په مېلینونو امریکایانو د نهې، سه شنبې، په ورځ په ووټونو کې برخه واخیستله چې د خپلو رایو دلارې فېصله وکړي چې ایا نایب صدره کاملا هېرېس د ملک وړمبۍ ښځينه صدره منتخب کړي او که ډانلډ ټرمپ بیا وایټ هاوس ته ولېږلي.
د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ټرمپ په کال ۲۰۲۰ کې د صدارت د دویمې دورې دپاره په ووټونو کې ناکامه شوی و.
نایب صدره د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ امیدواره ده.
سروی ښيي د دواړو امیدوارانو مقابله سخته ده او امکان دی د زغل فېصله به د هغه اووه ریاستونو نتېجې وکړي چې یوه پارټي هم په کې واضحه اکثریت نه لري او سوېنګ سټېټس یا داسې ریاستونه بلل کېږي چې د ټال په شان یو خوا یا بل خوا تللی شي. په ووټونو کې بریالی امیدوار به د جنورۍ په میاشت کې د څلورو کلونو دپاره د صدارت په چوکۍ کښېني.
ټرمپ او هېرېس دواړو تجربه کار قانون پوهان هم را یو ځای کړي دي چې په انتخاب کې څه بې قایدګي عدالت ته یوسي.
ووټونه د نهې، سه شنبې، په ورځ سحر وختي شروع شول. پولنګ سټېشنې په حکومتي مرکزونو، سکولونو، چرچونو، په اور وژونکو مرکزونو او نورو ځایونو کې جوړې شوې وې.
۷۸ کلن ټرمپ د ووټونو ورځ سحر وختي څه وخت په مېشېچن ریاست کې تېرو کړو. هغه د مېشېګن په ګرېڼد رېپېډز کې تېرته شپه ناوخته جلسې ته هم وېنا وکړه. دا د ریپبلېکن پارټۍ مرکز ګڼل کېږي او هغه په کې د کال ۲۰۱۶ او د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخابي کېمپېن اختتام هم هلته کړی و.
جلسې ته وېنا کې ټرمپ پلویانو ته ډاډ ورکړو چې صورتحال يې ښه دی او په ووټونو کې مخکې دي. هغه زیاته کړه چې هېرېس او ډېموکرېټېک پارټي یوازې په داسې حال کې ګټلی شي چې درغلي وکړي.
هغه په هېرېس د ګرانۍ او د مېکسيکو په پوله امریکې ته د غېرقانوني کډوالو د راتګ الزام ولګولو. توقعو وه چې هغه به د ووټونو باقي پاتې ورځ په فلورېډا ریاست کې په خپل کور تېروي او خپل ووټ به هم په فلورېډا ریاست کې ورکوي.
شپېته کلنې هېرېس خپل انتخابي کېمپېن د ګل، دوشنبې، په شپه په فېلېډېلفیا ریاست کې ختم کړو. مشهورې سندر غاړې لېډي ګاګا او د ټېلې وېژن مشهورې کوربنې اوپرا وېنفري په جلسه کې د هېرېس د حمایت اعلان وکړو.
وېل کېږي چې د هېرېس په جلسه کې قریباً ۳۰۰۰۰ کسان شریک وو او هغې د ټرمپ نوم د اخیستلو بغېر غونډې ته وویل چې انتخابي کېمپېن یې په امید، توانای او خوشحالۍ شروع کړی و او هم په دغه انداز يې ختموي. هغې وویل خلک خپل اینده ته خپله شکل ورکولی شي.
ټاکل شوې وه چې هېرېس به د ووټونو باقي ورځ د واشنګټن په هاو ورډ یونېورسټۍ کې تېروي. هغه په کال ۱۹۸۶ کې د دې یونېورسټۍ نه فارغه شوې ده.
د ګل، دوشنبې، په ورځ دواړه امیدواران پېنسېلوېنیا ریاست ته ورغلل. دا ریاست ۱۹ الېکټرل ووټونه لري.
د نهې، سه شنبې، د ورځ نه مخکې ۸۳ مېلین امریکایانو د ډاک او په خپله په ولنګ سټېشنو کې وختي ووټونه ورکړي دي.
د امریکا صدارتي ټاکنې د ملي رای پر اساس نه بلکې د انتخابي يا الېکټورل کالج له لارې ترسره کیږي، د رياستونو الېکټورل رای د ابادۍ په بنياد وي، ګټونکی امېدوار په 538 الېکټورل رایو کې 270 رای ترلاسه کولو ته ضرورت لري چې وګټي او صدر جوړ شي. يواځې پينسلوينيا 19 ووټونه لري.
د امریکا صدارتي ټاکنې د ملي رای پر اساس نه بلکې د انتخابي يا الېکټورل کالج له لارې ترسره کیږي، د رياستونو الېکټورل رای د ابادۍ په بنياد وي، ګټونکی امېدوار په 538 الېکټورل رایو کې 270 رای ترلاسه کولو ته ضرورت لري چې وګټي او صدر جوړ شي. يواځې پينسلوينيا 19 ووټونه لري.
په دې خبر کې ځينې معلومات د اې پي او رويټرز څخه اخستل شوي
Forum