لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملي مسلم لیګ تندروه ډلې د بلوچستان نه په انتخاباتو کې د برخه اخستو اعلان کړی


د پاکستان د انتخاباتو قامي کمېشن (الېکشن کمېشن) لخوا ناچله ګرځول شوې ملي مسلم لیګ سیاسي ګوند د بلوچستان نه د پاکستان پارلیماني انتخاباتو کې د برخه اخېستو اعلان کړی.

د کوټې سرښار کوټه پرېس کلب کې د دغه بندیز لګیدلی ګوند صوبايي مشر مولانا اشفاق ویلي د ګوند د بلوچستان ایالت نه ۱۲ غړي په قامی او صوبایي څوکیو ټاکلي.

د پاکستان انتخابي کمېشن د وړاندې نه په ملی مسلم لیګ ډله په انتخاباتو کې په ګډون کولو بندیز لګولی، ځکه دغه ګوند د تندروه او بندیز لږیدلي جماعت الدعوه ګوند سره تړون لري او د جماعت الدعوه یو شمیر غړو د ملي مسلم لیګ ګوند لخوا په انتخاباتو کې د ګډون فیصله کړې وه.

د ملي مسلم لیګ ګوند صوبايي مشر خبرې غونډې ته د وینا په وخت ویلي د بلوچستان نه یې د ګوند دولس غړي په انتخاباتو کې برخه اخلي: ٫٫ په سیاست کې به د د نورو صوبو نه راغلو خلکو د حقونو خوندي توب کوو، د تشدد پرته به په سیاست کې مثبت او ښې خبرې راولو.٬٬

نوموړي زیاته کړې د نورو سیاسي ګوندونو سره د څوکیو د راکړې ورکړې (سيټ اېډجسټمنټ) په سر هم خبرې روانې دي.

د پاکستان په راروانو پارلیماني انتخاباتو کې د بندیز لږلیدلي تنظیمونو یا ډلو د برخه اخېستو په اړه د وړاندې نه د هیواد سیاسي ګوندونو اندېښنې څرګند کړي او په دغه تنظیمونو او د دوي په غړو يې د بندیز غوښتنه کړې.

د پاکستان انسټي ټیوټ اف لېجسلېټیو ټرانسپېرنسي مشر احمد بلال محبوب وي او ای ډیوه ته وايي د پاکستان نوي قانون لاندې باېد بندیز لږیدلې ډلې په نوو نامو په سیاست کې برخه وا نه خلي.

٫٫ د پاکستان نوي قانون تر مخه یو ګوند چې د بندیز سره مخ شي او په بله نامه ګوند جوړوي او یا د بل ګوند سره شاملیږي نو په دغې به هم بندیز لږي. خو که یو تن په څه قضیه کې سزا شوی نه وي نو د قانون لاندې دغه تن د انتخاباتو نه نه ودرولی.٬٬

د بلوچستان یو شمیر سیاسي څیړونکي ګڼي که څه هم د جماعت الدعوه سره تړلې ملي مسلم لیګ ډله په دغه ایالت کې زیات اثر نه لري او دا امکان هم کم دی چې د دغه ایالت نه څوکۍ وګټي، خو د نورو سیاسي او مذهبي ګوندونو په نتېجو اثر غورځولی شي.

په ملي مسلم لیګ بندیز

ملي مسلم لیګ ګوند د وړاندې نه اعلان کړی چې خپل ۲۶۵ کاندیدان یې ټولټاکنو ته ودرؤلي دي او زیاته کړې یې ده دغه کاندیدان به یې“الله اکبر تحریک” نه په ټولټاکنو کې برخه اخلي اؤ انتخابی نخښه به یې کرسۍ وي.

په ملي مسلم لیګ شکونه کیږي چې دا هم دممبۍ بریدونو کې دتورن حافظ سعید تندروه ډله جماعت الدعوه ده خو یوازې نوم یې بدل کړی اؤ د پاکستان د ټولټاکنو کمیسون د دغه ګوند د راجسټر کولو خواست هم نه دی منلی.

دملي مسلم لیګ د رجسټریشن د خواست رد کیدلو وروسته دغه ګوند د” الله اکبر تحریک “ سره د یووالي اعلان کړی ؤ.

څه ورځې وړاندې د پاکستان ډان ورځپاڼې په یو خبر کې لیکلي وو د ٫٫ الله اکبر تحریک٬٬ د بیرغ لاندې د ملي مسلم لیګ ۸۰ؤکاندیدانو ته دقامي اؤ ۱۸۵ته د صوبایي اسمبلیو ټکټونه ورکړل شوي دي.

الله اکبر تحریک د ټول ټاکنو کمیسون سره دکال ۲۰۱۱م څخه د یو سیاسي ګوند په توګه راجسټر دی چې مشري یې د میا احسان باري په نوم یو تن په غاړه لري.

خو ډان ورځپاڼه وایي چې میا احسان باري دکوم بل سیاسي ګوند سره د پیوستون اوازې رد کړي دي اؤ ویلي یې دي چې ملي مسلم لیګ د الله اکبر تحریک د کاندیدانو ملاتړ اعلان کړی چې شمیره یې دریوؤ سوؤ ته رسیږي.

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو لکه مسلم لیګ(ن)، پیپلز پارټي، تحریک انصاف ، عوامي نېشنل پارټي، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قامي وطن پارټۍ په شمول یو شمیر نورو سیاسي ګوندونو غړو د ټولټاکنو دکمیسون مشر سردار رضا سره لیدلي وؤ اؤ هغه نه یې غوښتنه کړې وه چې تند روه ډلې باید انتخاباتو کې برخې اخستو ته پرې نه ږدي.

سږکال د اپریل په میاشت کې د امریکا خارجه وزارت لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي وؤ چې د پاکستان دننه جوړې دوه ډلې ملي مسلم لیګ او تحریک ازادي کشمیر په دغه هیواد کې د وړاندې نه دفعاله ترهګرې ډلې لشکر طیبه ذیلي ډلې دي او د دغو نامې يې هم د خارجي ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG