لاس رسیدونکی لینک

 
مولانا حامد الحق خاورو ته سپارل شوی، داعش ته نزدې سرچینو پرې د شوي برید ذمه واري منلې
تازه خبر

مولانا حامد الحق خاورو ته سپارل شوی، داعش ته نزدې سرچینو پرې د شوي برید ذمه واري منلې


د نوښار د اکوړي سیمې په حقانیه مدرسه کې د جمعې په ورځ په شوي ځانمرګي برید کې د جمعیت علماء اسلام(س) ګوند د وژل شوي مشر مولانا حامد الحق جنازه نن د خالي په ورځ په حقانیه مدرسه کې شوې چې زرګونو کسانو پکې برخه اخستې ده.

په سوشل میډیا داعش ته نزدې ګڼل کیدونکو سرچینو دارالعلوم حقانیه کې د شوي ځانمرګي برید ذمه واري پغاړه اخستې ده اؤ پاکستاني طالبانو(ټي ټي پي) اؤ په افغانستان واکمنو طالبانو پخپلو جلا،جلا بیانونو کې په مولانا حامد الحق د ترسره شوي ځانمرګي برید غندنه کړې ده.

په عین حال کې د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي د مردان په تاڼه کې په حقانیه مدرسه کې د شوي ځانمرګي برید مقدمه د مولانا حامد الحق د زوي په مدعیت کې د نامعلومه کسانو په ضد درج کړل شوې ده.

سي ټي ډي ولس نه غوښتنه کړې ده چې دغه ترهګر برید کې د ککړو ترهګرو په پېژندګلو کې ورسره مرسته وکړي اؤ مرسته کوونکو لپاره یې د پینځوؤ لکو روپو د انعام اعلان هم کړی دی.

د خالي په ورځ دارالعلوم حقانیه کې د مولانا حامد الحق په جنازه کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو،فعالانو په پېښور کې د طالبانو د حکومت استازي یا قونصل جنرل اؤ په زرګونو نورو خلکو برخه اخستې ده.

د جنازې د مراسمو په موقعه سخت امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ اؤ د حقانیه مدرسې ګیر چاپېره په ګڼ شمیر کې پولیس ودرول شوي وؤ.

په مولانا حامد الحق د پرون د جمعې د نمانځه نه وروسته د جامعه حقانیه د جومات مخې ته ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې هغه اؤ پینځه کسان نور وژل شوي وؤ اؤ 20 ژوبل شوي وؤ.

د عیني شاهدانو له مخې د جمعې له مانځه وروسته چې کله مولانا حامد الحق په حقانیه مدرسه کې دننه د خپل کور لوري ته تللو نو په دغه مهال ترې ځانمرګي تن غاړه چاپېره کړه اؤ ځان یې والوځولو.

د دارالعلوم حقانیه لخوا په خپور شوي یو بیان کې ویل وي چې د مولانا حامد الحق له وژل کېدو وروسته د هغه زوي مولانا عبدالق ثاني د جمعیت علماء اسلام (س) ډلې مشر ټاکل شوی اؤ د مولانا سمیع الحق بل زوي مولانا راشد الحق د حقانیه مدرسې مرستیال مهتمم ټاکل شوی دی.

مولانا حامد الحق څوک ؤ ؟

مولانا حامد الحق د نوښار ډګري کالج څخه اسلامیاتو کې د څوارلسم اؤ د 80مې لسیزې په وروستیو کې د پنجاب پوهنتون څخه د ماسټرز ډګري ترلاسه کړې وه.

هغه د خپل سیاسي ژوند پیل په 1985 کې د جمعیت علماء اسلام(س) ډلې د زده کوونکو د تنظیم اسلامي جمعیت طلبه د جنرل سیکرټري په توګه کړې وه.

مولانا حامد الحق د کال 2002م په عامو ټاکنو کې د شپږو مذهبي ګوندونو د ایتلاف متحده مجلس عمل(ایم ایم اې) له پلیټ فارم څخه برخه اخستې وه اؤ پخواني پاکستاني پوځي جنرال اؤ د کورنیو چارو وزیر نصیر الله بابر ته په ماتې ورکولو د قومي اسمبلۍ غړی منتخب شوی ؤ.

د نوښار له دغې حلقې د مولانا حامد الحق نیکه مولانا عبدالحق هم د کال 1977 او کال 1985 په ټولټاکنو کې بریالی شوی ؤ خو له کال 2002م راپدیخوا بیا د هغه د کورنۍ هیڅ یو غړی په ټاکنو کې بریالی نه شو.

د پخوانيو پوځي امرانو جنرال ضیاء الحق اؤ جنرال پرویز مشرف په واکمنیو کې د مولانا حامد الحق پلار مولانا سیمع الحق دوه ځله د سینیټ غړی پاتې شوی ؤ.

مولانا حامد الحق د خپل پلار په ژوندانه هم په سیاسي فعالیتونو کې پراخه برخه درلوده خو د مولانا سمیع الحق له وژنې وروسته هغه د خپل پلار د ګوند جمعیت علماء اسلام(س) مشر وټاکل شو.

مولانا سیمع الحق د دفاع پاکستان کونسل چیرمین هم پاتې شوی ؤ،په بنیادي توګه د جماعت الدعوه اؤ اهل سنت والجماعت د سیوري لاندې جوړ دا کونسل په کال 2011م کې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله د امریکایي ځواکونو په مټ د پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو په غبرګون کې جوړ کړل شوی ؤ خو په کال 2018م کې د مولانا سمیع الحق تر وژل کېدو وروسته دغه کونسل غیر فعاله شوی دی

مولانا حامد الحق پروسږکال د مذهبي سفارتکارۍ د یوې برخې په توګه د دیني عالمانو د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللی ؤ اؤ هلته یې د طالب مشرانو سره لیدنې کړې وې.

مولانا حامد الحق کابل ته د خپل دغه سفر په اړه ویلي وؤ چې د دیني عالمانو کابل ته د سفر سره به د کابل اؤ اسلام اباد تر منځ بې باورۍ ختمېدو کې لاس امداد وشي.

مولانا حامد الحق حقاني، نزدې دوه اوونۍ وړاندې د خيبر پښتونخوا د وزيراعلا سردار علي امين ګنډاپور، په کوربه‌توب اسلام آباد کې يوې مهمې غونډې ته تللی و.

په دې غونډه کې له ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه غوښتنه شوې وه چې په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سيمو کې خپلې حملې ودروي.

همدا راز، د غونډې پر مهال پرېکړه شوې وه چې د مولانا حامد الحق په مشرۍ به يو پلاوی کابل ته واستول شي.

مولانا حامد الحق واده کړی و او څلور اولادونه يې لرل.

دارالعلوم حقانيه

د دارالعلوم حقانيه بنیاد د 1947 کال د سپټمبر پر 23مه، د پاکستان له جوړېدو لږ وروسته، د مولانا عبدالحق له خوا په اکوړه خټک کې اېښودل شوی ؤ. نوموړي د جمعيت العلما هند او د دارالعلوم ديوبند له فکري مکتب سره تړاو درلود.

کارپوهان وايي چې د شوروي-افغان جګړې له امله مذهبي افراطیت ته وده ورکړل شوه، او د اسلامي هېوادونو ګڼو زده‌کوونکو د ديني زده‌کړو لپاره ليوالتيا وښوده. له همدې کبله، د شوروي اتحاد تر زوال وروسته، د منځنۍ آسيا له بېلابېلو هېوادونو څخه هم ګڼ شمېر زده‌کوونکي حقانيه مدرسې ته ننوتل.

له افغانستانه د دې مدرسې يو نامتو زده‌کوونکی مولوي جلال‌الدين ځدران و، چې وروسته د مولوي جلال‌الدين حقاني په نوم مشهور شو. نوموړي د امريکا او د هغوی د متحدينو پر ضد د "حقاني شبکې" بنسټ کېښود، چې بيا د امريکا او ناټو ځواکونو پر ضد د بریدونو تورونه ورباندې پورې شول.

څېړونکي باور لري چې دارالعلوم حقانيه د طالبانو لپاره يوه ځانګړې "يونيورسټي" ګڼل کېږي، له دې ځایه فارغ شوي کسان د پاکستان او افغانستان په مذهبي او سياسي تحريکونو کې مهم رول لوبوي.
دا مدرسه د مولانا سميع الحق له امله هم ځانګړې شهرت لري، ځکه چې نوموړی د نړيوالو رسنيو له خوا "د طالبانو پلار" بلل شوی و.

د افغانستان پخوانی جهادي مشران پروفېسر برهان الدين رباني، مولوي يونس خالص، مولوي جميل الرحمان، او مولانا محمد نبي محمدي هم د همدې دیني درسګاه فارغين ګڼل کېږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG