د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي هرکلی کوي.
که څه هم هندي چارواکي د مودي د دورې په اړه د خوش بينۍ اظهار کوي خو څېړونکي وايي د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارت او مهاجرت سره تړلې ځېني لانجمې مسلې هم شته.
د هندوستان خارجه سېکرېټري وېکرم مسري وویل امریکې سره د هندوستان تعلقات په نړیواله کچه په مظبوطو همکاریو کې شامله رشته ده.
تجارت د دواړو ملکونو دپاره اهمیت لري او هندوستان داسې ګامونه اخېستي چې ټرمپ ته وښښي چې د هغه تشویش ختمولو هېواد تیار دی.
ټرمپ ویلي هندوستان د هغو ملکونو څخه دی چې د ټېکس غلط استعمال کوي. د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه ټرمپ هندوستان په درامداتو د ټېکسونو باچا بولي.
تېره میاشت مودي سره په ټېلې فون خبرو کې ټرمپ دواړو ملکونو ترمنځ د منصفانه تجارت غوښتنه وکړه.
د اقتصادي چارو په اړه د ټرمپ مشیر کېوېن هېسېټ د امریکې سي اېن بي سي ټېلې وېژن سره د ګل، دوشنبې، په ورځ مرکه کې وویل هندوستان په درامداتو د ټېرف یا ټېکس شرح دومره زیاته ده چې برامدات ورته ګران وي.
نوی دلی د تجارت په سر امریکې سره تاوتریخوالی نه غواړي. د دې میاشت په شروع کې يې اعلان وکړو چې په ځینو درامداتو به د ټېکس شرح کمه کړي او دا ډول به ترې امریکايي برامدات ګټه ترلاسه کړی شي.
هندوستان امریکې سره د ټولو نه زیات تجارت کوي او په کال ۲۰۲۳ کې د دواړو ملکونو د تجارت مالیت ۱۱۸ بېلین ډالر و. په دغه کال کې د هندوستان د اضافې برامداتو مالیت ۳۲ بېلین ډالر و.
صدر ټرمپ هېواد ته د سټيلو او د سېلورو په درامداتو د ۲۵ فیصد ټېرف اعلان کړی دی خو هندوستان به ترې نه متاثره کېږي ځکه چې امریکې ته يې په دې برخه کې برامداتو کم دي.
د هندي چارواکو ترمخه واشنګټن ته د مودي د سفر په مهال به د امریکې او هند په دفاعي تعلقاتو هم خبرې اترې کېږي. مودي سره په ټېلې فون خبرو کې ټرمپ غوښتنه وکړه چې هند دې د امریکې جوړو سېکیورټي الاتو خریداري زیاته کړي.
د صدارت په دویمه دوره کې ټرمپ ملک نه د غېرقانوني کډوالو د وېستلو لوظ کړی او په دې لړ کې تر ۱۰۴ پورې د هندوستان شهریان هم ستانه کړی شوي دي. هند ویلي په دې لړ کې به د ټرمپ د حکومت سره مرسته کوي.
نوي دلي نه د روانېدو مخکې مودي ټرمپ سره د کېدونکي ملاقات په اړه وویل دا به یوه موقعه وي چې د ټرمپ د صدارت په وړمبۍ دوره کې په همکارۍ کې کامیابۍ نورې زیاتې کړی شي.
دواړه ملکونو د چین په اړه هم مشترکه تشویش لري او هم په دې مقصد د اسټرېلیا او د جاپان په شمول د کواډ نومې جوړښت غړي دي.
Forum