر په نوم هیواد چلیږي او چې د صدر خبره نه اوریدل کیږي نو دj ډیره خطرناکه خبره ده او پکار ده چې پلټنې یې وشي.

د صدر عارف علوي په بیان کې ویل شوي چې هغه د دې قانوني مسودو سره متفق نه و او خپلو مامورینو ته یې ویلي وو چې دا باید په مقرره وخت کې دننه له لاسلیک پرته بېرته ولیږي.

د صدر پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، که حکومت د صدر عارف علوي د بیان اعلامیه بيرته وانخسته، نو دوی به دغه معامله په سپريم کورټ کې چېلنج کوي.

په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې څیړونکي ایمل خټک وویل چې صدر ډیر کمزوري یا معذرت خوا رویه خپله کړی.
ښاغلي وویل چې صدر د یو هیواد ډیر مظبوطه عهده وي. صدر ډیر بې وسه او لاچاره ښکاري. که چا خبره نه وي منلي نو پکار ده چې ایکشن واخلي نه چې ژړا کوي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اطلاعاتو د نګران وزير مرتضا سولنګي سره ګډ خبري کانفرنس ته په وينا کې د قانون نګران وزير احمد عرفان اسلم وويل، "د پاکستان ارمي ترمیمي قانوني مسوده په دويم اګست اېوان صدر ته رسېدلې او د افیشل سیکریټ ترمیمي قانوني مسوده په اتم اګست صدر ته ترلاسه شوې وه".

هغه زياته کړه، "د ايين 75م مادې ترمخه چې صدر ته قانوني مسوده د لاسليک دپاره ولېږل شي، د صدر سره دوه اختیارات وي يو دا چې هغه یې منظوري ورکړي او بله دا چې که هغه پرې شکايات لري په ليکلې بڼه دې ورسره شکايات بيرته وليږي".

هغه وويل، "د ايين د 75 مادې لاندې د صدر سره بله لاره نشته او هغه به په لسو ورځو کې يا خو قانوني مسوده لاسليک کوي او یا بیرته ليږي".

د نوموړي په خبره، "د ايين د 75 ماده کې د لسو ورځو وخت ورکړی شوی که په لسو ورځو کې صدر کومې دوه لارې نه خپلوي نو د هغې وروسته قانون په خپله جوړيږي.

د پېښور هائیکورټ وکیل شبیر حسین ګېګیاني وي او ای ډیوه ته وایي چې په قانوي ګزټ کې چې کوم قانون جاري کړی شوې په هغه کې یې ویلي چې صدر پرې دستخط نه دی کړی. خو دا به داسې ګڼل کیږي چې هغه دستخط کړی.

ښاغلی ګېګیاني زیاتوي دا ټیک نه دی. ځکه چې د ارټیکل 75 دویمې مادې لوازمات نه دي پوره کړی شوي. هغه وایي دا به هله ټیک وو چې کله دا بیا د سېنټ او قامي اسمبلۍ نه پاس شوې وې او بیا پرې صدر درستخط نه وې کړی نو بیا به دا قانون ګڼل کیدې. خو د هغه په وینا دا وس سره قانون نه دی او دا نامکمله دی.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG