لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاېبیریا وېلي په هیواد کې د ایبولا نوی مریض نه دی رپورټ شوی


دغه خونړي واېرس د لاسه ٩٨٠٠ کسانو ژوند د لاسه ورکړې دی
دغه خونړي واېرس د لاسه ٩٨٠٠ کسانو ژوند د لاسه ورکړې دی

غربي افریقاېی هیواد لاېبیریا کې د صحت چارواکو ویلي په تیره یوه اونۍ کې په ګرد هیواد کې د ایبولا واېرس یو تن هم دی رپورټ شوی او دغه خونړي واېرس اخرې مریض ېې د درملنې وروستو د صحي مرکز نه خوشي کړی دی.

د لاېبیریا په سرښار مونروویا کې د ایبولا د علاج یو مرکز د زیارت په ورځ د ایبولا واېرسمتاثر شوي مریض بیټرس یاردولو د علاج وروستو د دغه مرکز نه د تلو اجازه ورکړه شویده. دغه تن ایسوسي ایټډ پریس ته ویلي ځه نن ځان ډیر خوش قسمته گنړم.

د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویلي لاېبیریا کې د تیر کال مئ د میاشت راهسې تیره اونۍ لومړي ځل دی چې د ایبولا نوی کیس نه دې رپورټ شوی.

که لاېبیریا کې ۴٢ ورځو پورې د ایبولا تازه کېس رپورټ نه شو نو دغه هیواد به د ایبولا نه پاک اوگرځولې شي.

په عیني حال کې په سیرالیون او گني کې د ایبولا نوې کیسونو په شمیر کې اضافه شوې ده. په گني کې تیره هفته د ایبولا ٥١ او سیرالیون کې ٨١ نوې کیسونه رپورټ شویدي.د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویلي روانه اونۍ به په گني کې به د ایبولا تجرباتي ویکسین ازموېنه هم کیږي.

د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او د زیارت په ورځ یوه بیانیه جاري کړې چې واېي د خالي په ورځ به په باسې گني سیمه کې په غټه کچه دا ویکسین ورکولې کیږي چرته چې د ایبولا ترټولو زیات کیسونه دي.

د کال ٢٠١٣مپه اخر کې د ایبولا واېرس معلومیدو وروستو تر دي دمه نزدې ٢۴٠٠٠ خلک د دې وائرس نه متاثر شويدي او دغه خونړي واېرس د لاسه ٩٨٠٠کسانو ژوند د لاسه ورکړې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG