لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین: مونږ د جاسوسۍ او غدارۍ له ټاپو نه ویریږو


په پاکستان کې د پښتنو د ژغورلو د غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو او یوالي په لاره کې به نه ستړې کېدونکې هلې کوي او که په دې لاره کې په دوی باندې هر ډول ټاپه هم ولګول شي نو هېڅ پروا یې نه کوي.

منظور پشتین په پېښور پوهنتون کې یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، دا په پاکستان کې یو عام دود دی، چې که د چارواکو او نظام پرضد دې یوه خبره وکړه نو ډیر ژر درباندې ډول ډول ټاپې وهي او پدې توګه دې خپلې لومې ته برابروي.

"که په پشتون وطن کې امن راوړلو ته څوک غداري وايي، باغي ورته وایي، د را (د هند استخباراتي شبکه) او ان ډی اس (د افغانستان استخباراتي ادارې) ایجنټ ورته وايي، نو مونږ خو نه یو خو چې دوی راته وايي نو بیا یو. مونږ ټول یو، ځکه مونږ په خپله خاوره باندې امن غواړو. که د چا د ډالرو پالیسي ورسره جوړیږي او که ختمیږي مونږ د هغې پروا نه لرو. "

ښاغلي پشتین وړاندې وویل، ملګري ورته وايي چې دوی د پښتنو د حقونو د غوښتلو په لاره کې د سر قربانۍ ته هم تیار دي او له خپله سرونو هم تیر دي.

خو پشتین ورته په ځواب کې وویل، پښتنو ډېره قرباني ورکړېده اوس به هغه خلک قرباني ورکوي څوک چې ددوي مخې ته دریږي.

منظور پشتین، د خپلو خبرو پر وخت وویل، دا یواځې نقیب نه و بلکه داسې په سونو او زرګونو نقیب نامي د امنیتي ځواکونو لخوا په یوه او بل نامه نیول شویدي، د تورو تنبو شاته اچول شویدي او بیا یې تر ننه مړی او ژوندی له خپلو کورنیو څخه ورک دی.

ښاغلي پشتین د بیلګې په توګه د پولیسو لخوا د یو بل پښتون ځوان سعید الله افریدي د وژل کېدو په اړه کیسه کوي څوک چې د پولیسو لخوا د جنورۍ په ۱۴ نېټه وژل شوی.

"سعید الله افریدي له اته میاشتو قید څخه وروسته د پولیسو لخوا ویستل کیږي او بیا ورته د اور جاکټونه اغوستل کیږي او بیا د راه انوار په امر د هغه د موټر مخې ته په ټوپک ویشتل کیږي. له پېښې وروسته نوموړي خبر خپور کړ چې ځان وژونکی برید پرې شوی.. "

دی زیاتوي چې د سعید الله افریدي مور ته خو د هغې د زړه د ټوټې (ځوی) سوي هډوکي ورسېدل خو په وزیرستان کې به چې کله بمباری کېدله نو دوی به د قربانیانو غوښې په بوجیو کې راټولولې او خښولې به یې.

د پښتنو د ژغورلو یا خوندیتوب غورځنګ په کراچۍ کې د پولیسو لخوا په یوې جعلي مقابله کې د ۲۷ کلن پښتون ځوان تر وژل کېدو وروسته د پاکستان د حکومت او پوځ پرضد د پلازمینې اسلام اباد په ګډون په ډیرو ښارونو کې ستر لاریونونه وکړل.

دغه لاریونونه د حکومتي چارواکو لخوا ددوي د شرایطو له منلو وروسته د یوې میاشتې لپاره وځنډول شول.

لاریون کونکو ویل، که حکومت ددوي د غوښتنو په منلو کې پاتې راغی نو دوی به یوځل بیا سړکونو او واټونو ته راووځي او دا ځل به یې زور او ځواک څو چنده زیات وي.

د پښتنو د خوندیتوب یا ژغورلو د غورځنګ (پشتون تحفظ مومنټ) په نوښت په پاکستان کې د پښتنو روان پاڅون لکه د تالندې برښنا او توندې سیلۍ په څېر د لرو او بر پښتنو په سیمو تېره او پښتانه یې لکه د بوړ بوړکۍ په یوه غږ او یو محور سره راټول کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG