لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله یوسفزۍ ورځ: تعلیمي پوهان وایي سیمه کې د جینکو زدکړو ته پېښ ګواښونه لا پوره ختم نه دي


په ۹م اکتوبر کال ۲۰۱۲م کې په ملاله یوسفزۍ له وسله وال برید وروسته ملګري ملتونه هر کال دوولسمه جولایي د ملالې یوسفزۍ د ورځې په توګه نمانځي خو تعلیمي پوهان وایي چې سیمه کې لا د جینکو زده کړو ته ورپېښ ګواښونه په بشپړ ډول نه دي ختم شوي.

د جینکو د تعلیم په فعالې اؤ د نړیوالې نوبیل امن جایزې په ګټونکې ملالې يوسفزۍ د بريد نژدي ۱۲ کاله کیږي خو تعلیمي پوهان وايي که څه هم په فراخه کچه د جېنکو تعليم ته ورپيښ د توندروۍ د خطر کچه راکمه شوې خو بيا هم د حکومت په انتظامي کچه او هم د ټولنيزو بنديزونو په لړ کې په ظاهره بهتري نه ليدل کيږي۔

د خیبر پښتونخوا د تعلیم ډپټي سیکرټري شازیه عطا ډيوه سره خبرو کې وایي دوي غواړي چې ماشومانو ته یو خوندي چاپیریال ورکړي اؤ د هغې لپاره هڅې کوي.

"مونږه په داسې وضعیت کې یو چې د لاس رسي فرصتونه به په بشپړ ډول خپلو ماشومانو ته ورکوؤ. او داسې ماحول شته. بلکل مونږ دا منو چې زمونږ ماشومانو ته ایکسس (لاسرسي) کې ایشو ده. خو د هغې د پاره په ایکسس باندې محکمه ډیر زیات کار کوي. نو مونږه بلکل خوندي ماحول ماشومانو ته ورکوؤ او مونږ د هغې د پاره هر قدم اوچتوو".

د پښتونخوا د تعليم محکمي چارواکي وايي دا وخت په صوبه کې نژدي څلور اعشاريه اووه ملينه ماشومان له سکولونو بهر دي د پنځه او پنځلس کالو د عمر ترمنځه دا ماشومان ۷۰ فيصدي جينکۍ دي اؤ د دي مطلب دا دی چې په صوبه کې دا وخت دري ميلیونه جينکۍ سکولونو ته د سره ځي نه او په پخوانیو قبايلي سیمو کې په ځانګړي توګه لس لکه یا یو میلیون جينکۍ د تعليم نه محرومه دي۔

د تعلیمي څانګې ماهر عمر اورکزی وایي دا مهال خېبر پښتونخوا صوبه کې ۴۷ لکه پورې ماشومان له سکولونو بهر دي چې عمرونه یې د پینځوؤ کالو نه نیولي تر شپاړسو کالو دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په بیلابیلو وختونو کې په خیبر پښتونخوا کې د سکولونو نه د بهر ماشومانو شمیره کې اضافه شوې ده اؤ کمی پکې نه راځي.

په ډيرو قبايلي ضلعو کې د ترهه ګرۍ په پېښو کې ويجاړ شوي او په بمونو الوځول شوي د جينکو سکولونه لا هم حکومت بېرته نه دي جوړ کړي او شمالي او سويلي وزيرستان مومند، خيبر، اورکزو او باجوړ ضلعو کې اکثره جينکۍ په شخصي توګه پرانستل شوؤ سکولونو کې زدکړي کوي۔

خو بيا د ملالې يوسفزۍ پلرنۍ ضلعه سوات کې جينکۍ وايي د دوي تعليم ته پېښ چيلنجونه یو څه قدرې کم شوي دي۔

د سوات د جهانزیب کالج زده کوونکې سعیده فاطمه ډیوه ته وایي "کله چې د ملالې پېښه نه وه شوې یا هغې خپل غږ نه و اوچت کړی نو په سوات کې یا خېبر پښتونخوا کې مونږ ویلی شو چې هغه شان تعلیم د جینکو د پاره نه و. نه جینکۍ سکولونو ته تللی شوې یا طالبانایزیشن چې وو نو هغې کې دا هر څه بند وو. خو د ملاله ایکسچینج نه وروسته او هغې چې کله جینکو د پاره د تعلیم اواز اوچت کړو نو ایجوکیشن چې دی د جینکو هغه ډیر زیات سیوا شو".

د جينکو تعليم ته ورپيښ د امنيت خطر او د طالب وسلوالو د بريدونو لړۍ که څه هم په تيرو کلونو کې کمه شوي خو دا خطر بيخي د منځ نه نه دي تللي او په ورستيو ورځو کې د ترهه ګرۍ په دي تازه څپو کې دې خطر بيا سر راپورته کړی دی.

د روان کال د مې په مېاشت کې د شمالي وزيرستان د جينکو په دوو شخصي سکولونو او جنوبي وزيرستان په سکول کې پرله پسي بمي چاودنو په ولس کې د کلونو ويري بيا رابرڅېره کړي دي۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG